fbpx

د روژې نهه ویشتمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

عزتمنو دوستانو ، ښایی لیلة القدر شپه همدا نن وی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . د قرآن د القدر سورت درېیم آیت فرمایی چی د قدر شپه تر یو زر میاشتو هم بهتره ده . مطلب دا چی په دغه شپه عبادت او نیکي داسی وی لکه پوره یو زر میاشتی ( یا ۸۳ کاله ، یا دیرش زره شپې ) چی یې عبادت او نیکۍ کړي وی . آیا د یو انسان ټول عمر به ۸۳ کالو ته ورسیږی ؟ څوک یې تضمین کولای سی ؟ آیا په دې حساب د دغه یوې شپې واقعي عبادت د انسان د ټول عمر د عبادت په اندازه نه دی ؟ نو راځیً چی دا آخری موقع او آخری شپه ضایع نکړو : ډیر عبادت ، الهی ذکر ، تهلیل ، تسبیحات ، استغفار ، دعا او نیکۍ وکړو او باالاخره رښتیانۍ توبه وکړو . په همدې هیله د روژې نهه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ . د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د رمضان تر روژو وروسته اعلان کړم . که احیانأ سبا اختر سی نو زما د زړه له تله مبارکۍ ومنیً ، اطاعتونه او عبادتونه مو الله (ج) قبول کړه . هیله من یم چی دا ټولی برخی په یو فایل کی درسره وساتیً ، ځکه علم باید خاموش نه وی بلکی تر هر چا پوری یې ورسوو او دا زموږ ایمانی او وجدانی مسؤلیت دی . ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد ( [email protected] ).

پوښتنی :

۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم آیت کی د یو بېګناه انسان قتل د ټولو انسانانو قتل بللی دی او د یو انسان ژغورل یې د ټولو انسانانو ژغورل بللی دی ؟

۲ ـ د قرآن مجید د مکي سورتونو پیل عمومأ په کومو الفاظو سره کیږی ؟

۳ ـ د قرآن مجید د مدني سورتونو پیل عمومأ په کومو الفاظو سره کیږی ؟

۴ ـ معوذتین د قرآنکریم کوم سورتونه دي ؟

۵ ـ د قرآن مجید کوم آیت وایی چی تر څو په ځان کی ( مثبت ) بدلون را نه وړې الله دې ( روان ) حالت نه بدلوي ؟

۶ ـ چا په لومړني آسمان کی اذان وکړ ؟

الف : جبرایل (ع) ؛
ب : اسرافیل (ع) ؛
ج : میکایل (ع) ؛
د : عزرایل (ع) .

۷ ـ د حضرت عثمان (رض) پر خلافت باندی تر ټولو اول چا بیعت وکړ ؟

الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛
ب : حضرت علی (رض) ؛
ج : حضرت طلحه (رض) ؛
د : حضرت زبیر (رض) .
۸ ـ تر ټولو اول چا بیت المال جوړ کړ ؟
الف : ابوبکر صدیق (رض) ؛
ب : حضرت عمر (رض) ؛
ج : حضرت عثمان (رض) ؛
د : حضرت علی (رض) .

۹ ـ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مکې تر فتحی وروسته هلته څو شپې پاته سو ؟

الف : ۱۹ شپې ؛
ب : درې شپې ؛
ج : اووه شپې ؛
د : دیرش شپې .

۱۰ ـ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وروستۍ غزا کومه یوه وه ؟

الف : د تبوک غزا ؛
ب : د حنین غزا ؛
ج : د خیبر غزا ؛
د : د مؤته غزا .

او دا هم د نن زرین اصل : د یوې نېکۍ په کولو سره انسان نه پرهیزګار کیږی ، خو د یوې ګناه په کولو سره حتمأ ګنهکار کیږی .

راځیً چی ټوله دا دعا بدرګه کړو : یا الله ! زما هغه ګناهونه را معاف کړه چی دعاوی می د قبلېدو څخه راګرځوي ، آمین .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د