افغانستانخبرونه

ملا محمد عمر: د هر ډول سیاسي چارو مسوولیت د سیاسي دفتر پر غاړه دی

د هېواد تر خپلواکۍ او د اسلامي نظام تر حاکمیته جهاد کوو، د جهادي صف متحد ساتل یوه شرعي فریضه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مجاهد یو ځل بیا د تېر په څېر په خپل اختریز پیغام کې ځينې مهمې څرګندونې کړې دي. دا اختریز پيغام داسې مهال خپرېږي، چې د طالبانو د سیاسي فعالیت په تړاو بحثونو زور موندلی.

ملا محمد عمر په خپل پیغام کې د دښمن پر وړاندې پر ټولو لارو تینګار کوي: «دا زموږ شرعي حق دی، چې له ټولو مشروعو لارو استفاده وکړو، ځکه موږ د یوې مسوولې او منظمې ادارې په حیث تر شا لوی ولس لرو». په دې پيغام کې وړاندې خپلو پلویانو ته د ډاډ په دود وايي: «باید ټول مجاهدين او ولس مطمئن وي چي په دې سلسله کې به له خپل شرعي موقف نه په هر میدان کې کلکه دفاع کوم».

ملا محمد عمر مجاهد د تېر په څېر د سیاسي چارو د پرمخ بېولو بشپړ مسوولیت په قطر کې د خپل سیاسي دفتر پر دنده بولي: «د سیاسي فعالیتونو لپاره مو سیاسي دفتر جوړ کړی، چې د هر ډول سیاسي چارو پر مخ بیولو مسوولیت ور په غاړه دی».

ملا محمد عمر مجاهد داسې مهال د سیاسي چارو او خبرو اترو مسوولیت په قطر کې د خپل سیاسي دفتر دنده بولي، چې په دې وروستیو کې د سیاسي دفتر مشر، سید طیب اغا په اسلو کې یوه نړیوال فورم ته وینا وکړه. سربېره پر دې د سیاسي دفتر غړو له ځینو خپلواکو څېرو سره هم لیده کاته کړي دي. خو له دې سره سره، روانه میاشت د اسلام اباد په مري کې ځینو طالبانو د افغان حکومت له استازو سره د پاکستان په کوربه توب وکتل. طالبانو همغه مهال هم د خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د خبرو اترو او لیدنو کتنو مسوولیت او واک یوازې د سیاسي دفتر دنده ده. د سیاسي دفتر ویاند، ډاکټر نعیم وردګ هم په یاده ناسته کې د سیاسي دفتر د غړو ګډون رد کړ.

ملا محمد عمر مجاهد په خپل اختریز پيغام کې یو ځل بیا د وسله وال مقاومت پر دوام ټینګار کوي: «نن هم په همغه ډول جهاد فرض عین دی ځکه زموږ اسلامي هیواد افغانستان اشغال دی او یرغلګر یې په مځکه او هوا مسلط دي د تیر په پرتله یوازې دومره فرق راغلی چي بهرنيو اشغالګرو له درنو ځاني او مالي تلفاتو لیدو وروسته خپل تعداد لږ کړی او ځانونه یي خوندي او لویو مرکزونو ته ټول کړي». د طالبانو مشر تر بریا پورې د مقاومت پر دوام ټینګار کوي: «موږ اوس هم د پخوا په شان د هیواد د آزادۍ او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره په مقدس جهاد مکلف یو».

په دې اختریز پيغام کې په افغانستان کې د «جهادي صف» پر یووالي ټینګار شوی. طالبان داسې مهال پر یووالي ټینګار کوي، چې له راپورونو سره سم یې وکولای شوای چې تېره اوونۍ ننګرهار د داعش په نامه له جنګیالیو پاک کړي. ملا محمد عمر د «جهادي صف» یو ساتل خپل مسوولیت بولي: «زموږ په هیواد کي د جهادي صف متحد ساتل یوه شرعي فریضه ده، نو ځکه مو خپلو ټولو مجاهدینو ته امر کړی چي خپل وحدت ټینګ وساتي او څوک چي اختلاف پیداکوي، دا جهادي صف تخریبوي او د مجاهدینو د شیندلو هڅه کوي، د هغو مخه په کلکه ونیسي».

په دې پيغام کې هغو اندېښنو ته د ځواب ورکولو هڅه شوې چې د طالبانو له بیاحاکمېدو مطرح کېږي. ملا محمد عمر په هره برخه کې د «مشروع» پرمختګ پر ساتنه ټینګار کوي او ډاډ ورکوي چې د مجاهدینو د حکومت په څېر به جګړې نه پېښېږي: «دا تشویش دي څوک نه کوي چي که اسلامي امارت واکمن شي نو څه به کیږي زه تاسو ټولو ته اطمینان درکوم چي راروان تحول به داسي نه وي لکه د کمونستي رژیم له ړنګیدو سره چي هر څه په بل مخ واوښتل. اوس د هغه وخت په شان د جهادي صف په منځ کې اختلافات نشته دا ځل به د هیواد په هره برخه کې شوی مشروع پر مختګ ساتل کیږي ملي شتمنۍ او د خصوصي سکتور پرمختګ او لاس ته را وړنې به ساتل کیږي د هیواد د اقوامو او شخصیتونو حیثیت ته به درناوی کیږي د افغانانو دیني او د نیوي اړتیاوو ته به یوه جواب ګویه، شفافه او مسلکي افغان شموله اداره را منځ ته کیږي».

ملا محمد عمر مجاهد دا تورونه ردوي چې ګنې دوی د پاکستان او ایران خلک دي، وايي: «زموږ تېر تاریخ او روان جریان د دوی د ادعا تصدیق نه کوي او راتلونکی تاریخ به هم د دوی د تهمت خلاف شاهدي ورکړي».

د طالبانو مشر له خپلو پلویانو سره بهرنۍ مرستې داسې ردوي: «که خارجي مرسته موثره وای نو د کابل د ادارې درد به يې دوا کړی وو چې تر شاوخوا یې پنځوس هیوادونه ولاړ دي، له وسلو نیولي تر سړو پوري هر څه له خارجه ورته راځي».

ملا محمد عمر مجاهد هر کال دوو اخترونو کې او د ځینو مهمو پېښو پر مهال ولس ته پيغام ورکوي. تېر کال یې هغه مهال پيغام ورکړ چې له امریکایانو سره د قطر په منځګړیتوب، د غیرمستقیمو خبرو په پایله کې يې پنځه تنه لوړپوړي طالبانو له ګوانتانامو څخه په یوه تبادله کې راخوشې کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

الحمدالله پرغیرت اوایمان دي صد افرین شه نه له فنجابه بریږي نه له امریکا څخه داستادرشتني ایمان اوصداقت علامه ده خلګ دي هرڅه وائي ..متل دي قاپله دي تیریږي سپی دي غپیږي ..خپل جهادبه کوومنافقین دي غپیږي

حنيف

خير شه ملا صيب, الله دي راوله….

غوربندی

اختر دی تولو ته مبارک وي. زه د گوداگي اداری سیاست ته حیران یم چی خپله خو دي غلامان، په مقاومت باندی یی هم له غلامی پرته بل سه نه لوريژي. د پاکستان په مذاکراتو کی د گوداگي اداری دا آرمان چی طالبان د خپلواکي په لحاظ د خپلي بلواکي لپاره سيالان جور کری، پوره شو. اوس په طالبانو/وخت پوری اره لري چی سنگه کولاي شي جگرماره گوداگيان په سیاسی او ميداني معرکه کی داسي وننگوي چی د هردم شهید مظلوم ملت زرونه پری التیام ومومی او د شر و فساد و اشغال و غلامی تغر له افغانستان سخه د… نور لوستل »

latif

طالبانو خپله غلامي ثابته کړې، کاشکې غلامان وای، د غلام غلامان دي، د پنجاب او ایران غلامان دي. د پاکستان په اشاره له هرڅه تیر دي او هرڅه ترسره کوي، د ملاعمر ټولې خبرې خیالي دي.د

سهاک

زنده ملا صیب محمد عمر مجاهد د افغانستان د خلکو د درد درمام او د زره سر.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x