نظــر

فاریاب کې د کندز سناریو تکراریږي 

جاوید علي خېل

له څو ورځو راهیسې د فاریاب ولایت په مختلفو سیمو د طالبانو منظمو بریدونو زور اخیستی، د بریدونو دغه تازه لړۍ د فاریاب د المار، قیصار او شیرین تګاب ولسوالیو په هغو سیمو ورټوله ده چې لا هم په کې دولتي ځواکونه شته او محلي اربکیان یي له کلونو راهیسې د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي .

د فاریاب په ولایت کې په تیرو څو کلونو کې طالبانو د پام وړ پرمختګونه درلودلي مثلا د دې ولایت د څو ولسوالیو لکه قیصار ، المار، پشتون کوټ، خواجه موسی، لولاش، بندر، دولت اباد، شرین تګاب او داندخوی د ټولو مربوطو سیمو تر اتیا فیصده ډیرې سیمې د طالبانو په کنترول کي دي او په یادو ولسوالیو کې دولتي واک د مجمع الجزائر شکل غوره کړی چې یوازې د اداري واحدونو تر مراکزو او څه نورو محدودو سیمو پورې خلاصه کیږي .

څو ورځې وړاندې په پارلمان کې د فاریاب وکیل ډاکټر نقیب الله فائق وړاندوینه کړې وه چې که په فاریاب کې د وضعیت په اړه فکر ونشي، نو حکومت دي له دغه ولایت څخه لاس ومینځي، د نوموړي د خبرو په تعقیب او د وکیلانو له غالمغال وروسته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي فاریاب ته لاړ د جګړې کرښې یي ولیدې او ویې ویل چې د فاریاب د وضعیت لپاره به د پاموړ ګامونه پورته کړي .

خو څرنګه چې د ګډ حکومت ټولې خبرې هسې هوایي او بې محتوا دي، دکورنیو چارو د وزیر خبرې هم د فاریاب بادونو له ځان سره یووړې ، تردې چې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ او ددې ولایت ګڼې ستراتیژیکې سیمې یې له دولتي عسکرو ونیولې .

له فاریاب څخه تازه خبر وایي چې طالبانو د وړمې او تیرې ورځې په عملیاتو کې ۲۲ حکومتي پوستې او ۴۰ سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي او دولتي عسکر یې له درنو تلفاتو وروسته تیښتې ته اړ کړي دي .

د فاریاب د شرین تګاب ولسوالۍ هغه سیمې چې نوې طالبانو نیولې دي نومونه یې په لاندې ډول دي : قزل سای ، یکتوت ، نواباد ، ګوراغلي ، اریتو، شوری قره ، تخت ایشان ، چهل قدوق ، قل بندي ، سرقشلاق ، سري آستانه بابا ، خوجه انجیر، ګل قدوغ ، شوربازار ، کهنه قشلاق ، للکأ ، کاروان سنګ ، ملای ، حاجي ظریف ، حاجي جوره ، تاشلیک ، حاجي کریم ، قرمقول ، عظیم ساری ، مغیتوکلان ، مغیتو خورد ، مهد ، آت قمر ، فرهاد، آل باتور، بغرا ، سردآبه ، تیتاش ، عوزجری ، ، جمشید ،نورزای او …

له بلې خوا په پارلمان کې دفاریاب وکیل نقیب الله فایق بیګا ناوخته د خپلې فیسبوک صفحې له لارې خبر ورکړی چې د المار ولسوالۍ ستراتیژیکه سیمه قرایي له څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې .

ډاکټر فایق لیکلي: د قرایي سیمې له سقوط مخکې مي له علومي، ستانکزي او نبیل سره تیلفوني خبرې وکړې او د دې سیمې د سقوط په اړه مې ورته وویل: دوی وویل چې کوماندو درلیږو او په سیمه کې به یي دیسانټ کړو ، مګر څو ساعتونه ووتل د هیڅ شي درک ونه لګید، نیمه شپه دوه توپدار هلیکوپتر راغلل خو د طالبانو د پرمختګ مخه یي ډب نه کړای شوه، په قرایي کې طالبانو ۲۰ تنه اربکیان ژوندي نیولي، او تر ۳۰ زیات اربکیان مړه او ټپیان شوي دي ، نور اربکیان او ځواکونه د شپې په تیاره کې نادرکه دي معلومه نه ده چې څه به ورپیښ وي، ما له اشرف غني سره هم خبرې وکړې او ورته ومې ویل چې لویه فاجعه رامنځته کیدونکې ده، اشرف غني وعده وکړه چې ټوله هڅه به په کار واچوو، مګر د اردو کوماندو په وخت راونه رسیده اوس که راشي هم فایده نه کوي ځکه کار تر کار تېر او طالبانو سیمه ونیوله …

د قرایي د پراخه علاقې په اړه ویل کیږي چې دا دفاریاب یو ګڼ میشته او ستراتیژیکه سیمه ده، دا سیمه تر ۳۰ ډیر کلي لري چې تر ۳۰ زیات نفوس په کې میشت دی،د قرایي علاقه د فاریاب څلور ولسوالۍ المار، قیصار، پشتون کوټ او کوهستان له یوبل سره وصلوي، د المار ولسوال محمد صالح صالح رسنیو ته ویلي چې ددې سیمې په سقوط سره یادې څلور ولسوالۍ او حتی د فاریاب مرکز میمنه د بشپړ سقوط له خطر سره مخامخ ده .

په فاریاب کې د طالبانو دپرمختګونو دغه دوه مهمې پیښې یوازې تیر ه ورځ پیښې شوي دي ، له سیمې خلک وایي چې طالبانو د کندز غوندې سترو بریدونو ته ځان جوړ کړی او ښایي په نږدې راتلونکې د فاریاب نورې سیمې هم سقوط وکړي .

په فاریاب او دافغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو د ګام په ګام وړاندې تګ منظمه ستراتیژي په داسې حال کې عملي کیږي،چې د ارګ واکمن په داخلي بحران کې غوپه دي، کرزی اشرف غني ته لینګتۍ ږدي او پارلمان دفاع وزیر نه پاسوي،د حکومتي قواوو ترمنځ د تشریک مساعي کلتور په بشپړه توګه شلیدلی او د کابل په څو کلیومترۍ جلریز کې د محاصره اربکیانو چیغې تر ساعتونوساعتونو نه اوریدل کیږي ، هغه حکومت چې په خپل ګاونډ کې د محلي ځواکونو ملاتړ نه شي کولای د هیواد بل سر فاریاب ته د نه رسیدو له امله یي شاید هیڅوک هم ملامت نه کړی.

شواهد ښيي چې ارګ وال د جلریز حادثې ویښ کړي نه بلکې له دغسې پیښو سره عادي کړي دي او په داسې شکیدلي وضعیت کې تعجب آوره نه ده چې د کندز غوندې فاریاب هم د طالبانو په ګورت کیوزي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x