د روژې مبارکه میاشتدیني، سیرت او تاریخ

د گناهونو د مغفرت او بخښل کېدو اسباب (دویمه برخه)

مولوي عصمت الله عزام

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد
بسم الله الرحمن الرحيم

۳: ښه کارونه :

له ډېرو نصوصو معلومېږي چي نېک اعمال که واجب وي او که مستحب، په دې سره گناهونه بخښل کېږي.
عن ابي ذر قال: قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم اتق الله حيثما كنت وأتبع السيئة الحسنة تمحها وخالق الناس بخلق حسن (رواه الترمذي ص:۱۹ج۲ وقال هذا حديث حسن صحيح)

له حضرت ابوذر- رضی الله عنه-څخه روايت دی چي ماته رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل:له الله تعالی څخه ووېرېږه!په کوم ځای کي چي يې!تربدۍ وروسته نېکي وکړه! دا نېکي هغه بدي ورانوي او د خلگوسره په ښو اخلاقو ژوند کوه!!
په دې حديث کي درۍ خبري راغلې دي، يوه له هغو دا ده چي کله گناه وشي نو نېکي ورپسي وکړه، دا نېکي د گناه د مغفرت او کفاري سبب دی.

دا مضمون په قرآن کريم کي هم راغلی دی الله تعالی فرمايي: إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ(سورة هود: ۱۱۴)يعني په يقيني توگه نېکۍ گناوي ختموي!!

په بل ځای کيالله جل جلاله فرمايي:( ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ)(النحل:۳۲)

ژباړه: جنت ته د هغو عملونو په سبب ننوزئ چي تاسو به کول!!

جنت ته څوک هغه وخت داخلېږي کله چي گناه وروبخښل شي ځکه چي جنت ته داخلېدل د گناه سره نه کېږي ځکه جنت د پاکو خلگو استوگنځی دی، ناولي خلگ جنت ته نه شي داخلېدای.

چاته چي جنت ته د ننوتو حکم وشي، معلومېږي چي گناوي يې بخښل شوې دي.

معلومه شوه چي د نېک عمل له امله گناوي بخښل شوې دي.

په بل ځای کي الله-جل جلاله- فرمايي: (اِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ،الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ،أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ(لأنفال۲ـ۴)
ژباړه:يقيناخبره دا ده چي(رښتيني)مؤمنان هغه کسان دي چي کله د الله نوم يادشي،زړونه يې ووېرېږي او کله چي يې آياتونه پرې ولوستل شي،ايمان يې ورزيات کړي او په خپل رب توکل کوي.

هغه کسان چي لمونځ اداءکوي او له هغه څه نه چي موږ ور روزي کړي، لگښت کوي.

دغه کسان همدوی په حقه مؤمنان دي، د دوی لپاره د خپل رب په وړاندي درجې، بخښنه او غوره روزي ده!!

له دې آيت څخه معلومېږي چي د لمانځه د ارکانو او واجباتو سره په پابندۍ اداکول، د زکات ايستل او داسي نورښه کارونه د گناهونو د مغفرت او د رزق کريم سببونه دي.

له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل:څوک چي اودس وکړي، نو اودس ښایسته کړي(يعني په صحيح طريقه ئې وکړي) د ده گناوي د ده له بندن څخه وځي، تر دې چي د نوکانو د لاندي څخه هم ووځي(بخاري او مسلم)

په بل حديث کي راغلي دي: من صام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه(متفق عليه)

يعني څوک چي د رمضان روژه د ايمان او د ثواب گڼلو په حالت کي ونيسي، د ده مخکينۍ گناوي به وروبخښل شي!!

همدا راز دا مضمون په ډېرو احاديثو کي راغلی دی چي په ښو کارو سره الله-جل جلاله- انسان ته مغفرت کوي.

خو دا چي په نېکو اعمالو سره د کومو گناهونو مغفرت کېږي؟

ځيني عالمان وايي چي که الله پاک وغواړي،لويي هم وربخښي او دا د الله پاک له رحمت څخه لري نه ده.

خو جمهور علماء وايي چي د صغائرو(وړو)گناهونو مغفرت کېږي، د کبائرو(لويوگناهونو)لپاره توبه ايستل ضروري دی.

د وړو گناهونو بخښل کېدل هم کمه گټه نه ده، له انسان څخه وړې گناوي ډېري کېږي، د دغو د بخښني لپاره الله پاک دغه انتظام کړی دی چي په نيکيوهم بخښل کېږي.

د لويو د بخښني لپاره توبه او استغفارکول ضروري دي.

علماوو فرمايلي دي چي که صغيره گناوي کمي وي، نو د نيکيو په ذريعه په کبيره گناهونو کي هم تخفيف راځي او نېکي د درجو د لوړوالي ذريعه گرځي.(فضائل توبه واستغفارص:۴۳)

۴: له لويو گناهونو ځا ن ساتل

الله جل جلاله فرمايي:إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلاً كَرِيماً (سورة النساء: ۳۱) .

ژباړه:که تاسوله هغو لويو(بديو)چي ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نو موږ به له تاسو ستاسو واړه گناهونه ورژوو او تاسو به د عزت په ځای کي داخل کړو!!

په دې آيت مبارک کي د الله پاک د يوه ځانگړي انعام يادونه شوې او هغه دا چي که تاسو له لويو گناهونو ځانونه وژغورئ، نو الله پاک به مو واړه گناهونه دروبخښي او په دې توگه به تاسو له ټولو گناهونو صفا د عزت او راحت په ځای کي داخل کړو چي جنت يې نوم دی.

له کبائرو په ځان ساتنه کي د هغو فرائضو او واجباتو ترسره کول هم دا خل دي، چي پرېښودل ئې کبيره گناوي لکه څنگه چي په حديث کي راغلي دي:

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَقُولُ « الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ(رواه مسلم ص:۱۲۲ج:۱)

له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل: پنځه لمونځونه او يو د جمعې لمونځ تر بل پوري، او يو رمضان تربل پوري، د هغو گناهونو رژوونکي دي چي ترمنځ يې(شوي)وي، کله چي يې له کبائرو ځان ساتلی وي!!

نو له گناهونو ځان ساتل هم د مغفرت سبب دی.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x