خبرتیاوی او پیغامونه

د کمکي اختر په مناسبت افغان مجاهد ولس ته د امام الدين ساپي د مبارکۍ پيغام

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر ټولې اسلامي نړۍ او په ځانگړي ډول افغان مجاهد ولس ته پر باطل د سنگر د فتوحاتو تر څنگ د نيکمرغه کمکي اختر په رارسيدو مبارکي وايي. افغان ولس چې له دري لسیزو را په دې خوا يي د الحادي واکمنو سره د حقې مبارزې په بهير کې د روژې په مياشت کې خپل عبادات صدقات او لوى رب العزت ته نيږدى کېدونکي غوره اعمال ترسره کړي. د خداى په لوى دربار کې ورته د قبلېدو لپاره لاس په دعا يم. د دې کمکي اختر په شپو ورځو کې چې افغان ولس د هر اړخيزو ستونزو سره مخ دى په خپلو کې په پوره اخلاص و صداقت، مينه، محبت او د خپلې اسلامي ورورگلوۍ له مخې يو بل ته مبارکي وايي.
دا کمکى اختر مو په الحادي واکمنو د فتحې په خپل گران هېواد کې خپلواک ازاد نظام په رامنځته کېدو تلپاتې سولې او امن اختر ته سترگې په لاريو.
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر
الحاج امام الدين ساپى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

محټرم مشرصافي صيب تاسو اوستاسو درنې اوپښتنې کورنۍ ته هم دزړه له کومې داخترمبارکي اواحترامات تقديموو.الله مو تل سرلوړي اوبريالي لره.
الله دي ستاسي په څير باوجدانه اودغرونو په څير درانه پرخپل موقف ولاړ اودفولادي عزم خاوندان پښتانه مشران زموږله سره نه کموي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x