ګارډین: حامد کرزی دګډ حکومت د نسکورولو په لټه کې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): څه باندې نهه میاشتې کېږي، چې له ظاهر شاه وروسته، د اوږدې واکمنۍ څښتن، حامد کرزی نور ولسمشر نه دی. خو که حامد کرزی ولسمشر نه دی، لا هم یو ځواکمن سیاسي شخصیت دی، چې په کوردننه او بهر له مهمو سیاسي او قومي څېرو سره منظمې لیدنې کتنې کوي.

ګارډین لیکي، زیات شمېر قومي مشران، سیاستوال، د کابینې وزیران او بهرني سفیران ځي او راځي. دا خلک هغه چا سره د لیدو کتو وخت اخلي، چې نور په واک کې نه دی.

دغه برتانوۍ ورځپاڼه لیکي: «نهه میاشتې د واک له پرېښودو وروسته، په سیاسي صحنه کې د حامد کرزي ځواکمن حضور او د ده نفوذ او لاسوهنې د افغانستان سیاسي ثبات ته یو ګواښ ګڼل کېږي.»

د ګارډين په وينا پخوانی ولسمشر، چې د خپلې واکمنۍ اوږده موده يې د امريکا او نړيوالې ټولنې په دوستۍ، لانجو او ناندريو کې تېر شول، ځان د هېواد يوازينی ژغورونکی بولي.

ورځپاڼه زياتوي، چې اشرف غني تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې خپل ټاکنيز شعارونه عملي کړي او تر اوسه په دې کې پاتې راغلی، چې د هېواد اقتصاد يو بريالي لور ته سوق کړي، د امنيتي لوړپوړو چارواکو په ټاکنو کې له سختو ننګونو سره مخ دی او تر ټولو ستره تېروتنه يې دا بولي، چې پلازمېنه کابل يې د پاکستان دوستانه اړيکو پر مخ پرانیستی دی.

حامد کرزی پر اشرف غني نيوکې کوي، چې د پاکستان په اړه د نوموړي پاليسي اندېښمنوونکې ده او د کرزي واکمنۍ پر مهال نوموړی پاکستان سره په يوه مبهمه طريقه چلېده.

د روان کال مارچ مياشت کې حامد کرزي ګارډين ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې دی به د پردې تر شا ولسمشر اشرف غني ته سلامشورې ورکوي «زه د اشرف غني هر ډول مرسته او همکاري کوم»

ګارډين د يو لوړپوړي غربي ډيپلومات له قوله ليکلي، چې حامد کرزی له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې لټه کې دی، چې د اشرف غني حکومت کمزوری او بيا نسکور کړي او له دې لارې هڅه کوي، چې موقت حکومت رامنځته کړي او کرزی دا هڅې په خپل فکر د ملت په خير بولي.

دغه ډيپلومات زياتوي، چې اشرف غني هم د کرزي هڅې او کارونه څاري، مګر نه غواړي، چې نوموړي سره بربنډه جګړه او شخړې پيل کړي؛ ځکه چې اشرف غني د پخواني ولسمشر له چلونو او چالاکيو خبر دی او فکر کوي، چې کېدای شي داسې مانورو کې يې کرزی وګټي او اوس مهال د کرزي بانډ د اشرف غني په پرتله ډېر فعال دی.

دغه غربي ډيپلومات ګارډين ته ويلي، چې د ولسمشرۍ يو مرستيال تل کرزي سره ناستې پاستې کوي او وايي، چې کرزی په دې هېواد کې هر څوک پېژني، مګر اشرف غني دومره څوک نه پېژني.

د حامد کرزي پخواني وياند او باوري ملګري ايمل فيضي ګارډين ته ويلي، چې پخوانی ولسمشر د سياسي اپوزيسيون جوړولو په لټه کې نه دی او دا چې قومي او سیاسي مشران نوموړي سره تل ليده کاته کوي، دا د حامدکرزي د تېرو څوارلسو کالو عادت دی، چې خپل ولس سره په اړيکه کې دی.

ايمل فيضي زياتوي، چې دا د افغانانو کلتور او د حامد کرزي ځانګړنه ده، چې نوموړی ولسي مشرانو سره ناسته پاسته او په ټولنيزو چارو خبرې اترې کوي.

د ايمل فيضي په وينا اشرف غني او کرزی دواړه حق لري، چې خپل ولس او قومي مشرانو سره له هر ډول وېرې پرته ليده کاته وکړي.

د پخواني ولسمشر وياند وايي، چې اشرف غني هم په تېره لنډه موده کې کندهار ته خپله توجه زياته کړې او د څو مياشتو په ترڅ کې څو ځل کندهار ته تللی دی.

ګارډين د کندهار ولايتي شورا وکيلانو او نورو چارواکو له قوله وايي، چې کندهار کې د اداري فساد ريښي د کرزي له وخته راپاتې دي او نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال خپل نږدې او باوري ملګرو ته پوره واک ورکړی و او اوس دغه خلک په واک کې دي او هېڅوک يې نه شي لرې کولای.

ګارډين ليکي: تېره مياشت، چې ولسمشر اشرف غني کندهار ته ولاړ او هلته يې اعلان وکړ، چې د کندهار والي همايون عزيزي د ده يوازينی استازی دی او بل هېڅوک کندهار کې د چارو او واکمنۍ اختيار نه لري، په دغه ورځ د کرزي باوري ملګری او د کندهار خپلسری امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق له کندهاره وتلی و او د اشرف غني ليدو ته نه و راغلی.

ګارډين د غربي امنيتي چارواکو له قوله ليکلي، چې کندهار ته د اشرف غني د سفر پر مهال حامد کرزي له قومي مشرانو غوښتي و، چې له خپلو کورونو را ونه وځي او اشرف غني سره ونه ګوري، مګر د اشرف غني ملګرو او سلاکارانو له ډېرو منډو ترړو وروسته يو شمېر قومي مشران په دې قانع کړل، چې د اشرف غني ليدو ته ورشي.

دغه امنيتي سرچينه زياتوي: «هېڅوک دا نه غواړي، چې د ده پخوانی مشر دې، د ده د چارو واکمن شي.»

د حامد کرزي او ولسمشر غني تر منځ شخړې او ناندرۍ هغه مهال په ډاګه شوې، چې اشرف غني پاکستان سره استخباراتي تفاهملیک لاسليک کړ او ډېری افغانان وايي، چې دا ډول معامله د هېواد پلورنې په معنا ده.

پاکستان سره د استخباراتي تفاهملیک لاسليک حامدکرزي ته دا بهانه په لاس ورکړه، چې عامه اذهان د اشرف غني پر ضد او د خپل فکر په پلوۍ راوګرځوي او له هغې وروسته يې د هغو هېوادونو پرله پسې سفرونه پيل کړي، چې د افغانستان په چارو کې ډېر دخيل او د پاکستاني ستراتيژۍ مخالف بلل کيږي.

ايمل فيضي وايي: «افغانان حق لري، چې د هغو هڅو پر ضد خبرې او مظاهرې وکړي، چې د ملي ګټو خلاف وي او دا احتجاج او مخالفې څرګندونې د يو شخص پر ضد نه، بلکې د افغان حکومت د روانې پاليسۍ پر ضد دي.

ګارډين د کرزي په اړه ليکلي، چې کېدای شي نوموړی يو څه د ميراث په اړه لالهانده وي، مګر ډېره هڅه يې د هغو کسانو د ژغورنې ده، چې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال په پراخ اداري فساد کې ښکېل وي او اشرف غني هوډ کړی، چې ټول هغه کسان به محکمې ته وړاندې کوي، چې د کرزي واکمنۍ پر مهال يې پراخ اداري فساد کړی وي.

« د يونس قانوني او رحمت الله نبيل په ګډون ټول هغه چارواکي، چې د کرزي ملګري بلل کيږي او پاکستان سره د استخباراتي تفاهملیک مخالف دي، سره له دې تېرو ټاکنو کې يې نسبتا د اشرف غني په ملاتړ هڅې کړې وې، اشرف غني اوس کونج ته کړي دي.»

غربي سرچينې وايي، چې کرزی اوس هم ټينګار کوي، که د ده مرسته او همکاري نه وای، نو اشرف غني واک ته نه شو رسېدای.

د سياسي چارو کارپوه هارون مير ګارډين ورځپاڼې ته ويلي، چې د حکومت خپلمنځي اختلافات حکومت له پښو غورځوي او افغانان بايد ټول د اشرف غني ملاتړ وکړي، تر څو د سولې پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه شي.

د کارپوهانو په اند اشرف غني بايد پخواني ولسمشر سره په خپله اړيکه ونيسي او له دې هڅو يې راوګرځوي، ځکه چې داسې يو څوک څنګه د اشرف غني پر ضد راپورته کيږي، چې د واک ټوله موده يې له فساده ډکه وه.

ګارډين د خپل راپور په پای کې وايي، چې حامد کرزي په ډېرو لوبو او مانورو پوهيږي او کولای شي، چې په هره طريقه د اشرف غني مخه ډب کړي او يوه لار يې د لويې جرګې راغوښتل دي، چې له دې لارې له اشرف غني واک واخلي.

«سره له دې چې د اساسي قانون له مخې حامد کرزی له دوه ځله زياته واکمني نه شي کولای، مګر که لويه جرګه پرېکړه وکړي او اساسي قانون کې تعديل راولي او له دې لارې کولای شي، چې يو ځل بيا ځان ولسمشرۍ ته ورسوي.»

د چارو څارونکي وايي، چې کرزی په هره سياسي لوبه پوهيږي او غواړي، چې سياسي ستونزې نورې هم زياتې شي او له دې لارې ځان د هېواد يوازينی خواخوږی او ولسي ليډر معرفي کړي.

دا به وروسته څرګنده شي، چې د مار او نولي دې لوبه کې کرزي بريالی کيږي او که ولسمشر اشرف غني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د