افغانستان

کندهار: د ديارلسمې امنيتي حوزې مشر ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ښار ديارلسمې امنيتي حوزې مشر په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ديارلسمې امنيتي حوزې آمر عبدالهادي تېره شپه شاوخوا يوه بجه د ديارلسمې حوزې اردو بازار کې په يو غلجکي بريد کې له خپل ورور سره يو ځای ووژل شو.

راپورونه وايي، چې په دې بريد کې قوماندان عبدالهادي له خپل ورور سره وژل شوی او د دريارلسمې حوزې د جنايي آمر په ګډون څلور پوليس په کې يې ټپيان دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x