fbpx

د لینسي ګراهام اندیښنه څومره پرځای ده ؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: د امریکا د متحده ایالاتو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوریت غوښتونکي ګوند کاندید سناتور لینسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د پرشاتګ په اړه د اوباما پر تګلارې نیوکه کړې.

نوموړي ویلي چې په اوسنیو شرائطوکې له افغانستان څخه د امریکايي ځوا کونو پرشاتګ زمونږ د تیرو ۱۴ کلونو ټولې لاسته راونې له منځه وړي او ښايي مونږ له سختو امنیتي ستونزو سره مخ کړي.

دغه امریکايي سناتور چې د امریکا د امنيت لپاره په بهر کې د امریکا د پوځي مداخلاتو ټینګ پلوی دی وايي چې که دی د امریکا ولسمشر وای نو اوس به یې په افغانستان کې ۹۸۰۰۰ امریکايي پوځیان ساتلي وای .

د نوموړي په باور له کال ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې د یوزر امریکايي عسکرو پاتي کیدل د هغوی د نابودي معنی لري او د کلونو لپاره مونږ ته سختې امنیتي ستونزې زیږولای شي.

یاد سناتور وايي چې مونږ تر اوسه پوري د هغې اشتباه تاوان ورکوو کومه چې مو له عراق څخه د خپلو پوځیانو په وتلو کې کړې ده .

خو که د لینسي ګراهام څرګندونوته د افغانستان د موجوده شرائطو په رڼا کې وکتل شي نو وبه لیدل شي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت په اړه د نوموړي ټینګار بي ځایه ده .

مونږ ولیدل چې په تیرو ۱۴ کلونوکې د امريكايانو ترڅنګ د ۴۸ هیوادونو خواو شا۱۵۰۰۰۰ پوځیان موجود ول خو هغوی نه یواځې داچې په افغانستان کې د امنیت په راوستلوکې بریالي نه ول بلکې په خپله دوی د هیواد په بي امنیتي کې مستقیم رول درلود.

د امریکا په مشرۍ د ناټو ۱۵۰۰۰۰ کسیز مجهز ځواک په افغانستان کې موجود و چې د افغانستان په سرحدونو د ګاونډیانو یرغلونو دوام درلود.

د ناټو او امریکایانو له ټول شتون سره سره هغوی ونکړای شول چې په کابل ښارکې خپل سفارت او ناټو قومندانۍ د وسله والو له بریدونو څخه خوندي وساتي .

پر دې سر بیره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون له افغانستان پرته د ټولې سیمې د نا امني لامل وګرځیدو . د همدغو خارجي عسکرو په شتون کې خپله دوئ د بیلابیلو وسله والو ډلو د راپیدا کیدو اعلانونه کوي .

که واقعا هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د امنیت په تامین کې بریالي وای نو اوس به هغوی نه امنیتي تړون ته ضرورت درلود او نه له نورو وسله والو ډلو سره د مقابلې نويو استراتيژيوته.

حقيقت دادی چې امریکایان دخپل توسعوي سیاست له مخې غواړي په افغانستان او سیمه کې د خپلو سیاسي ، پوځي او امنیتي مصالحو د تحفظ لپاره خپل نامشروع موجودیت ته مبرر پیداکړي .

کنه په افغانستان کې د امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ خپله د دوی نامشروع موجودیت دی ، که همدا نن د دوی نامشروع شتون له منځه ولاړشي په یقین سره چې په افغانستان او ټوله سیمه کې ټولې موجودې فتنې ورسره ختمیدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د