افغانستان

حامد کرزي د اشرف غني په ملاقات کې له ای ايس ای سره تفاهم لیک یو ځل بیا غندلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره په لیدنه کې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره شوی تفاهم لیک وغانده او دا يې د ډېورنډ پر رسميت پېژندنه وبلله.

حامد کرزی پرون – سه شنبه – وروسته له هغه په ارګ کې له اشرف غني سره ولیدل، چې يوې برتانوۍ ورځپاڼې نوموړی د ګډ حکومت د نسکورولو په لټه کې بللی و.

ګارډین د – دوشنبې ورځې – په ګڼه کې د یو ډيپلوماټ له خولې لیکلي و، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ګډ حکومت د نسکورولو هڅې کوي او غواړي موقت حکومت رامنځته کړي.

حامد کرزي له اشرف غني سره په خبرو کې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ تړون یو ځل بیا وغانده او ويې ويل چې نوموړی هيڅکله د دې تړون او ډېورنډ پر رسمیت پېژندلو ته حاضر نه دي.

د اشرف غني او حامد کرزي تر منځ پر نورو اختلافونو سربېره د ملي امنیت ریاست او ای ایس ای تر منځ د همکارۍ د سند پر لاسلکېدو د دواړو ترمنځ ناندرۍ رسنیزې او اختلافات لوړې درجې ته ورسيدل.

پاکستان سره د استخباراتي تفاهملیک لاسليک حامدکرزي ته دا بهانه په لاس ورکړه، چې عامه اذهان د اشرف غني پر ضد او د خپل فکر په پلوۍ راوګرځوي او له هغې وروسته يې د هغو هېوادونو پرله پسې سفرونه پيل کړي، چې د افغانستان په چارو کې ډېر دخيل او د پاکستاني ستراتيژۍ مخالف بلل کيږي.

د ګډ حکومت اجرايوي ریس هم تېره ورځ په بدخشان کې د ګارډين د تبصرو له مخې د حامد کرزي له لوري د دوی د حکومت د نسکورېدو هڅو ته په اشارې وویل، چې دا «خوبونه به رښتیا نه شي.»

عبدالله عبدالله پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په اشارې سره وویل چې د دې پر ځای چې د دوی د دولت سقوط ته په تمه کېني، باید د ولس حالت درک کړي او کنه په خبره يې د دوی د رژيم د سقوط په پایله کې به هېواد یا د طالبانو په لاس کې یا هم داعش.

نوموړي حامد کرزی یو ځل بیا پر دې ملامت کړ چې په وینا يې د دوی د ځواکونو قاتلینو ته يې « مخالف وروڼه » ویل.

حامد کرزي چې له نږدې نهو میاشتو راهیسې له واکمنۍ ګوښه شوی، خو لا هم د ارګ په څنګ کې د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته لوی رقيب ښکاري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

دوي دوارو لكه جي روزه نده نيولي جي دجاي بيالي كيك او كولجي ورته به ميز ايخي…

الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی ، اوباما راځی او کرزی نیمه شپه له ګرمی بستری راپاڅوی ، بی میکپه یی ګل خانی مآڼی ته رابولی بی له دی چه د غلامی تړون له محتویاتو خبر شی ، د لاس لیک ځای ورته مخی ته کوی چه دا لاسلیک کړه ، غنی چه د پاکستان سره د غلامی تړون لاسلیک کوی بده خبره ده ملی قهرمان کرزی یی غندی ؟ امریکایانو کرزی ته به ټول ملت باندی د غلامی تړون لاسلیک کولو دستور او څو پوجتهی ډالرو ورکړل ، چه د ملت د نیماینده کانو په نوم خپل خپلوان او دوستان راټول کړه په ډالرو یی ماړه کړه ، او د غلامی دا تړون پری لاسلیک کړو تا خو نیمه شپه لاسلیک کړی ځان داسی وښایوه چه ته یی نه لاسلیک کوی په دی واسطه به تاسی ملی قهرمان جوړ شی ، د ماشومانو به شان مجددی ورته زاری ګانی کولی ورته ویلی یی چه که دا تړون لاسلیک نه کړی زه بیا هجرت کوم مخکی له مخکی جوړه شوی ډرامه وه . غنی بیچاره چه دوبی کی د اویا میلونو به بدل کی د پاکستان سره د غلامی تړون لاسلیک کړو بد کار یی وکړو ؟
یوه شځه ۵۰ لونډان لری د هغو سره ښکته پورته کیږی ، مګر د یوه سره که شکته پورته کیږی د غندلو وړ ده ولی ؟ بله خبره داده چه د وی نه دچا سره تفاهم نامی او نه د غلامی لیکونه لاسلیکولی شی مګر هغه چه دستور او قومانده ورکولی شوی وی

امین درمان

په سلام وړاندی کولو سره
پّه ډیرو لیکنو کی می لیدلی چی د اجراییه رییس نوم داسی په ډبل اوبد خونده خط لیکلی سوی وی نه پوهیږم چی دا ولی داسی ګړنګن لیکل کیږی

pardes

په کرزی او پاکستان دواړ اعتماد کول لویه اشتباه ده

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close