
فاریابي وکیلان: د فاریاب د سقوط شیبې را ورسیدلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه،چنګاښ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب خلک ، طالبان او په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي په فاریاب کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د خونړیو جګړو راپورونه ورکوي.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې يې له امنیتي عسکرو او سیمه یېزو اربکیانو نه ۱۲ امنیتي پوستې او ۴۰ کلي تخلیه کړي او لسګونه عسکر او اربکیان یې وژلي او تيښتې ته اړ کړي.

د نوموړي په خبره، د دغې ولسوالۍ آستانه بابا سېمه ، چې شاوخوا ۴۰ کلي لري، په بشپړه توګه د دوی تر ولکې لاندې راغلي او خلکو ورته تود هرکلی ویلی.
بل پلو په ولسي جرګه کې د فاریاب وکیله فوزیه رؤفي وايي، چې طالبانو تېره شپه د فاریاب د مرکز میمنې ښار په دوه کیلومترۍ او د المار ولسوالۍ په مربوطاتو او د جګړې په لومړۍ کرښه کې ۶ مهمې امنیتي پوستې نیولې او لسګونو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
وکیلې څرګنده کړه ، که سیمې ته نور ځواکونه او چورلکې ونه رسېږي، فاریاب ولایت سقوط کوي او د طالبانو لاس ته لوېږي. او زیاتوي، چې : «په دغه خط کې ۴۰۰ طالبان چې ټول یې ازبکان دي، جګړه او مقابله کوي.»
همداراز د فاریاب یو بل وکیل نقیب الله فایق هم وېره څرګندوي، چې د فاریاب د سقوط شیبې را نیږدې شوې او اربکیان او امنیتي عسکر د مقاومت په وروستي پړاو کې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو تر دې مهاله د قرايي- اله سای په محاصره او جګړه کې ۲۰ تنه اربکیان ژوندي نیولي او دېرش نورو ته یې مرګ ژوبله رسولې او دوی ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د نظامي چارو څېړونکي خبرداری ورکوي، چې طالبان د شمال په زیاترو سېمو کې ورځ په ورځ د پر مختګ په حال کې دي او داسې نښې نښانې شته، چې ډېر ژر به د فاریاب پر ولسوالیو سربېره مرکز هم د طالبانو لاس ته ولویږي.