
روزګان: اربکیان په زور د خلکو ږېرې خريي ـ ويډيو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان ولایت کې محلي پولیس یا اربکیان تر لاس لاندې سیمو کې اوږدې ږېرې نه پرېږدي او ږېرورو ځوانانو ته په زور ږېرې ورخريي.
نن ټکی اسیا هغه ويډيويي کلیپ تر لاسه کړی، چې د روزګان د ګيزاب ولسوالي د سلطان محمد ناوه سیمې اربکيانو ګڼ کلیوال راټول کړي، څو تنه لاسونه يې تر شا وتړلي او یو تن يې پر ږېرو خرېيلو بوخت دي.
په دې ويډيويي کليپ کې چې کوم کلیوال له خولې غږ وباسي، اربکی يې د ټوپک پر کونداغ غلی کړي.
ويډيويي کوونکی د ږېرې پر خريېونکي غږ کوي چې د ږېرې د کمولو په وخت کې دې ږېره د ښې فلمبردارۍ لپاره پورته نیسي، یو بل غږ راځي: داسې شه شوی – شوی مخونه جوړ کړئ!
د کلیوالو شمېر چې لسګونو تنو ته رسېږي، ځينې يې له شرمه ښکته ګوري لاس تر شا تړلي حیران ناست دي او ځينې يې یو بل ته تر سترګو لاندې مسکي ـ مسکي کېږي.
د اربکيانو له لوري تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کې ورته کړنې ترسره شوې دي، چې له دولته يې د ولس فاصله لا پراخه کړې ده.
اربکيان پخپلو تر لاس لاندې سیمو کې اوږدې لمنې جامې، ږېرې، سپینې پګړۍ او په لاس کې تسبیح د طالبانو او ملایانو نښې بولي چې دوی ورسره جدي حساسيت لري، ځکه خو په ګڼو هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي د مسجدونو امامان هم کډوالۍ ته اړ شوي دي.
ګوری مسلمانو افغانانو وروڼو هر څومره چی نور دا نظام او ظلمونه یی لا نور زیات دوام پیداکوی نو ددی وجه به داعشی خوارج او ددوی پلویان وی چی د اربکی په قاتل طالب جان پسی یی را اخیستی ده هغه طالب چی دا تیر دیارلس کاله یی هم د ۴۰ کفری مملکتونو او هم دهغوی د لاسپوڅو افغانی لنډغرو د ظلمونو دفع او مقابله په پوره میړانه کوله په هغه اوس داعشی خوارج د مرتد حکم کوی د ټولو اسلامی نصوصو خلاف یی ښځه وینځه کوی او هره ورځ یی په ننګرهار کی شهیدانوی افغانانو اګاه اوسی او یوه… نور لوستل »
یاره دا کار خو غلط دی- خو یو خبره ده چی روګانیان دی هم لږ خپل نظافت او ږیری ته متوجه وی ډیره ګډه وډه وی (پ سنت طریقه باید برابره یی کړی)
جلریز یې په یاد دی کنه
داروزګان ولایت دږیرو دخریلو ویډیو دادخاص روزګان ولسوالۍ ده اوتاسو دګیزاب ولسوالۍ لیکلی ده اوداهم داربکیانو دوحشی قوماندان صمد لخوا داکار سوی وو
زمونږ په ولایت کی خو له محلی پولیسو ټول اولس خوښ او راضي دی. زمونږ په سیمو کی یی ډیره ښه نتیجه ورکړی او امنیت یی تامین کړی ټول اولس ترې ملاتړي کوې. دوې تر اوسه داسی کوم غلط کار نه دی کړی چی عامو خلکو ته دی په ضرر وې او څوک دی پری لاس نیوکه وکړي. د ږیرو په پریښودلو او یا کمولو یی تر اوسه چا ته هیڅ هم نه دی ویلي شاید د ارزګان ولایت د محلی پولیسو قومندان اهل سړی نه وې مګر زمونږ په سیمو کی تری خلک ډیر خوشحال دې. د پاکستاني غلامانو… نور لوستل »
Allah de da arbkian tabah kry da kho da deen dakhmanan de
حسبنا الله ونعم الوكيل
الله جل جلاله دافغانستان مظلوم ولس دخارجی یرغلگرو اودهغوی له لاس پوسو داخلی غلامانو له شر سخه په امن کری .
دامحلی پولیس ( اربکیان ) دامریکا له هیدایت سره سم داسلامی اساساتو پر خلاف اودافغانانو په بی عزتی باندی گمارل شوی دی.
زه په پای کی تولو شخصیتی مفسدو جراحانو اود اسلام خلاف کریو ته داخبره تصریح کوم چی ددوی هر اسلام خلاف عمل اوشخصیت وژونکی گام به بلاخره ددوی په روسوایی باندی منتج شی.
کابل
دنن ویب پاڼه څخه ډیر مننه چي موږ له هر څه څخه خبروي . الله ج دی وکړی چی دانور دخللګو خدمتکاران ورڅخه پند واخلي.
دا نظام او ظلمونه یی لا نور زیات دوام پیداکوی نو ددی وجه به داعشی خوارج او ددوی پلویان وی چی د اربکی په قاتل طالب جان پسی یی را اخیستی ده هغه طالب چی دا تیر دیارلس کاله یی هم د ۴۰ کفری مملکتونو او هم دهغوی د لاسپوڅو افغانی لنډغرو د ظلمونو دفع او مقابله په پوره میړانه کوله په هغه اوس داعشی خوارج د مرتد حکم کوی د ټولو اسلامی نصوصو خلاف یی ښځه وینځه کوی او هره ورځ یی په ننګرهار کی شهیدانوی افغانانو اګاه اوسی او یوه خبره په خلاصو غوږو واوری که مو دداعشی… نور لوستل »
خیر صم خو مردار شو الله دي مجاهدین وساتي چې نوري ګړندۍ هڅي هم وکړي داخو ډېر سخت ظلم دی دهیواد سره چي دوی یې کړي ژیره سنت ده دی خريی بیا هم په زور باید دروزګان هر مومن مسلمان وسله واخلي دالله ج دپاره ددغو ظالمانو سره جګړه پیل کړي باید دوی دغسی پاره ارام شپه تیره نکړي
خیر صمدجان خو مردار شو الله دي مجاهدین وساتي چې نوري ګړندۍ هڅي هم وکړي داخو ډېر سخت ظلم دی دهیواد سره چي دوی یې کړي ژیره سنت ده دی خريی بیا هم په زور باید دروزګان هر مومن مسلمان وسله واخلي دالله ج دپاره ددغو ظالمانو سره جګړه پیل کړي باید دوی دغسی پاره ارام شپه تیره نکړي
اربکیان خو سپیوته وایی
نو روزگانیان هم ساده دی چی له سپیو څخه ګیله کوی