عبدالله عبدالله: ځينې د نظام د سقوط « خوبونه » ويني

د حامد کرزي په اړه د لویديځو رسنیو له تبصرو وروسته، عبدالله عبدالله د کرزي له لوري د حکومت سقوط یو «خوب» بللی.

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې ګارډين د ځينو لویديځو ډيپلوماټانو له قوله حامد کرزی د ګډ حکومت نسکورۍ ته منتظر وګاڼه، عبدالله عبدالله يې په اړه توند غبرګون ښکاره کړ.

عبدالله عبدالله چې په ګډ حکومت تر اشرف غني په ښکته رتبه خو لوړ صلاحیت کې دی، تر اشرف غني وړاندې د دوی د حکومت پر نسکورېدو غبرګون ښکاره کړ.

نوموړي پرون په بدخشان کې د دې ولایت له امنیتي وضعيته د کتلو په پلمه پخپلو خبرو کې حامد کرزي ته په اشارې وویل چې هغه دې د دوی د حکومت د سقوط « خوبونه » نه ويني.

عبدالله عبدالله چې د ګارډين له تبصرې سخت غوسه معلومېده، تېر څوارلس کاله د افغانستان لپاره طلايي چانس وبلل، خو په خبره يې چې د خلکو لویه ستونزه به يې په یوه «ټوکه» نادیده ونیوله.

نوموړي پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اشارې سره وویل چې د دې پر ځای چې د دوی د دولت سقوط ته په تمه کېني، باید د ولس حالت درک کړي او کنه په خبره يې د دوی د رژيم د سقوط په پایله کې به هېواد یا د طالبانو په لاس کې یا هم داعش.

نوموړي حامد کرزی یو ځل بیا پر دې ملامت کړ چې په وینا يې د دوی د ځواکونو قاتلینو ته يې « مخالف وروڼه » ویل.

حامد کرزي چې له نږدې نهو میاشتو راهیسې له واکمنۍ ګوښه شو، خو لا هم د ارګ په څنګ کې د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته لوی رقيب ښکاري.

ګارډين د يو لوړپوړي غربي ډيپلومات له قوله ليکلي، چې حامد کرزی له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې لټه کې دی، چې د اشرف غني حکومت کمزوری او بيا نسکور کړي او له دې لارې هڅه کوي، چې موقت حکومت رامنځته کړي او کرزی دا هڅې په خپل فکر د ملت په خير بولي.

ياده دې وي عبدالله عبدالله د اوسني حکومت ګڼې نیمګړتیاوې له پخوانی حکومته ور پاتې بولي، چې نوموړی يې هم لوړ پوړی چارواکی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فضل احمد نظری
میلمه
فضل احمد نظری

دافغانستان تیر تاریخ وګوری کفار شیطانت کوی یو دبل سره مو اخته کوی فام کوی ساستوالو ورونو