افغانستان

ننګرهاری سناتور: دولت «دوه سری مار» دی؛ خلک خوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په مشرانو جرګه کې د ننګرهار سناتور وايي چې ګډ حکومت د افغان ولس لپاره د دوه سري مار حیثیت لري او پخپل ولس چکونه لګوي.

لطف الله بابا چې په کابل کې له سپوږمۍ راډيو سره د ننګرهار د امنیت په اړه غږېده، وویل چې د ګډ حکومت له مشرانو سره په ناسته کې ټول هېواد «ګل ګلزار» شي، خو په عمل کې بيا هيڅ نه وي.

نوموړي په ننګرهار کې د داعش د راپورته شوې جګړيزې لړۍ په اړه وویل چې دغه خلک له پاکستانه راځي او د ده په خبره د پاکستان او افغانستان دولتونو ګډه پروژه ده.

لطف الله بابا وايي چې داعش د ملي امنیت ریاست او ای ايس ای تر منځ د شوي تفاهم لیک عملي شکل دی، چې ولسونه يې ښکار دي.

هغه وايي چې د ګډ حکومت مشران په سمتي او قومي لومو کې ښکېل دي، په خبره يې که دغه ډول کړنې په شمال کې ترسره شوې وای، ښايي د وخته يې حکومت په اړه جدي اقدامات کړي وای، خو په ختیځ کې د داسې پېښو په اړه دولتي چارواکي لکه «رسنۍ» یوازې د تلفاتو شمېرې وايي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې د ننګرهار ټول سناتوران او د ولسي جرګې وکیلان له اختر وروسته د دولت پر ضد د ناستې هوډ لري، او په اړه به يې تصمیم نیسي.

لطف الله بابا حکومتي چارواکي ملامت کړل، چې دوی د پاکستان د پروژو پر وړاندې، ډایاګ او ډې ډې ار کړل او په خبره يې تیار يې ورته وتړل.

ياده دې وي د ننګرهار په شینوارو کې د ولسي خلکو په ملاتړ د طالبانو او داعش تر منځ په نښتو کې ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

لطف الله بابا زمونږ تربور دی – دی د ۴۰ نه زاد د تیلو ټانکونه لری – خبره به یی سمه وی خو لږ ورته وایه چی اخرت یاد کړه ټول ننګرهار تا او مسلمیار وخوړ اوس یی لاس احمدشاه بابا مینی او نورو ځایانو ته هم اچولی دی هلته هم ډیر بزنسونه لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x