نظــر

حقوق پوه، دومره او داسې جنایت!

ګناه، اشتباه، سهوه او خطا پرته له پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام له هر چا نه په هر وخت کې کېدی شي،  دهر چا دجرم پر کیفیت او کمیت دهغه پوهه او عقل، حیثیت او رتبه، وخت او ځای لویه اغېزه کوي، له یو ناپوه، او بې عقل کس نه دهر جرم دکېدو تمه شونې ده، قتل هم کوي، زنا هم کوي، غلا هم کوي، خیانت هم کوي، ظلم هم کوي، لنډه دا چې په هېڅ بند او خلاص نه وي، او دخلکو ډېر دپام وړ هم نه ګرځي، ځکه ټول پوهېږي چې ناپوهۍ او بې عقلۍ یې ترسېری په لاس کې نیولی، او د جرمونو دمنډيي په لوري یې روان کړی.

  خو که داسې څوک چې کم تر کمه له قلم او کاغذ سره یې سرو کار وي، لیک او لوست کولی شي، کمه غلطي وکوي هم دټولو ور پام کېږي، ځکه چې نوموړی له قلم او کاغذ سره بلد دی، په لیک او لوست پوهېږي، قلم هغه پاک او سپېڅلی مخلوق دی چې الله جل جلاله په خپل پاک کلام کې قسم پرې کړی، او د القلم په نامه یې دقرآن کریم یو سورت هم نومولی، له دې پرته دقرآن کریم لومړی آیت د ( اقرء ) ولوله، په ټکي را نازل شوی، له همدې کبله هر هغه څوک چې له قلم او کاغذ سره بلدیت لري باید تر خپله وسه همداسې پاک او ستره وي.

   کله کله داسې پېښېږي چې دیو کس فطرت چټل وي، خاوره یې بوینه وي، له اولې ورځې نه یې ځان درټلي شیطان لپاره آسوده سورلۍ جوړه کړې وي، دا رنګه کسان بیا نو که ټول عمر له قلم او کاغذ سره تېره کړي، حتې که د ډوډۍ پر ځای کاغذ وخوري بیا هم نه سپېنېږي، هغه چې وايي:
په دریابو به یې سپین نه کړي ماما جانه!   هغه شړۍ چې دوړۍ اصل یې تور وي!

   خبره د ډاکتر عبد الکبیر رنجبر ده، دا څو ورځې ټولو رسنیو یو خورا بوږنوونکی او زړه دردونکی خبر خپور کړ، رنجبر یوه بې وزله او مظلومه پیغلګوټې لومړی تښتوي او بیا یې په خپل کور کې ساتي، پوهېږۍ چې دڅه لپاره یې ساتي؟ ددې لپاره چې په دغه مظلومه یې زړه خوږېدلی؟ ددې لپاره چې له نوموړې سره ددې دکورنۍ دستونزو په حل کې مرسته وکړي؟ ددې لپاره چې دخپل کور مېرمن یې کړي؟ نه، نه، نه، ددې یو هدف لپاره هم نه ‎! نو دڅه لپاره ؟ ددې لپاره تر څو دخپل وحشي شهوت سرې او وږې سترګې پرې مړې کړي!

  رنجبر څه عادي کس نه دی، په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس لري! له خپل اصلي بڼ ( مسکو ) نه په تاریخ کې ماستري! او له شرقي آلمان نه په تاریخ او فلسفه کې دکتوراه لري!! یوازې دا نه، بلکې څو کاله دپوهنتون استاذ پاتې شوی! دعلومو داکاډیمۍ مشر او سر محقق پاتې شوی! دپارلمان وکیل پاتې شوی! دحقوق پوهانو دټولنې مشر هم دی، اوس دحق او عدالت په نامه ګوند له مخکښو غړیو نه ګڼل کېږي! دبشر دحقوقو او دښځو دحقوقو ډولونه هم ډنګوي!

 آخر دا دومره اوږدو او لوړو زده کړو، او کاري تجربو ولې په رنجبر خان باندې کم تر کمه دومره اغېزه هم ونه کړه چې په دغه ډبېدلي عمر کې یې له بد اخلاقۍ او بدلمنۍ نه وساتي؟ علت یې تر لمر روښانه دی، هغه دا چې نوموړی داتحاد جماهیر شوروي په دسترخوان را لوی شوی، دهغوی اوبه یې څښلې دي:
ګرک زاده عاقبت ګرګ شود                ګر چه با آدمی بزرګ شود

ځکه خو دبد اخلاقۍ تر ټولو ټيټ پوړ ته پريووت، که یو ځوان داسې کار کړی وای، نو به خلکو ویل چې ځه ځوان دی شهواني ځواک یې دعقل سترګې ور تړلې او داسې یوې کندې ته یې ور برابر کړ، مګر درنجبر خان لخوا په دغه تېر عمر چې سر یې هم سپین دی داسې لوبه تر سره کول ډېر دتعجب او تاسف ځای دي!!

نوموړي داسې بد رنګۍ ته بډې ووهلې چې آن هغه دافغانانو دود او کلتور ته یې هم ونه کتل! په اصل کې د کمونیستانو لخوا داسې بدرنګې لوبې تر سره کول، بیرته ددوی هغه زاړه دلنین قانون ته ورګرځي، چې هر څه یې مشترک ګڼل! دوی تر اوسه پورې په همغه عقیده دي، څه وخت مخکې له یو کمونیست سره په داسې ځای کې مخ شوم چې هلته زما له وسه هېڅ نه وو پوره، نوموړي دخبرو په ترڅ کې ویل چې ځوان باید له واده وروسته له پردیو ښځو سره جنسي اړیکې ونه ساتي، او له واده مخکې خو نو ځواني وي! زه ډېر په تعجب کې شوم، ما ویل آخر دوی خو به هم په کورونو کې خویندې او میندې لري؟  له یو ملګري سره مې دا خبره شریکه کړه، هغه ویل چې دوی ته دا خبره هېڅ ارزښت نه لري، په دوی کې بدلمني او بد اخلاقي دروسانو او غربیانو په څېر دورځې معمول او عادي خبره ده!

دافسوس ځای لا پسې دا چې ځینې ساده خلک بیا دا رنګه پرېوتو او لوېدلو څېرو ته رایه ور کوي! دخپل ځان لپاره یې وکیلان ټاکي! دغه رنګه پرېوتې څېرې که هر څو ځان دپسه په پوستکي کې پټ کړي، آخر څرګندېږي چې دانساني کرامت لپاره سره شرمښان دي، دغه درې لسیزې چې دافغان ولس کومې وینې توییږي اصلي عاملین یې همدغه شرمښان دي، دوی دخپل واک پر وخت هم له ښځو سره داسې تبعیضي چلن کولو چې څوک یې له څاروي سره هم نه کوي، دتره کي هغه فرمان چې دښځو قیمت یې ۳۰۰ افغانۍ وټاکلو، ټولو ته له لمر نه روښانه دی، له هغه پرته دوزیرانو په کچه ټيټ پوړي خو یې لا څه کوې، له ښځو سره به یې ګډ اتڼوڼه کول، دخپل او پردي تر منځ توپیر پکې نه و، او اوس يې بیا ځينې سرلوچان او پای لوچان لګیا دي په مسلمانانو او مجاهدینو پسې اوتې بوتې وايي، خو دخپل دغه بد نام رهبر په اړه یې له څه ویلو خولې تړلې دي.
که څه هم چې رنجبر دا دی اوس په ضمانت خوشی شو، او په ځینو رسنیو کې دا خبر خپور شو چې دا ددولت لخوا دنوموړي دبدنامولو لپاره یوه دسیسه ده! آخر دولت څه مجبوریت لري چې دا رنګه خلک بدنام کړي؟ دبدنامو بدنامول دڅه لپاره؟  رنجبر خو نه دولسمشرۍ ظرفیت لري، اونه دکوم وزارت! چې چا دې کمین ورته نیولی وي، دا دي دا ځل خلکو وپېژندلو ځکه پارلمان ته هم ونشو رسېدی، نو دبدنامولو خبره یې هسې یوه دخټو پزه ده.

په ځينو رسنیو کې راغلي چې نوموړی وايي کومې نجلۍ چې په ده دعوه کړې، هغه دده مېرمن ده، درې کاله مخکې یې واده ورسره کړی، او بیا یې له دې کبله چې جایداد یې ترېنه غوښت طلاقه کړې ده، اوس نوموړې دخپل پلار په مرسته خپل وار ترېنه اخلي، او ځينې نورې رسنۍ وايي چې ده له نوموړې نجلۍ سره لس میاشتې وړاندې واده کړی، او یو ماشوم هم ورنه لري! دا یې لا پسې بل نکل! یو خبر یو څه او بل، بل څه وايي! دکابل یارانو تل داسې بوږونوونکي جنایتونه کړي، کله چې خبره بهر ته راوتلې ده نو بیا یې په ډېره سپین سترګۍ یو پرتوګ ورته کړی، او یا همداسې بربنډ پاتې شوي، داسې برېښي چې درنجبر کیسې ته هم دپرتوګ ګنډلو هڅې روانې دي، مګر ټول باید پوه وي چې ولس دغه رنګه کرغېړنې څېرې ښې پېژني، کله به یې هم ونه بښي.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x