افغانستانخبرونه

همایون جریر او اوولس تنه نور د ولسمشر سلاکاران وټاکل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د همایون جریر په ګډون اوولس تنه د سلاکارانو په توګه ټاکلي دي. ښاغلی جریر چې پخوا د حزب اسلامي (حکمتیار) غړی و او د حزب له مشر سره خپلو هم لري، اوس ځان د حزب اسلامي (حکمتیار) لاروی نه بولي.

جریر بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، ولسمشر په یوه فرمان کې دی او ځینې نور د سلاکارانو په توګه ټاکلي دي؛ خو تر اوسه یې د رد او تایید پرېکړه نه ده کړې.

د حزب اسلامي دغه غړی چې دمګړۍ په کابل کې استوګن دی وايي، کابل ته یې له راتګ څخه موخه په هېواد کې د سولې او ټیکاو ټینګښت دی.


همایون جریر ټینګار کوي، چې که څه هم هم اوس هم د حزب اسلامي غړی دی او د دې ګوند مشر ته د یوه «تاریخي شخصیت» په توګه درناوی لري؛ خو په تشکیلاتي لحاظ د ګلبدین حکمتیار اطاعت نه کوي.


په دغو کسانو کې عبدالحى نعمتي د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په چارو کې، صالح محمد صفاري، د قومونو او قبايلو په چارو کې، نبي مصداق د رسنيو په چارو کې، اغا لالى دستګيري د شخړو د هواري په چارو کې، اسدالله سعيد د قومونو په چارو کې، احمدالله عليزى د سيمه ييزې حکومتولۍ په چارو کې، خيال محمد حسيني په ټولنيزو چارو کې او حاجي نجيب الله ناصر د سرحدونو په چارو کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د بنوزي بعضی کارونو باندی حزبيان خو بعضی نور لکه پنجشيري جریر صابونکي ته د لور ور کره باندی له حزبيانو علاوه تول پشتانه شرميژي ( ز که خو د پورته خبر تهیه کوونکي هم محض د خپلوي يادونه کری ده)

بنوزى می ز که وويل چی دده پدرخوانده کاکا-تاک رحمه الله به چی کله غصه شو نو ویل به ئی چی دا سری اوغان نه ده د بنو خروتى ده، لغزشهاي حكمتيار نشانه اوغانيت او نيست.

ناکام رهبر
ناکام سياستوال
ناکام ليکوال
او بالاخره
ناکامه پلار چی جریر یی نشو پيژندلاي،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x