fbpx

عبادتونه مو بايد يوازې تر روژې محدود نه وي

احمدالله احمدزی

دلته دوه خبرې ډېرې مهمې دي، هغه دا چې زموږ ډېری ياران پر هغو خلکو نيوکې کوي، چې له روژې وړاندې يې جومات، قرانکريم او نورو عبادتونو سره چندان اړيکه نه وي او روژه کې يې بيا خپلو عبادتونو ته کش ورکړی وي او پاتې نور خلک بيا ورپسې خاندي، چې اوهو! دا وګوره، اوس راته بزرګ شو، مګر موږ تاسې بايد فکر وکړو، چې دې سړي پسې د ملنډو او ريشخند پر ځای بايد دی نور هم تشويق کړو، چې ډېر ستر کار دی، چې د الله تعالی په مهربانۍ يې روژه کې عبادتونه او تلاوتونه پيل کړي دي؟

بل پلو يو شمېر داسې خلک هم شته، چې روژه کې يې هم عبادتونو ته ملا ما ته وي او په تېرو ليکنو کې څو ځله دا خبره تکرار شوه، چې داسې خلک د حديث له مخې هلاک دي، چې روژه راشي او ده ته په کې مغفرت ونه شي.

په دې برخه کې هڅه کيږي، چې د هغو دوستانو په اړه بحث وشي، چې روژه کې يې د عبادتونو، تلاوتونو، نفلونو او دعاوو لړۍ پيل کړي وي، هر ډول ګناهونه يې پريښي وي او د هرې نېکۍ د پوره کولو هڅه کوي، مګر د روژې له ختمېدو سره بيا هغه ټول ناروا کارونه، بدې خبرې او عملو بيا پيل کړي، چې روژه کې يې پرېښي و.

د اختر په اوله ورځ ترې لمونځونه قضا شي، په لهو و لعب کې بوخت وي او شيطان هم خوښ شي، چې ځه د سړي ټوله خواري اوبو يوړه.

له روژې وروسته لمونځونو کې سست شي، تلاوت سره يې اړيکه پرې شي، قول او عمل يې بيا د شيطان په خوله وي.

مخکې به يې چې هره ورځ له فرض لمانځه پرته شل رکعته تراويح کولې اوس دوه رکعته نفل نه شي کولای، مخکې به يې چې شپه ورځ د قرانکريم تلاوت ته ورکړې وه، اوس يوه پاڼه هم نه شي ويلی، نو له دې معلوميږي، چې موږ له روژې سره هغه ډول تعامل نه کوو، د کوم حکمت له مخې چې روژه پر موږ فرض شوې ده. دلته دا خبره څرګنديږي، چې موږ يوازې او يوازې د خپل عادت او چاپېريال له مخې روژې نيسو، نه د الهي امر د حکمت پيژندلو له مخې.

علماء کرام فرمايي، چې د روژې ستر حکمت دا دی، چې انسان بايد پاتې يوولس مياشتې هم دغه سې ژوند وکړي او په پاتې ژوند کې هم جومات، عباداتو، د قرانکريم تلاوت، خيراتونو او صدقو سره تړلی پاتې شي او له ټولو هغو کارونو ځان وساتي، چې روژه کې يې ترې ساتلی و او دا يې فکر و، چې دی روژه دی او د روژې له امله يې هر ډول فسق، فجور او ناروا کارونه پرېښي و، اوس هم بايد همدغه فکر ولري؛ ځکه چې د کوم رب لپاره تا په روژه کې عبادتونه کول او له حرامو دې ځان ساته، همدغه رب په پاتې نورو مياشتو کې هم له بديو د منعه کېدو او د خير د کولو امر کوي. همدا رب هره شپه د شپې په اخره برخه کې د دنيا اسمان ته راکوزيږي او وايي، چې څوک شته چې بښنه غواړي، څوک توبه وباسي څوک سوال کوي او څوک دعا کوي، تر دې چې سهار شي.
همدا د رمضان رب هره ګړۍ زموږ و ستاسې د پټو او څرګندو اعمالو څارنه کوي، نو موږ ولې خپله بزرګي او عبادتونه يوازې تر روژې محدود کړو.

موږ بايد سر له اوسه پر دې خبره ځانونه پوهه کړو او ټينګ هوډ وکړو، چې پاتې يوولس مياشتې به هم داسې تېروو، لکه د روژې په څېر، نه به د چا غيبت کوو، نه به درواغ وايو، نه پردي ناموس ته ګورو او دغسې له ټولو هغو کارنو او خبرو به ځانونه ژغورو، چې الله تعالی حرام کړي او د ټولو هغو کارونو د سرته رسولو هڅه به کوو، چې الله تعالی يې د کولو امر کړی دی.

هو که موږ هر يو سر له اوسه دا پرېکړه وکړو، چې راځه له دې وروسته به ټول عمر له ناروا کارونو ځان ساتم او د هر الهي امر د پر ځای کولو هڅه به کوم او نور مسلمانان به نېکو کارونو ته رابولم او له بديو به يې منعه کوم، نو ان شاءالله روژه به مو د ثوابونو تر څنګ د ټولنې او فرد د اصلاح مياشت وي او د روژې له برکته به ان شاءالله ټولنه کې مثبت بدلون راځي او که هر څوک دا هوډ سر له اوسه وکړي، نو ان شاءالله زموږ ټولنه کې به د شر لمن ور ټوله او خير لمن ورځ تر بلې پراخيږي، خو که موږ هوډ وکړو، چې خپله بزرګي او عبادتونه تر رژوې محدود نه کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د