خبرونهنړۍ

له اوږدو او ستونزمنو خبرو وروسته، ایران او پنځه+یو اتومي هوکړې ته ورسېدل

له اوږدو خبرو اترو وروسته تهران ومنله چې خپل اتومي پروګرام به د بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې محدود ساتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): له اتلس ورځنیو ستونزمنو خبرو اترو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره یوې داسې بدلوونکې هوکړې ته ورسېدل چې له مخې به یې ایران خپل اتومي پرګرام محدود ساتي او په بدل کې به یې اروپا او امریکا پر ایران لګول شوي بندیزونه لرې کوي.

دغه هوکړه نن، سه شنبه، سهار وختي د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې، فریدریکا موګیریني له خوا د اتريش په پلازمېنه کې اعلان شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف دغه هوکړه «ګټه+ګټه» وبلله او د «غیر ضروري» کړکېچ حل یې وباله. ظریف زیاده کړه: «زه باور لرم چې دا یوه تاریخي شېبه ده. موږ یوې داسې هوکړې ته رسېږو چې ټولو ته په زړه پورې نه ده، مګر دا هغه څه و چې موږ ترلاسه کولای شوای او دا ټولو ته ستره لاسته راوړنه ده».

ظریف وړاندې وویل: «نن شاید وروستۍ هیله وه؛ خو نن موږ د هیلو یو نوی څپرکی پرانیزو».

موګیریني وویل چې دې پرېکړې وښوده چې «ډيپلوماسي، همغږي او همکاري کولای شي د لسیزو ټکرونه او خړپړتیا له منځه یوسي».

نننۍ هوکړه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د ایران د اتومي پروګرام پر سر دوولس کلن کنګل حالت ته د پای ټکی ږدي.

د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو دغه هوکړه «تاریخي تېروتنه» بللې ده.

تر اوسه د هوکړې جزیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي. تمه ده نن د هوکړې ټول جزیات له سرنیو سره شریک شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Aman

حکومت باید سیاف دی کنترول لاندی ونیسی. هغه یو لوی ښامار او. وطن پلورونکی او وهابی مذهب او دی ای اس ایی اجنت ده. باید دی سیاف دمحکمه کول. غژ بین الملی محکمی ته وړاندی شی. او دملت دی قاتل په توګه معرفی شی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x