سلف او روژه (30/28)

حامد افغان

د سلفو بښنه او ښېګڼه

روژه د رحمت، مغفرت او له اور نه د خلاصون میاشت ده، روژه کې الله جلاله ګڼ شمیر خلکو باندي رحمتونه اوروي، ګناهونه یې بښي او له اوره نجات ورکوي، او د روژې په دې لویو صفاتو کې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته دا پیغام نغښتی ده چې پخپلو کې مهربانه اوسئ، یوه بل ته بښنه کوئ، پخپلو کې د یوه بل تیري او کمزوري بښئ، او له یوه بل سره ښېګڼه او نیکي کوئ، دلته د نمونې له پاره د بښني په اړه د سلفو رحمهم الله څو لنډي بيلګي را اخلو.

مشهور تابعي میمون بن مهران (مړ: 117هـ) رحمه الله د راشد خلیفه عمر بن عبد العزيز رحمه الله د زامنو استاد و او بیا د ده قاضي هم و، یوه ورځ یې مينځي شوروا ورته راوړه هغه وښویېدله او شوروا اوبه شوه، میمون اراده وکړه چې ادب وروښيي خو هغې ورته وویل: زما مولا! د الله دا خبره دریاد کړه {والكاظمين الغيظ} یعني او مومنان هغه خلک دي چې غوسه زغمي، ده ورته وویل: رایاد مي کړ او غوسه ختمه شوه، هغې ورته وویل: له دې وروستۍ جمله هم عملي کړه: { والعافين عن الناس } یعني او مومنان خلکو ته بښنه کوي، هغه وویل: ومي بښلې، مينځي ورته وویل او پاته برخه یې: { والله يحب المحسنين } یعني الله له نیکي کوونکو سره مينه لري، میمون ورته وویل: زه هم نیکي درسره کوم ورځه د الله له پاره مي ازاده کړې.

د سلفو د یوه عالم په اړه وایي چې د هغه یو آس و په هغه زیات ګران و، یوه ورځ یې خپل آس داسي حالت کې ولید چې په دریو پښو ولاړ و او یوه یې چا ماته کړې وه، خپل غلام ته یې وویل: دا ولي؟ هغه ورته وویل: دا مي قصدا داسي کړ چې تا یو څه پرې ودردوم! هغه ورته وویل: نو زه به ستا په دې کار شیطان ودردوم، ځه ته مي ازاد کړې او دا آس هم درسره وله.

ابن عون د بصري مشهور محدث او عالم و، په علم، تقوا او زهد کې یې ډېر کم ساري لرل، د عبد الله بن المبارک په څیر امامانو استاد و، د ده یوه اوښه وه په ده بیخي زیاته ګرانه وه، په دې اوښه به حج او جهاد ته تلو، یوه غلام ته یې وویل دا اوښه بوځه او اوبه یې کړه، هغه چې اوښه بیرته راوستله په یوه سترګه یې ویشتلې او ړنده کړې وه، خپلوانو یې وویل: که ابن عون غوسه کوله نو نن به یې وکړي، کله چې ده خپله اوښه وليدله ویې ویل: سبحن الله!! الله دي برکت درکړي له مخ پرته بل ځای به دي وهلې وه؟! او غلام ته یې وویل: زما نه ووځه او ورځه ازاد یې.

د عمر بن عبد العزيز رحمه الله یو کوچنی زوی و له ماشومانو سره یې لوبي کولې، یوه ماشوم په مخ وویشت او ټپي یې کړ، خلکو هغه ماشوم هم ونیو او دواړه یې د هغه کورته وروړل، عمر بل ځای ناست و په خپل کور کې یې شور واوريده او راغی، یوه ښځه ورته راغله او ورته ویې ویل: امیر المؤمنین! دا هلک زما زوی دی او یتیم دی، هغه ورته وویل: دی له بیت المال نه وظیفه لري؟ هغې وویل: نه، عمر خپل کاتب ته وویل: ده ته له بیت المال نه معاش ولیکه، او بښنه یې هم ورته وکړه! .

د عبد الله بن جعفر او غلام کیسه

عبدالله بن جعفر خپلي کروندې ته ولاړ، هلته پخپلو فصلونو کې ګرځیدی، د ځمکي څنګ ته یې د یوه دوست باغ و په هغه کې یې یو “تور غلام” ولید، د غلام وچه ډوډۍ په لاس کې ده خوري یې، یوه ګوله پخپله وخوري او یوه ور خوا ته سپي ته واچوي، عبد الله چې د تور غلام دا کړنه ولیدله خوند یې ورکړ او ورته ویې ویل:

توره ځوانه! د چا غلام یې؟

غلام: د مصعب بن الزبیر،

عبدالله: دا باغ د چا دی؟

غلام: دا هم د هغه دی،

عبد الله: عجیبه کار کوې یوه ګوله خپله خورې او بله سپي ته اچوې؟!

غلام: له الله نه حیا راته دریږي چې زه یې خورم او سپي ته یې نه اچوم.

عبد الله مدیني ته ولاړ هلته یې له مصعب بن الزبیر نه دا باغ او غلام دواړه واخیستل، بیرته تور غلام ته راغی هغه په باغ کې و او عبد الله له هغه سره بیا داسې مرکه پیل کړه:

عبد الله: توره ځوانه! ته مې له مصعب نه واخیستلې،

غلام: الله مې دي درپوري بختور کړي،

عبد الله: دا باغ مې هم واخیست،

غلام: الله دي خیر او برکت درته په کې واچوي،

عبد الله: زه شاهدي وایم چې ته مې د الله له پاره ازاد کړې،

غلام: الله دي د خیر بدله درکړي،

عبد الله: او زه الله شاهد ګرځوم چې دا باغ هم تا ته ډالۍ کوم!،

غلام: الله دي ښه بدله درکړي،

او غلام زیاته کړه: زه الله شاهد ګرځوم او تا هم شاهد ګرځوم چې دا باغ ما د فقیرانو له پاره وقف کړی دی!، عبد الله مدیني ته روان شو او له ځانه سره یې وویل: تور غلام زموږ نه ډېر سخي دی.

سیر اعلام النبلاء: 13/363.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د