نظــر

دپوهنتون استاذ دخپلې مېرمنې شونډه غوڅه کړه؟

په تېره می میاشت کې یو سویډني خاوند وروسته له هغه دخپلې مېرمنې ښکتنۍ شونډه غوڅه کړه او بیا یې وخوړله! تر څو بل کس ښکل نشي کړی! کله چې یې میرمنې دطلاق غوښتنه ترینه وکړه!

 نوموړی دپوهنتون استاذ او دوه پنځوس کاله عمر لري، هغه وخت غوسه پرې برلاسې شوه کله چې یې مېرمنې خبر کړ چې دا طلاق غواړي، استاذ! چې کله دا خبره واورېده ویې ویل: زه به په څلورو کلونو بند محکوم شم، خو تا به عمري محکومه کړم! نو دفرصت په انتظار شو، تر دې چې مېرمن یې کلکه بیده شوه نو یې ښکتنۍ شونډه ترېنه غوڅه کړه او بیا یې وخوړله، له دې سره سره یې دنوموړې مټې هم ټپې کړلې،

ددعوې وکیل وايي چې سړي ځکه داسې کار کړی تر څو یې میرمن ونه توانېږي له ده وروسته بل کس ښکل کړي، ویل کېږي چې خاوند دخپلې مېرمنې وژل نه غوښتل، بلکې یوازې یې موخه دا وه چې په یو رنګه کړاو يې اخته کړي، او دا په دې دلیل چې کله نوموړي دغه جنایت وکړ نو یې پولیس په خپله خبر کړل، او هملته له خپلې مېرمنې سره تر هغه پورې ولاړ و تر څو چې دپولیس راغلل او دی یې ونیولو، دغه خبر دیاهو په لومړي مخ کې راغلی، او ګڼو ویب سایټونو هم را اخیستی دی، ویل کېږي چې کېدای شي نوموړی له ۴ نه تر ۱۰ کلونو پورې په بند محکوم شي، او مېرمن یې اوس په یو پټ ځای کې ساتل کېږي، ډاکتران يې شونډه ور جوړه کړې، خو له دې سره بیا هم معلومېږي چې په شونډه کې یې څه ستونزه شته.

   ډېر دتعجب ځای دی چې وخت پر وخت په غرب او ددوی په رنګ رنګ شوو هېوادونو او ولسونو کې دا رنګه بوږنوونکې پېښې پېښېږي، ځکه دوی ځان دټول بشریت لارښودان او مخکښان بولي، دوی په پوره باور خپل وضعي قوانین دانسان دټول ژوند دټولو چارو او برخو لپاره کافي او شافي، بلکې دبشریت دپرمختګ او تمدن اساس بولي، په دې لاره کې شپه او ورځ لګیا دي هڅې کوي، نور ولسونه او هېوادونه دخپلو قوانینو او کلتور منلو ته رابولي.

  دوی له ځان نه پرته نور، خصوصا مسلمانان وروسته پاتې بولي، ددوی په ګومان مسلمانان او دمسلمانانو آسماني قانون دبشریت او انسانیت دپر مختګ او تمدن تضمین نشي کولی!! والعیاذ بالله، لګیا دي هره ورځ په دې اړه تبلیغات کوي، ټولې خبري رسنۍ یې په همدې تبلیغاتو اخته دي، داسلام او مسلمانانو دبد رنګولو نا مرادې هڅې کوي، کله کله که په اسلامي ټولنو کې کوم له دین او اسلام نه ناخبره یو عادي مسلمان کوم جرم یا جنایت وکړي نو دوی سمدستي ډنډورو ته سر ورته کړي چې دا دي بشري قوانین یې مات کړل، دبشریت او انسانیت بې احترامي یې وکوله، خصوصا دښځو په اړه، دوی پر مسلمانانو انتقادونه کوي چې ښځې خپلې مخې ته نه پرېږدي، تر څو ددوی دسپکو او بې پته ښځو په څېر لکه ځناورې داسې وخوري، وڅښي، له هر چا بلکې له هر شي سره جنسي اړیکې ټینګې کړي!!

   دوی چې په خپلو هېوادونو کې دغه رنګه بوږونکې پېښې رامنځ ته کوي، هېڅ نه وايي، نه دبشر دحقوق غم ورسره پیدا کېږي، او نه یې دښځو دحقوقو په اړه اندېښنې ځوروي!! او حال دا چې دغه رنګه پېښې ددوی په ټولنو کې دداسې کسانو په لاس صورت نیسي چې نه عام او عادي کسان دي، او نه بې سواده او نا خوانه دي، بلکې داسې کسان دي چې عالي تحصیلات یې کړي، بلکې دعالي تحصیلاتو استاذان دي!! فکر نه کوم چې په مسلمانو ټولنو کې دې دښځو او په عام ډول دانساني کرامت سپکاوی دپوهو کسانو له خوا شوی وي، او یا دې وشي.

نو له دې نه معلومېږي چې دمسلمانو ټولنو ځينې بې سواده او له دین نه ناخبره خلک په جنایتونو کې دکفري ټولنو له پوهو او تحصیل یافته کسانو بلکې استاذانو نه ډېر وروسته پاتې دي، او دا یو حقیقت دی، دوی ظاهري تمدن او ترقي کړې، مګر دمعنویاتو او اخلاقو په ډګر کې تر ځناورو هم پرېوتې او ټيټ دي، ډېر دتاسف ځای یې لا پسې دا چې ځینې له خپل دین نه ناخبره او دغرب په ظاهري ساټ او باټ غولېدلي هم غربي دیموکراسي دانساني کرامت ضامنه بولي، او ددې لپاره شپه او ورځ ډنډورې غږوي.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x