د نن سرلیکنهنظــر

بیا هم د اربکیانو د جنایت په وړاندې خاموشي؟!/سرلیکنه

د هیواد په مرکزي ولایت روزګان کې د سیمه ییزو خلګو له اذهانو څخه لا د مشهور اربکي قومندان شجاعي د مظالمو او جنایاتو بوږنوونکی تصویر نه دی لیری شوی چې د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د دې سیمې نورو اربکیانو د محلي خلګو په وړاندې پر یوه بل وحشیانه جنایت لاس پوري کړ.

دغه جنایت په هغه ویډیو کلیب کې په ښکاره لیدل کیږي کوم چې خپله اربکیانو د یاد ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د سلطان محمد ناوې په سیمه کې د ولسي خلګو د ځورولو او توهینولو له یوې صحنې څخه اخیستی.

په یاد ويډیو کلیپ کې لیدل کیږي چې اربکیانو د سیمې یو زیات شمیر خلګ چې په هغو کې سپین ږیري او مخور کسان هم لیدل کیږي پرته له دې چې جرم يي معلوم شي په یو ځای کې راټول کړي د هغوي ږیرې ورخروي، توهنیوي یې او د وسلو په کونداغونو یې په ډیر بیرحمانه ډول وهي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ګډ حکومت تر رسمي تشکیل لاندې محلي پولیس( اربکیان) د ولسي خلګو په مقابل کې داسې له اسلامیت او انسانیت نه لیري عمل کوي، بلکي تر دې وړاندې په همدي روزګان، هلمند، قندهار، کندوز، تخار، بغلان، کاپیسا، لوګر، غزني او د هیواد په ګوټ ګوټ کې په لسګونو ځله لیدل شوي چې محلي پولیسو(اربکیانو) د خلګو په وژلو، ځورولو، د هغوي پر ناموسونو باندې تیري کولو او سلګونو نورو جنایاتو لاس پوري کړی، خو تر اوسه پوري یې نه په ولایتونو او نه هم په مرکز کې د دغو جنایت کارانو د جنایتونو په وړاندې کوم اقدام شوی دی.

د بیلګې په توګه د روزګان ولایت مشهور جنایت کار اربکی حکیم شجاعي چې د سیمې د عیني شاهدانو، د بشري حقونو د کمیسیون، د ولسي جرګې د سمع شکایاتو د کمیسیون او نورو لوړ پوړ دولتي افرادو په اعتراف د ۱۲۱ تنو پر وژلو، د ولسي خلګو د شخصي ملکیتونو پر غصبولو او د هغوی پر ناموسونو باندې په تیري کولو تورن سره له دې چې د عدلي او قضايي مقاماتو لخوا يي د توقیف امر هم صادر شوی خو هیڅ څوک یې نه د نیولو جرأت کولای شي او نه یې هم د قانوني مجازاتو توان لري.

د ګډ حکومت امنیتي مسوول چارواکي چې د ولس د ځان او مال د ساتنې مسوولیت لري د دې پرځای چې د خپلو امنیتي ځواکونو د سرغړاوي مخنیوی وکړي لا هغوی د جنایتونو او وحشتونو ترسره کولوته هڅوي او هغوي ته له هر ډول قضايي مجازات څخه اطمینان ورکوي.

د نړۍ په ډیرو وروسته پاتي بدوي (جاهلي) ټولنو کې هم د انسان دا ډول توهین او سپکاوی نه دی ترسره شوی لکه د ګډ حکومت رسمي ځواکونه چې یې په افغانستان کې د خپلو هیواد والو په وړاندې تر سره کوي.

په روزګان کې د ګډ حکومت د رسمي ځواکونو (اربکیانو ) دا وحشیانه عمل پردې سر بیره چې د دې سیمي د مسلمانو او دینداره اوسیدونکو پر شخصي او انساني کرامت تیری دی د اسلام دمقدس دین دیوه تر ټولو مهم عمل مؤکد سنت (ږیرې پریښودلو ) هم ښکاره توهین دی.
افغانان مسلمانان او د ږیرې پریښودل د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د مؤکد سنتو په توګه د اسلامي شریعت له احکامو څخه بولي، دا چې دولتي ځواکونه ولسي خلګ د یوه اسلامي عمل د ترسره کولو په جرم داسې توهینوي باید مسوول چارواکي په لوړه سطحه د خپلو بي مهاره ځواکونو د دغه وحشي او غیر اسلامي عمل په ترسره کولو تر پوښتنې لاندې ونیول شي .

حقیقت دادی چې ننني اجیر اربکیان د پرونیو وحشي ګیلم جمانو په نقش قدم د اجنبي یرغلګرو په دستور د دې لپاره ایجاد شوي تر څو د ولسي خلګو پر خلاف داسې وحشتونه تر سره کړي چې هغه هم د دې ولس د اسلامي معتقداتو او هم د افغاني عنعناتو خلاف وي ،خو د دغو بي مهاره اربکیانو د ټولو وحشتونو او جنایاتو اصلي مسوولیت د هغو کسانو پرغاړه دی چې له یرغلګرو امریکایانو سره يي د اربکیانو په ایجادولو کې د هغوی د تخریبي پلانونو حمایت کړی دی .

د روزګان په ولایت کې د بیدفاع ولسي خلګو پرخلاف د اربکیانو وروستی جنایت په حقیقت کې د ګډ حکومت د مشر ، د هغه د پارلمان ، مشرانو جرګې او سترې محکمې په لاس تر سره شوی جنایت دی ، که واقعا هم د حکومت د مشر په شمول یاد چارواکي پر خپلو ځواکونو تسلط لري باید د دغه وحشیانه جنایت مرتکبین د خپلو جنایاتو په سزا محکوم او له خپل ځان څخه د دغه جنایت تور داغ لیري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوری

پاڅیږی بلا وهلي یاست لکه د جلریز خلکو د اربکیانو سزا ورکړۍ چه نور یاد وي د خلکو بی عزتي ونکړي، اوس که تاسی هم لکه دبرما دخلکو په شان چپ کښینۍ تردی به بتر حالت درباندی راشي دولت د هیچا ږغ نه آوري هر قوم باید خپله دفاع وکړي او که نه بد نه به بدتر حالت ووینۍ.

صدیق ا لله

دانودخلکوساده توب دی چي اربکیان هم دانسانانوپه درجوکي بولي که هرڅومره ساه هم ورته وکړي بیابه هم په دي بي انسانیتوپسي لرګي رااخلی نوښه به داوي چي اوس لاپه سزاورسیږي بیاکه یوڅه کوونوهغه دچاپه اصطلاح چي وېشکولي نودي منډه کړه راونشي .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x