افغانستان

جلریز کې قومي مخور سرور احمدزی وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،چنګاښ۲۲مه، ۱۳۹۴ل) : د میدان وردګو څخه تر لاسه شوی خبر کاږي، چې په جلریز ولسوالۍ کې د احمدزيو کوچیانو یو قومي مشر وژل شوی.

د میدان وردګو ولایت ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي، دغه قومي مشر سرور احمدزی نومېده، چې لس ورځې وړاندې د کابل- بامیانو پر لویه لار ناڅرګندو وسله والو له موټره ښکته کړی و او نن یې مړی موندل شوی.

د نوموړي په وینا، سرور احمدزي ډېری وخت د کوچیانو د ستونزو په هوارولو کې نقش لوباوه.

په دې وروستیو کې له جلریزه د خورا بوږنونکیو پېښو راپورونه ورکول کېږي، چې ډېری قربانیان يې ملکي وګړي په تېره کوچیان  بلل کېږي.

د سیمې خلک وايي، چې له بامیانو څخه سیمې ته راغلي هزاره اربکیان له خلکو سره خورا بده رویه کوي او ډول ډول تېري او ظلمونه يې پيل کړي.

د یادونې وړ ده، چې په جلریز کې د طالبانو او ولسي وګړو د ګډ اشر په پایله کې له اربکیانو د ګڼو پوستو له نیولو مخکې او وروسته، د سیمې خلکو د میدان والي او ولایتي شورا ته هم خپل شکایتونه ورسول او له سیمې نه یې د پردیو اربکیانو د سمدستي شړلو او تبدیلي غوښتنه وکړه، خو داسې بریښي، چې د ولس په غوښتنو لا هم چا غوږ نه دی ګرولی او ورځ په ورځ د پښتنو قومي مشران او ولسي خلک د اربکیانو د کسات په لمبو کې سوځي.

ولسمشر اشرف غني احمدزی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د نورو ستونزو تر څنګ به هزاره ګانو او کوچیانو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي،چې تر اوسه یې کوم عملي څرک نه لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx