
کابل: د ښار په زړه کې غبرګې چاودنې وشوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د کابل ښار په زړه کې يو په بل پسې غبرګې چاودنې وشوې.
د عیني شاهدانو له قوله چاودنې د نوي ښار په خوندي سیمه انصاري څلولارې کې سپوږمۍ هوټل او سټي نسټر ته څېرمه شوې دي.
د دوی په خبره چاودنو مرګ ـ ژوبله اړولې ده، په سیمه کې د امبولانسونو غږونو اورېدل کېږي او پولیسو پرې د محاصرې کړۍ جوړه کړې ده.
د کابل امنیتي مسوولینو تر دم ګړۍ رسنیو ته څه نه دي ويلي او نه هم د چاودنو مسوولیت چا په غاړه اخیستی.
یاده دې وي تېره ورځ هم د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې یو رینجر موټر د ماین په چاودنه کې بشپړ له منځه لاړ، چې د تلفاتو خبرونه يې خوندي وساتل شول.