نظــر

تفرقه واچوه حکومت وکړه

کله چې امريکايانو په عراق حمله وکړه نو په لومړيو څو کلونو کې يې د تلفاتو اندازه ورځ تربلې زياتيدله، ډيويډپتريوس چې ډير وخت يې د امريکا په پوځ کې کار کړی او اوس د سي آی اې استخباراتي شبکې مشر او مخکې يې  په عراق کې هم د امريکايې ځواکونو قومانده په غاړه وه، په دې پوه شو چې په عراق کې يې د پوځ شمير او جنګي وسايل که هر څومره زيات شي بيا يې هم تلفات نه کميږي.
له همدې امله  يې په داسې يو پلان کار وکړ چې د شيعه او سني مسلمانانو تر منځ يې جګړو ته لاره هواره کړه، د نوموړي دغه پلان دومره بريالی و چې په څو مياشتو کې د امريکايانو تلفات په سلو کې پنځوس ۵۰ فيصده راکم شول،

ځکه هوښياران وايې چې د قومونو تر منځ جګړه نه ختميدونکې ده، شيعه په سني او سنيانو په شيعه ګانو بريدونه کول، په دې سره امريکايان په عراق کې تر څه اندازې بريالي شول او د تيلو غټې ذخيرې اوس دهغوی په لاس کې دی.
خبره به رالنډه کړو د امريکا جمهور ريس بارک اوباما چې کله د پتريوس نسبتا بريالی پلان وليد نو ډير زر يې نوموړی افغانستان ته راوليږه او په افغانستان کې يې د امريکايې ځواکونو لوی قومندان وټاکه.
کله چې پتريوس افغانستان ته راغي نو وروسته له څه وخته يې له کرزې او نورو ګوډاګيانو سره يوه ستره غونډه راوغوښته په غونډه کې د افغانستان د قومونو مشران هم راغوښتل شوی و، دا غونډه ددې لپاره رابلل شوې وه ترڅو په کليو کې قومی مليشې جوړي کړي.
پتريوس او د افغانستان مزدور دولت دې مليشو ته د محلي پوليسو يا (اربکيانو) نوم ورکړ او داسې فکر يې وکړ چې په دې کار سره به په افغانستان کې هم جګړه وګټي، خو مسله برعکس شوه، په لومړی سر کې هغوی په کندوز، بغلان او ميدان وردګو ولايتونو کې د محلی پوليسو په نامه مليشې رامنځته کړې ،په کندوز او بغلان کې دا پروسه له ناکامي او بدنامي سره مخ شوه خو په ميدان وردګو ولايت کې بيا دې پروسې ښه نتيجه ورکړه،د دې ولايت والي حليم فدايي ددې کار د کاميابۍ لپاره له امريکايانو نه په سلګونو زره ډالر واخيستل او خپل مشر لالا (امريکا) ته يې سينه وډبوله چې ددې ولسوالۍ په ناامنه سيمو خاصتا په هغه ولسوالۍ کې چې هره ورځ د دوی (امريکا) عسکر  وژل کيږي  دې سيمې لپاره ښه پلان لري، دغه سيمه د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ ده چې مرکز ميدانښارته ډيره نږدې پرته ده، فدايي  د نرخ په ولسوالۍ کې د  حزب اسلامي  تر بيرغ لاندې يو حرکت رامنځته کړ چې مشر يې عزيزالله چې فکر کوم د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو دکلي اوسيدونکی دی وټاکه، په دغه ولسوالۍ کې څو قومونه دی چې ځيني يې په طالبانو او ځينی يې په حزب اسلامي پوری تړلی دی، ددغو دواړو ډلو ترمنځ يې جګړه پيل کړه، په لومړی سر کې دواړو خواوو ته تلفات واوښتل د حزب اسلامي قومندان عزيزالله ترې وغوښتل چې ددې ولسوالۍ په مهمو نقطو کې پوستې جوړې کړي، فدايې هم ورسره ومنله او د ډالري قومی مشرانو په  همکارۍ يې د پوستو ځايونه په نښه کړل، ډير زر يې کار پيل کړ او دغه پوستی د امريکايې ځواکونو په مرسته جوړې شوې، هره ورځ به جنګونه و او کله به چې د حزب خلک له خطر سره مخ شول نو پوليس، اردو او حتی که به ډير په خطر کې و امريکايې طيارې به  يې هم مرستې ته رارسيدې، په څه کم يو کال کې يې د نرخ ولسوالۍ مهمې نقطۍ له طالبانو ونيولې، کله چې دوی کاميابۍ ته ورسيدل نو امريکايانو او داخلي ګوډاګيانو خپلې پوستې وايستلې ځکه اوس هغوی ته هيڅ خطر نه و .
خو اوس په سيمه کې ډيره بده ورځ ده ځکه د خلکو تر منځ دښمنۍ ورځ تر بلې ډيريږي، د حزب خلک له خلکو نه غلاوې کوي، د عشر په نامه له خلکو نه پيسې اخلي او ټول داسې کسان ورپکې دي چې هر وخت دا غواړی چې خپل موقف نه بده ګټه واخلي او د خلکو ترمنځ جګړو ته لمن ووهي، په پای کې بايد ووايو چې ددې قومونو او خلکو ترمنځ دجګړی يواځينی لامل ددې ولايت والي حليم فدايي دی، چې اوس يې امريکايې لالاګانو ته نور هم ګران شوی او هغوی ژمنه ورسره کړې چې ترڅو مونږ دلته يو ته به ددې ولايت والي يې، ځکه هغوی پوهيږي چې هغه څوک بايد د ولايت په راس کې وي چې مرتد شي او خپل دين او خلک ورته ارزښت ونه لري.
امريکايان اوس غواړي په دې طريقه د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې هم داسې پروژه کاميابه کړي هلته يې هم د حزب تر بيرغ لاندې يو شمېر مزدور کسان راپورته کړل له سيمه ييزو طالبانو سره يې خورا سختې جګړې وکړې، کله چې به جګړه سخته شوه او په دې پوه شول چې طالبان ورباندې زورور شوي دې نو له خپلو بادارانو امريکايانو به يې مرسته غوښته، او هغوی به هم پخپل وخت مرستې ته وردانګل، آن تر دې چې پرون يې له هغه کلو چې مخکې پکې ميشت وو د نورو کليو په لور حرکت کړی، پرون د هغې سيمې يو کس وويل چې د امريکايي ټانکونو او طيارو په مرسته څو نورو کليو ته هم ننوتي دي خو خدای پاک  له مومن اولس سره دی او دا مرتدين  به هيڅکله هم خپل شوم او پليد ارمان ته ونه رسيږي .

ليکوال  :  نورالدين سروري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x