سلف او روژه (30/27)

حامد افغان

سلف او د روژې وروستۍ لس شپې

موږ د سلفو د عباداتو او له عبادت سره د میني په اړه تفصيلات وړاندي کړل، دلته یوې خبري ته باید پام وکړو هغه دا چې د هغوی عبادت به تل او د کال په ټولو میاشتو، هرځای او په سفر او حضر دواړو کې یو ډول و، البته په خاصو وختونو او ځایونودکې به یې زیاتوه، او نور په عامو حالاتو کې به یې عباددت یو ډول و، لاندي یو روایت رااخلم او د هغه په رڼا کې د ډېرو سلفو د عبادت حالت معلومولی شو. واقدي د امام ابن ابي ذئب رحمه الله په اړه لیکي: هغه به ټوله شپه عبادت کاوه، او په عبادت کې به یې خورا زیات کوښښ کاوه، که چرته هغه ته وویل شوي وی چې سبا ته قیامت ده نو هماغه عبادت به یې کاوه نور یې نه شوی زیاتولی، واقدي وایي: ما ته د امام ابن ابي ذئب ورور کیسه کوله چې د هغه به یوه ورځ روزه وه او یوه ورځ بوزه، او وروسته یې په پرلپسې توګه روژه نیوله.

محمد بن الاعلی وایي: د سلیمان رحمه الله زوی معتمر راته ویل: که ته زموږ د کور سړی نه وی نو دا کیسه مې نه درته کوله، زما پلار څلویښت کاله داودي روژه نیوله یعني یوه ورځ نه بله ورځ به یې روژه وه، او دا څلویښت کاله یې د سهار لمونځ د ماخستن په اوداسه کاوه.

امام ابو الحسن القزویني الشافعي (360هـ/442هـ) رحمه الله تعالی د عراق مشهور مفسر، محدث او فقیه و، د ده په اړه ویل کیږي چې دیرش کاله یې په پرلپسې توګه روژه نیولې وه، او په مالګه او وچه ډوډۍ به یې روژه ماتوله، امام الذهبي د ده په کراماتو پوره تفصيلات لیکلي دي، او وایي په تقوا او زهد کې یې ساری نه لاره، کله چې دی وفات شو د بغداد ښار مکمل تړلی و او ټول خلک یې جنازې ته ورغلي وو، رحمه الله تعالی

د ابو مسلم په نوم یوه عالم په اړه لیکي: دی په روم کې په جهاد بوخت و، د دمشق څو کسان یې ځينې ته ورغلل، په خیمه کې یې یو ګډی ورته جوړ کړی و په هغه کې یې اوبه اچولې وې، د ګرمي روژه وه او په ابو به یې ځان لنداوه، چا ورته وویل: ته خو مسافر یې نو په دومره تکلیف کې ولي روژه نیسې؟ هغه ورته وویل: کله چې جګړه پیل شي بیا روژه خورم، او ځان ورته تیاروم، او تاسو باید پوه شئ چې مزي اسان هدف ته ځان نه شي رسولی بلکي ډنګر اسان هدف ته ځان رسوي، او موږ باید د اخرت له پاره تیاري ولرو.

داودبن أبي هند (مړ: 140هـ) رحمه الله کره محدث او د بصري مفتي و، د امام حماد، شعبه، سفیان او .. په څیر امامانو استاد و، ابن ابي عدي یې په اړه وایي: هغه څلویښت کاله په داسي حالت کې روژه نیولې وه چې د کور وکړي یې نه وو پرې خبر، ده به په بازار کې د رخت کارو بار کاوه، سهار به یې له ځانه سره د غرمې مړۍ يووړه هغه به یې لاره کې خیرات کړه، ماښام به کورته راغی او روژه به یې ماته کړه، یعني ښار کې به یې ملګرو فکر کاوه چې ده کور ډوډۍ خوړلې ده او د کور والو به یې فکر کاوه چې بازار کې یې خوړلې ده. سیر الاعلام النبلاء

له مشهور عالم او زاهد معروف الکرخي رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې ته څنګه روژه نیسې؟ هغه یې پوښتنه له پامه وغورځوله او ورته ویې ویل: زموږ رسول الله صلی الله علیه وسلم به داسي روژه نیوله، او داود علیه السلام به داسي نیوله، خو پوښتونکي ټينګار وکړ چې ته به خامخا د خپلي روژې حال راته وايې؟ هغه ورته وویل: زما ټول عمر روژه وي خو که څوک مې ډوډۍ ته وروبولي ورسره ویې خورم او داسي نه ورته وايم چې روژه مې ده .

نفيسة بنت الحسن ( 145 هـ – 208 هـ) رحمها الله تعالی د حسن بن علي رضي الله عنهما کړوسۍ وه دا د وخت مشهوره عالمه او زاهده وه او د امام الشافعي رحمه الله استاده هم وه، دې به بیخي زیاتي روژې نیولې چا ورته وویل: له ځان سره یو څه اتیات کوه، دې ورته وویل: مخته مو ډېري زیاتي لوړي او ژوري دي په هغو یواځي بریالي خلک تیریدلی شي، دا په روژه کې وفات شوې ده چا د وفات په ورځ ورته وویل: نن روژه وخوره تکلیف یې؟ دې ورته وویل: عجیبه ده!! زه دا دیرش کاله الله ته سوالونه کوم چې د روژې په حالت کې مرګ راکړه اوس زه روژه وخورم؟!! او روژه په خوله وفات شوه. رحمها الله تعالی. سیر الاعلام النبلاء. و سیدة النفیسة کریمة الدارین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د