
کرزی د ټیکاو او ولسواکۍ پر خلاف
عبدالباری عارض
په تیرو دیارلس کلونو کې امریکایانو نه یوازی د کرزی تر سیوری لاندی د تنظیمی کړیو ملاتړ وکړ بلکه خاص افراد یې د شهرکونو، بلډینګونو ،مارکېټونو او په ملیونو ډالرو څښتنان کړل د هېوادد واک یې پوره دیارلس کاله په لاس ورکړ پر لوړو چوکېو یې نصب کړه په داسې حال کې چې امریکایان په لیری پرتو سیمو کې د جهادی مشرانو د حاکمیت د ټینګښت په موخه جنګیدل همدا رنګه یې د دوی د واک د بقا په موخه ملیارډونه ډالر مصرف کړه د تریننګونو او په غونډو کې د ګډون په پلمه یې ډیرو بهرنیو هېواددونو ته بوتلل د ترقۍ ،وړاندی تګ ، اقتصاد ، عدالت او د قانون د حاکمیت بیلګی یې ور په ګوته کړی تر څو د دوی په زړونو کې د هېوادد ، ولس او ترقۍ مینه را وزیږوی خو دوی له خپل همیشنی خط السیر څخه لاس په سر نه سول دولت یې د فساد په اډانه بدل کړ حتی د سیګار د راپور پر بنسټ د دفاع وزارت سره مرسته سوی اسلحی ورکې سوی په پایله کې دومره و پړسیدل چې اوس حکومتونه د دوی تر ګواښ لاندی محافظه کارانه عمل کوی د توکېو ، لندن، شیکاګو او کابل په نړیوالو غونډو کې له دوی نه وغوښتل سوه چې فساد پریږدی او د قانون حاکمیت او ښه حکومتولی ته غاړه کښیږدی خو دوی ونه توانیدل حقایقو ته په رڼو سترګو وګوری او د زمانی اړتیاوی درک کړی.
عمده ستونزه خو دا ده چې سوله پاک و ناپاکه یا سره و ناسره را برسیره کوی پداسې حال کې چې ځینو کړیو او افرادو د جرایمو په بیه پانګی تر لاسه کړیدی د بیلګی په توګه د کرزی کورنۍ او کابل بانک .نو څنګه هغوی سولې ته زړه ښه کړی؟ هیره دی نه وی امریکا او ناټو هم تر ابده د دوی د ساتنی او د دوی د حاکمیت لپاره د ولس په وړاندی نسی دریدلای، د نوی حاکمیت په رامنځته کېدو غرب هم په افغانستان کې د تحول د ملاتړ پریکړه کړیده له همدی کبله د ډاکتر غنی د کړنلاری ملاتړ کوی خو بیا هم د همدی افرادو لخوا په حکومت کې هرج او مرج رامنځته سویدۍ او دهېوادد ټولی چاری یې ټکنۍ کړیدی د ناټو عمومی منشی پخوا ویلی دی چې په افغانستان جګړه د حل لاره نده نو ځکه د منطق له مخی باید د سولې هڅی ګړندۍ سی د قضیې د حل بله لاره شتون نلری د طالب سره جوړه سربیره پر دی چې د ټیکاو سبب کېدای سی ولسی یووالی هم یقینی کوی او د هېواد د وړاندی تګ ته لاره همواره وی او د نوی او زړو مسلحو ډلو ټپلو د تبارز او ځواکمنۍ مخه ډپ کوی.
(هغه چې امریکایانو کرلی دی هغه به ریبی) هغه چې په تیرو دیارلس کالو کې یې پړسولې دی اوس یې باید مهار کړی شایعات هم داسې دی چې ګواکې امریکا پر تنظیمی سرانو زور راوړۍ دۍ چې د طالب سره سولې ته غاړه کښیږی که نه په راتلونکې حاکمیت کې به د شریکېدو امکانات له لاسه ورکړی نو ځکه وهڅیدل د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ترڅنګ تنظیمی استازی هم د طالب سره د خبرو په موخه د پاکستان په لور و خوځیږی او د طالب سره د خبرو په بهیر کې د بُتانو په څیر پټه خوله کښینی خو تجربو ښودلی ده دی مطلب ته په کتو چې نوموړی کړۍ په اسانی هم نه ویرول کېږی نو ځکه د لمړنی غبرګون په توګه امریکایانو په پروان کې د اسلامی جمعیت د ناقانونه اسلحو پر زیرمتون برید وکړ د دی برید تر پوځی اړخ سیاسی اړخ ځواکمن ؤ مختلف ابعاد یې په نښه کړه که له یوه اړخه د سرکښو پخپل سرو ملیشو د ناقانونه سلاح کوټ له منځه وړل ولس ته د امنیت د ډاډ زیرۍ ورکړ له بله اړخه یې هغه ګنګوسو ته ځواب ووایه چې ویل کېږی توپکېان د روسیې څخه د اسلحو د ترلاسه کولو بهیر پيل کړیدۍ له بلی خوایې د ګډ حکومت یاغی اړخونو ته هوښدار ورکړ چې د نظام د ړنګولو خیال ونکړی..
د یو کال راهیسی ډاکتر غنی او ولسی مشران د همدی بی مسولېته مسلحو کړیو لخوا د د زرغون او نارنجی په نوم ګواښل کېږی حتی د تصویری رسنیو له لاری ولس د وینو د ویالو به بهیدو ویرول کېږی د همدی سلاح کوټو په مټ پر لوړو مقامونو قبضه لګول سوی ده د دی کړیو موخه بیاهم د غربیانو په مټ د واک قبضه ده په دی ډول یې د افغانانو ملی وثیقه یا اساسی قانون هم ننګولۍ دۍ ، د بلخ ولایتی مقام او اجرایېه ریاست یې روښانه بیلګی دی .
هر څه چې وی د ډاکتر غنی په څپانده حکومت کې د تهدید ، دهشت،او خپل سرۍ په وړاندی د امریکا یوازنی رغنده عمل چې د قانون حاکمیت پکښی نغښتۍ دۍ او په راتلونکې کې امنیت تضمینوی د نوموړی سلاح کوټ په بمباری تر سترګو سو له همدی کبله ولسی هیلی نوری هم د اطمینان په لوری وهڅیدلی.اما خبره یوازی د یوه سلاح کوټ په بمبارۍ نه خلاصیږی همدا اوس جهادی قومندانان په مناسبو فرصتونو کې د کرزی پر شاوخوا راټول وی او د نظام د ړنګیدو او لویې جرګی او موقتی اداری خبری د پروپاګند په توګه زمزمه کوی ترڅو په ټولنه کې بی باوری او انارشی را وزیږوی.پداسې حال کې چې په هېوادد د داعش په نوم پدیده ورځ تر بلی ځواکمنه کېږی او نظام ته په یقینی خطر د بدلیدو په حال کې دۍ .هغه کرزی چې پرون یې د سولې او ټیکاو لپاره د مکر اوښکې تویولی اوس د معتبرو رسنیو په حواله جهادی قومندانان پر ځان را ټول کړی او د بی ثباتۍ او حکومت پرځولو سبق ورکوی.
شک نسته چې په دی وروستیو کې د ډاکتر غنی د اداری په وړاندی همدا قومندانانو آن تر کرزی پوری خنډونه جوړوی او په کرار کرار و کورنۍ ناامنیو ته لار پرانستل کېږی د همدا ډول سلاح کوټونو په مټ راتلونکې د ګواښ سره مخ ده. ولس هم په بی باورۍ د یو نامعلوم راتلونکې انتظار باسی خو اوس د پروان د ناقانونه سلاح کوټ په له منځه وړلو نیمګړی امیدونه را برسیره سوه که چېری دا لړۍ په هېوادد کې دوام پیدا کړی په یقین چې ولسونه او ملیتونه به سره متحد او هېوادد به د ترقۍ سفر پیل کړی او د نړۍ سره د سیالۍ روحیه به پیاوړی سی. یو بل اړخ د موضوع هم له پامه نسی غوړځیدلای ، په دی وروستیو کې کله چې پخوانی ولسمشر کرزی د مجاهدینو د سمبول په حیث بی اړتیا و مسکو ته سفر وکړ او پوتین ته یې په یو ډول په افغانستان کې د امریکا د کړونو څخه سر وټکاوه روسیه هم چې د امریکا سره د نوی ښکېلتیا په درشل کې ده هڅه کوی په افغانستان کې امریکایانو ته ستونځی را ولاړی کړی او په دی لاره کې افغانی هغه قومندانانو ته اړ دۍ چې د خپل هېوادد د ورانولو او ولس وژنی کافی تجربه لری له همدی کبله یې و کرزی ته د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ کرزی هم و کابل ته په راستنیدو د ځنی جهادی قومندانانو سره کتنی وکړی او د سفر پایلی یې ورسره شریکې کړی هیره دی نه وی چې حالت کاملا د امریکایانو په کنترول کې دۍ که څه هم وروستی انکشافات ورته ناراحت کونکې دی اما په دقت یې څاری.
عبد الباري صيب درسره موافق يم… او اخر كي دي ديره قوي خبره كريده, هفه دا جي “هیره دی نه وی چې حالت کاملا د امریکایانو په کنترول کې دۍ که څه هم وروستی انکشافات ورته ناراحت کونکې دی اما په دقت یې څاری”.
عارض صاحب مننه ، ښکلی او په ځای لیکنه وه ، زه ورسره تر ډیری کچی توافق او د ځینو ټکو سره اختلاف هم لرم هغه اختلافی ټکی دادی : لمړی : تاسی لیکلی چه بهرنیانو دغه پلورل شوی خپلو هیوادو ته یووړل ، د کرنی ، تنکالوژی ، ساینس او نورو پرمختګونو په اړه یی ورته خپل هیوادونه په دی خاطر وښودل چه ګوندی د دوی په زړونو کی هم د خپل هیواد او خپلو خلکو سره مینه وزیږیږ ی . لمړی د دغه پلورل شوو بی غیرتو شا شجاع ګانو زیاته برخه له هماغه هیوادو راوړل شوه ،… نور لوستل »