fbpx

د کابل – کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې ۲۹ تنه مسافر ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،چنګاښ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کابل – کندهار ولایت پر لویه لار او د غزني ولایت په مربوطاتو کې د دوو ۳۰۳ او ۳۰۴ ماډل بسونو تر منځ د ټکر په پایله کې لږ تر لږه ۲۹ تنه ژوبل شوي دي.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي، چې دا پېښه نن سهار وختې د څلورو بجو په شاوخوا کې د غزني اړوند د کابل کندهار پر سړک را منځته شوې، چې پکې د یوې میرمنې او دوو ماشومانو په ګډون ۲۹ کسان خوږ شوي دي.

بل پلو ، د غزني د ملکي روغتون رئیس ډاکتر باز محمد همت په دې اړه وویل، چې د پېښې ټول زخمیان دوی ته ور وړل شوي او دا مهال تر درملنې دي.

نوموړي د څلورو زخمیانو روغتیايي حالت نازک وښود او د نورو په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

تر اوسه د پېښې د کره ځای او دا چې څرنګه را منځته شوې، په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

خو له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل کندهار پر لویه لار داسې میاشت نه ده تېره شوې، چې دې ته ورته خونړۍ ترافیکي پېښه دې نه وي پکې را منځته شوې. د دا ډول پېښو د پړې ګوته تر ډېره بریده په نشه يي توکو روږدو موټر چلوونکو ، د مسافر وړونکو شرکتونو مسؤلینو او د ترافیکي چارواکو ته نېول کېږي، چې د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام نه پورته کوي.

مخکې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې د کندهار امنیتي چارواکو موټر چلوونکو ته امر کړی، چې د ګهيځ له څلورو بجو مخکې به حرکت نه کوي، خو د دې پېښې له ځای – غزني- څخه څرګندیږي، چې غبرګو موټرونو له کابل او کندهاره ډېر وختي حرکت را کړی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د