fbpx
پرون د سهار پاو باندې نهه بجې د ملي امنیت لوی ریاست د رسنیو له څانګې څخه د درېیم ځل لپاره د ویسا مسوول مدیر محمد زبیر شفیقي ته د ټیلیفون پر لیکه وویل شول، چې د دوی ادارې ته ورشي او یو شمېر پوښتنو ته یې ځواب ووايي

ملي امنیت د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر ګواښلی

له آی اس آی سره د امنیتي تفاهم لیک د خپرېدو له امله ملي امنیت د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر تهدید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست پېژندل شوی لیکوال او ژورنالیست او د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر، محمد زبیر شفیقي ګواښلی. دا خبر ویسا ورځپاڼې په خپلې پرونۍ ګڼه کې خپور کړی.

ویسا لیکي: «پرون د سهار پاو باندې نهه بجې د ملي امنیت لوی ریاست د رسنیو له څانګې څخه د درېیم ځل لپاره د ویسا مسوول مدیر محمد زبیر شفیقي ته د ټیلیفون پر لیکه وویل شول، چې د دوی ادارې ته ورشي او یو شمېر پوښتنو ته یې ځواب ووايي».

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلی شفیقي د ملي امنیت د رسنیو د څانګې له ګواښ څخه نټه کوي او وايي: «د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر په ځواب کې ورته وویل، چې دفتر یې معلوم دی که د ملي امنیت اداره ورسره څه خبره لري هلته دې مراجعه وکړي».

د ورځپانې په خبره د ملي امنیت ادارې له خوا ټینګار شوی او د درېیم ځل لپاره یې ټینګار کړی چې: «که د پوښتنو د ځواب لپاره د دوی ادارې ته حاضر نه شی، نو بیا به یې پر خلاف اقدام وکړي».

ویسا ورځپاڼې تر دې وړاندې د غبرګولي په ۲۷مه د ملي امنیت ادارې او آی اس آی ترمنځ د لاسلیک شوي لانجمن تفاهملیک په اړه خبر خپور کړی و. د ورځپاڼې له قوله هماغه مهال هم مسوول مدیر د هېواد استخباراتي ادارې د ویاند له خوا د دې خبر د خپراوي له امله ګواښل شوی و.

د ویسا په خبره تر دې دمه یې مسوول مدیر د ملي امنیت ادارې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي. د رسنیو د قانون له مخې د رسنیو مسوولان مکلف نه دي چې ملي امنیت یا کومې بلې امنیتي ادارې ته ورشي.

دا لومړی ځل دی چې د ویسا په کچه ورځپاڼه چې په هېواد کې په تېره په پښتنو کې ډېر مینه وال لري، د ملي امنیت ادارې له خوا ګواښل کېږي. د ورځپاڼې مسوول مدیر وايي: «ويسا له لومړۍ ګڼې څخه له خپل ولس سره پر دې ژمنه ده، چې د ملي ګټو او ارزښتونو دفاع به كوي او د قانون په حدودو كې به د ژورناليستيكو اصولو په رڼا كې خپل رسنيز رسالت ادا كوي، دغه مساله د يوه ملي رسالت له مخې د ژورناليستيكو ټولنو له مسوولينو سره شريكه شوه».

د ملي امنیت ادارې د دې ګواښ په غبرګون کې د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې مشر، عبدالحمید مبارز ویلي: «ملي امنيت حق نه لري، چې د بيان د آزادۍ او د ژورناليستانو د آزاد فعاليت مخه ونيسي او محدوديتونه ولګوي، كه له كومې رسنۍ څخه شكايت لري له قانوني لارو څخه يې بايد تعقيب كړي، اطلاعات او فرهنګ وزارت ته دې شكايت وكړي، كه جرمي بڼه تثبيت شي بيا لويې څارنوالۍ ته راجع كېږي، نېغ په نېغه ملي امنيت د هېڅ اقدام حق نه لري، كه د ويسا او يا يې د مسوول په اړه داسې اقدام وكړي، نه يوازې په ملي، بلكې په نړيواله سطحه به يې مخالفت وكړو».

د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رييس عبدالله عبدالله پر حکومت له هغې راهیسې نیوکې زیاتې شوي دي چې له پاکستان سره یې په پټه د استخباراتي همکاریو تفاهملیک لاسلیک کړی و. ولسمشر د تفاهملیک لاسلیکېدا رده کړې وه؛ خو وروسته ویسا د تفاهملیک اصلي متن خپور کړ. داسې ښکاري چې ګډحکومت د ګواښونو له لارې هڅه کوي چې د حکومت نقدکوونکي شخصیتونه او رسنۍ وترهوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د