نظــر

جالن الن دقرغې برید ولې اندېښمن کړی؟

دتېرې جمعې په شپه  دکابل په قرغه کې پر سپوږمۍ رستورانت دمجاهدینو لخوا یو پرېکنده او کارنده برید تر سره شو، که څه هم چې په دې اړه ضد اونقیض خبرونه خپاره شول، مجاهدینو په سپوږمۍ رستورانت ځکه برید سم او پرځای وبللو چې بهرني اشغالګر او لوړ پوړي داخلي چارواکي پکې په نښه شوي وو، مګر په ځينې خبري رسنیو کې هم داشغالګرو له خولې او هم یې دملګرو له خولې پېښې ته دملکي تلفاتو جامه ور واغوستل شوه.

   که په عام ډول دمجاهدینو بریدونو ته پام وشي څرګندېږي چې مجاهدین کله هم ملکي ځایونه نه په نښه کوي، هو کله که دکوم برید په نتیجه کې ملکي تلفات را منځ ته شوي، هغه هم داسې نه دي شوي

چې ملکي خلک په نښه شوي، بلکې پر نیواکګرو باندې دبرید په نتیجه کې ملکي تلفات رامنځ ته شوي، چې زیاتره یې دنیواکګرو دبریدونو اوددوی دمتقابلو قصدي ډزو نتیجه ده، دا خو ټولو ته معلومه ده چې کله په کومه سیمه کې پر نیواکګرو برید تر سره شي دوی سمدستي له یوې مخې په ټولو باندې ډزې کوي، وچ او لانده یو ځای سره سوځوي، بلکې ډېر وخت چې وچ په لاس ور نشي، نو له یوې مخې لندو ته اور اچوي، او دا خوی یې اوس شاګردانو هم ترېنه زده کړی، څه وخت مخکې په هلمند کې د۲۷ دکانونو سوځول په دې بانه چې ولې طالبانو له دې ځایه پر دوی برید کړی، او خلک یې ولې مخه نه نیسي ژوندۍ بیلګه ده.

   پر سپوږمۍ رستورانت له دې کبله برید نه دی تر سره شوی چې ګواکي هلته ملکي خلک وو، او په اصطلاح دبد اخلاقۍ مرتکب کېدل، که مجاهدینو دبد اخلاقیو له وجې خلک او یا ځایونه په نښه کولای نو دا کار یې په ډېره آسانۍ سره هر وخت او په هر ځای کې کولی شوای او کولی یې شي، ځکه دنیواکګرو له راتګ سره دهېواد په ګڼو برخو کې دبد اخلاقیو کچه تر خپل ټولو لوړ پوړ ته ختلې ده، خصوصا په کابل ښار کې.

  له دې مخکې مجاهدینو په سرینا او کانټنيټل هوټلونو هم ورته بریدونه تر سره کړي وو، او  ټولو ته معلومه ده چې په همغه وختونو کې هلته خارجي نیواکګر او داخلي ملګري يې سره را غونډ شوي وو، نو ویل کېدای شي مجاهدین په حقیقت کې نیواکګر او یاران یې په نښه کوي نه هر هغه څوک چې فحشا او بد کارۍ کوي، مجاهدین په دې ښه پوهېږي چې دنیواکګرو او ورسره ملګرو وژل یې ځکه اسلام روا کړي چې دوی پر یو خپلواک او مستقل هېواد یرغل کړی، د یو غیرتي ولس خپلواکي او آزادي یې سلب کړې، یوازې دا نه بلکې هغه څوک چې ددوی اشغال ته اشغال وايي، غلامي یې نه مني، دهغوی نه په سر صرفه کوي، نه یې په آبرو او عزت او نه یې په مال،  وژني یې، بې عزتي او بې آبرويي ور اړوي، زندانونو ته یې اچوي، بمبارۍ پرې کوي، له خپل کور او کلي نه یې شړي، نو ددارنګه وحشیانو وژل نه یوازې داسلام له نظره روا دي، بلکې ټول نړیوال او وضعي قوانین یې له منځه وړل قانوني او دولس حق بولي.

  تر ټولو دپام وړ دا چې په هېواد کې دنیواکګرو سرمشر جالن الن چې په اصل کې دکابل ادارې مشر دی! په دې اړه ډېر تاسف او په عین حال کې اندېښنه ښکاره کړه، دا خو ښکاره ده چې دنوموړي اوښکې تویول دملکیانو دتلفاتو له وجې نه دي، ځکه دوی دملکیانو په وژلو، ځورولو، او تلفولو کې نړیوال ریکاډ قایم کړی، وخت پر وخت په کلیو، ودونو، جنازو بمبارۍ کوي، دشپي په کورونو چاپې وهل او غړي یې په خورا بې دردۍ سره شهیدول ددوی دورځي عادي معمول دی، که جان الن او ملګري یې په رښتیا دملکیانو له غمه مړه وای نو بیا څه رنګه په پراخه کچه اوپه لوی لاس خپله ملکیان تلفوي؟ په حقیقت کې دوی دملکیانو له وژلو، ځورولو او کړولو نه خوند اخلي!

   ناټو تل هغه بریدونه او ګوزارونه دحقاني شبکې کار بللی کوم چې ډېر دقیق او دوی ته درنه مرګ ژوبله پکې اوښتې ده، سره له دې چې دحقاني صیب مشر زوی سراج الدین حقاني چې دامارت په چوکاټ کې خپل فعالیت کوي، تېر کال دبي بي سي ځینو پوښتنو ته په ثبت شوي آواز کې په ډاګه وویل چې مونږ دامارت غړي یو، دهغوی په امر او دهغوی تر مشرۍ لاندې خپلې جهادي چارې پر مخ وړو، او په خورا ټینګار سره یې وویل چې مونږ کله هم له امارت نه جلا نه یو، مګر نیواکګر او خواخوږي یې له بدې ورځې اوس هم دحقاني شبکه جلا ډله بولي، دوی غواړي په دې توګه دمجاهدینو په منځ کې درز واچوي.

   تېر کال کله چې دامریکا په سفارت او دناټو په مرکز پرېکنده او خوله ماتوونکي بریدونه تر سره شول، امریکا او ناټو نوموړي بریدونه دحقاني شبکې کار وبللو، څه وخت مخکې چې کله دهېواد په څو مهمو ولایتونو کې چې پلازمیینه هم پکې شامله وه خورا مهم او دقیق هم مهاله ځنځيري بریدونه ترسره شول، دوی بیا دا کار دحقاني شبکې کار وبللو، همدا رنګه دخوست دصحرا باغ په نظامي اډې برید چې حقایق يې څو ورځې وروسته ومنل شول! او ټولو ولیدل چې هلته ملکې نه بلکې نظامي اهداف په نښه شوي وو، له دې پرته څه وخت مخکې په قندهار او خوست کې دداسې چاودنو راپورونه ورکړل شول چې دځینو رسنیو په خوله ملکي خلکو ته تاوان پکې اوښتی و، که څه هم چې مجاهدینو دملکي تلفاتو خبرونه ونه منل، مګر نه امریکا او نه ناټو نوموړي عملیات تر حقاني شبکې پورې وتړل، او نه یې چندانې غوږ پرې وګراوه، سره له دې چې ددوی دخواخوږو رسنیو له خولې په دغه چاودنو کې ملکي تلفات له هغه څه نه ډېر زیات وو کوم چې همدغه ددوی خواخوږې رسنۍ یې دسپوږمۍ رستورانت دبرید په اړه خپروي، که دملکیانو دتلفاتو خبره وای نو دوی باید هلته ډېر شور ماشور جوړ کړی وای! له همدې نه معلومېږي چې دسپوږمۍ رستورانت په برید کې جالن الن او یارانو یې ژور ټپونه خوړلي دي، ځکه دغم وريځو سیوری پرې غوړلی دی، دملکي خلکو دویر په نامه یې دخپلو سرتېرو دویر ټغر غوړلی.

  مجاهدینو دخپل دغه بریالي برید په اړه  په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې دوی ځکه نوموړی رستورانت په نښه کړ چې هلته خارجي اشغالګر او داخلي ملګري ېې سره را غونډ شوي وو، فحاشۍ او عیاشۍ یې کولې، مګر ځینو اشغال پلوو رسنیو دې خبرې ته زور ور کړ چې ګواکي مجاهدینو ځکه پر نوموړي رستورانت برید وکړ چې هلته فحاشۍ او عیاشۍ کېدلې، او هڅه یې وکوله تر څو دنیواکګرو او دملګرو شتون یې له یوې مخې دخلکو له پامه وغورځوي، او په دې توګه دمجاهدینو په مقابل کې خپلې تبلیغاتي جګړې ته دوام ورکړي،  او حال دا چې نوموړی برید دنیواکګرو او دملګرو د له منځه وړلو لپاره یې تر سره شو، نه یوازې د فحاشۍ او عیاشۍ د له منځه وړلو لپاره، په حقیقت کې داشغالګرو شتون دټولو بدمرغیو او بدکاریو چینه ده، ددوی په له منځه وړلو سره خپله ټولې بې لارۍ او بد کارۍ له منځه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x