نظــر

د طالب ضد ملي پاڅون ناکامه هڅه

الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين ، نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين ، وبعد
محترمو مسلمانانو وروڼو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دا لنډه لیکنه له دی لپاره کوم چې زما په اند د افغانانو لپاره دا یو ډیر اساس پړاو دی، امریکا او د هغوئ غلامان غواړي د افغانانو په منځ کې کورنۍ جنګ پیل کړي او د وتلو نه مخکی افغانان د یو بل سره په جنګ اخته کړي.

پاملرنه!
دا یوه اونئ د اوازه ګډه ده چې ګني د افغانستان د محسنو بچایانو  (طالبانو) په وړاندی خدائ مکړه ملي پاڅون شوی او د خپل تل پاتی منافقت له مخی د بی بی سی ویب پاڼې  دا خبر ښه په زور او شور نشر کړل او په دی اړه یې  د الجزیری تلویزون لخواد خپر شوي تبلغاتي فلم یوه برخه هم نشر کړه چې په کې د اربکیانو یوه ډله په کې په داسی حال کې لیدلی کیږي چې ځانونو ته یې د  افغانانو ملي پاڅون نوم ورکړي . ما دا فلم  سر تر اخر ولید خو داسی یوه نښه ما په کې ونه لیدله چې دا یې په ډګه کړي وي چې ګنی دا خلک واقعي یو بی طرفه خلک دی او د ملي احساس له مخی د طالبانو څخه کومه اصلاحي غوښتنه لري، په حقیقت کې داهغه اربکیان دي چې ټول ولس یې د شر او فاسده سرونه ټکه وي او اوس غواړي چې د اربکیانو بدنام نوم له ځان څخه لری کړي او ځانونو ته د ملي پاڅون نوم ورکړي او  په دی فلم کې هم دا خلک څه داسی را پیژندل کیږي چې ګني  دا د طالبانو په وړاندی یو ملي پاڅون دی  او د طالبانو سره دا خلک خپل مخالفت ښائي خو دا او دې ته ورته  اوازی د افغانستان مجاهد ولس وخت ناوخته اوری او ګوري یې.

 اساسی خبره دا ده چې داسی ولی کیږي. ددی په اصطلاح ملي پاڅون شاته دا چا لس دی او ولی غواړي چې د افغانستان مجاهدینو او د خلکو په منځ کې نفاق او کورني جنګونو ته لاره هواره کړي.

داسی اوازی صرف د افغانستان دښمنان خپروي ولی چې هغوئ په دی ښه پوه شوي چې د طالبانو سره په  نظامي، سیاسي، کلتوري او مالوماتي میدان کې ناکامه  پاتی دي نور نه شوی کولی چې د افغان مجاهد ولس جامع مقاومت  چې امریکا په مشرئ د ناټو او دهغوئ د غوړامارنو په وړاندی دا لس کاله روان دی  وټاله وي نو ځکه غواړي چې د ښونځي، کلینک، بازار د تړلو یا بندلو تر عنوان لاندی طالبان بدنامه او کم رنګه کړي او د خلکو په منځ کې د مجاهدینو لپاره د نفرت او بی اعتمادي فضا رامنځ ته کړي، خو الحمدلله اوس خلک اوښیار شوی او د امریکا او د هغوې د ګوډګیانو دداسی شومو دسیسو په هدف او څرنګوالي ښه پوهیږي.

زه د افغانستان ولس ته ډاډ ورکوم چې الحمد الله زما د کلیوالو په وینا زموږ و وروڼه  طالبان زموږ په کلي کې هره ورځ آ زاد تګ راتګ کوي دخلکو په هجرو، بانډو او خیمو کې شپی کوي، زموږ د کلی او ولسوالی خلک ورسره ملګري دي او زیاته وي چې الحمدلله  موږ تر نن پوری د مجاهدینو څخه هیڅ کوم بد نه دي لیدلی، او زموږ سره زموږ د ستنوځو د حال لپاره تل کوښښ کوي او موږ ورڅخه خوشحاله یو، خو دا د ښونځیو سوزول او داسی نوری خبری ټول هغه پوچ درواغ دي چې  صرف د کابل اوسنئ  اداره، مخکني کمونستان او بعضی ماده پرستو او د دروغجنو مخکښانو اوازی دي چې غواړي د مجاهدینو او افغانانو ترمنځ کورنۍ جګړه او ورو وژنه رامنځ ته کړي.

هیله دا چې د خلکو د پوهاوئ په لړ کې خپلو کلیوالو او ولسوالیو خلکو سره  ددی شیطاني پلان مخ نیوی وکړې  او د امریکا او ددوئ داخلی غلامانو د داسی شومو پلانونه شنډولو او خونسه کولو په  هکله خپل افغاني او اسلامي وجیبه سر ته ورسوئ.

په احترام
ستاسو ورور ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x