کابل ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل):د کابل ښار ميوند جاده کې چاودنه وشوه.

د کابل ښار امنيتي مسؤولين وايي، چې چاودنه د يو چسپکې ماين په واسطه شوې، چې د ملي اردو په يو رينجر پورې نښلول شوی و.

د چارواکو په وينا په دغه چاودنه کې دوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې پلازمېنه کابل کې د څو تېرو بريدونو تر څنګ د چسپکې ماينونو چاودنې د پخوا په پرتله ډېرې شوي، چې له امله يې د دولتي چارواکو تر څنګ ولسي وګړو ته هم درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

امنيتي مسؤولين د چاودنو په مخنيوي کې پاتې راغلي او نه شي کولای، چې د خلکو ساتنه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي پر امنيتي مسؤولينو نيوکې کوي، چې د ولس غم ورسره نه شته او هر يو يې په خپلو شخصي کارونو او دولتي لوړپوړو چارواکو په خوشالولو کې بوخت دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د