افغانستان

ميدان وردګو والي: جلريز کې له طالبانو سره ولس لاس یو کړی و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو والي وايي چې په جلريز کې د اربکيانو په وژلو کې طالبانو او ولس په ګډه اشر کړی و.

نوموړي نن – سه شنبه – د ځينو مدني ټولنو له غړو سره په خبرو کې ومنله، چې په جلریز کې اربکيانو ولس ځپلی و، چې په غبرګون کې طالبانو او ولس د اربکيانو لپاره لاس یو کړ.

حیات الله حیات په دغه پېښه خواشيني ښکاره کړه او ويې ويل چې د دولت او ولس تر منځ د نه همغږۍ او نه همکارۍ له امله دغه پېښه رامنځته شوه.

په دې پېښه کې چې تر دېرشو ډېر اربکيان ووژل شول او د خلکو او طالبانو په ګډه جګړه يې له ګڼو سیمو ټغر ور ټول کړ، دولتي چارواکو توند غبرګونونه وښودل.

نوموړي په داسې حال کې د دولت او ولس تر منځ د نه همغږي او د اربکيانو پر وحشت اعتراف وکړ، چې لا هم د دې ولایت ګڼې سیمې د اربکيانو له ظلمه ځورېږي.

په جلریز، سید اباد او ګڼو نورو سیمو کې مېشت اربکيان شخصي زندانونه لري چې د سیمې د خلکو په قول قومي مخور په بېلابېلو نومونو له کورونو وباسي چې دوی يې څو ورځې وروسته مړی پیدا کړي.

د سید اباد د اونخي د کلي یو تن قومي مخور د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې د دوی کلي ته څېرمه د لويې لارې پر سر مېشت اربکيان، له پوستو نه د دوی کورونو ته دوربينونه اچوي او شپېلي ورته وهي.

هغه وايي چې پخپل ناموس وېرېږي، په ټول وخت کې باید په کور کې یو تن نارینه خامخا موجود وي، د دوی په خبره په سیمه کې د ملي اردو مېشتو قرارګاو ته ورغلي، ولسوالي ته تللي او ولایت ته يې شکایتونه کړي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

یاده دې وي داربکيانو په اړه چې ویل کېږي اوس يې کنټرول د حکومت له وسه هم وتی دی، پر نورو ګڼو وحشتونو سربېره د ناموس لوټونې په اړه د خلکو وېرې هغوی دې ته اړ کړل چې د طالبانو ملګري شي او د اربکيانو پر خلاف د خپل عزت د ساتنې لپاره جګړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

دغه خبره سل په سلو کی رښتیا ده،هلته د سیدآباد ولسوالۍ کی د سیسۍ ،تنګی دوراهی، همداسی شیخ ابا د او نفس د ولسوالۍ په مرکز کی چی کوم اربکیان حتی ملی پولیس چی کوم دی هغوی ټول ډیر بد تبعیض ساتی او دخلکو او عام اولس توهین کوی ژبنی تعصب یی ترټولو بددۍ د خلکو ویاړنو او پښتنو ته توهین کوی دا کومه هوایی او پټه خبره نده ورشۍ هلته پخپله به ورباندی پوه شۍ.

حامد احمدی

والی صیب خیر یوسی

pardes

دځبیړی په غبرګون د سوک ګذار حتمی دی کنه نو دنوی یمی لسیزی دپیشو بیا تکرار ته چمتو اوسی. مال د سره څار او سر دناموسه

محمدربی آماج

دغه ټول لنډه غر دمحلی پولیسو د تعریف پخلاف دلته ګومارل شوی وو او لویه موخه یی د کوچیانو مخنیوۍ دهغو د خپلو قانونی څړځایونو څخه دۍ، او دغه پروژه د کرزی د سر له برکته په ډیره ماهرانه توګه طرح شوی وه، د هیڅ انسان وژل د ستایلو وړندی او باید مرګ او وژل وغندل شی، مګر دغه حقیقت هم باید په نظرکی ونیول شی چی د افغانستان دمعاصر تاریخ په دوران کی هزاره لږکی تل دپښتنو په وړاندی درول شویدۍ او دوی اوس پړی شکولی خوځښتونه کوی او دلته هغه متل ډیر پځای ښکاری چی وایی: دمیږی چی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x