نظــر

د قطر دفتر په وړاندې سیاسي کودتا ودروﺉ! 

ډاکټر م، عثمان تره کي

د افغانستان د وحشت نه ډکه جګړه یو حساس پړاو ته ورګډه شوې چې په کې  ښکېلو اړخونو د جګړې د فشار په ساتلو سره سیاسي معاملاتو ته مخه کړې. خو  له بده مرغه د سیاسي معاملاتو په پیل کې چې ورڅخه د سولې کمزورې  خبرې پورته کیږي د اوربند د نشتوالې له کبله جګړه د راتلونکې سیاسي ودې استقامت ټاکي.

په وروستیو کلونو کې دوو پېښو د وسله والو مخالفینو په دریځ کې بنسټیز حقوقي او سیاسي بدلون راوستی:

 ــ  د نړۍ په مختلفو غونډو کې ګدون؛

ــ  په دوحه کې له نورو سره  د سیاسي دفتر له ادرس نه تماسونه.

نوموړې پیښې د دې لامل شوې چې د وسله والو مخالفینو پاڅون د افغانستان د «آزادي غوښتونکي مقاومت» په توګه نړیوال باور ځان ته راجلب کړي او په «دوفکتو» بڼه په رسمیت وپیژندل شي. اوس د جګړې ذیدخل بهرنیان هر یو هلې ځلې کوي چې له  وسله والو مخالفینو سره د تعامل په محور د سولې او جګړې په اړه اغیزمن رول ولوبوي. داسې مالومیږي چې د جګړې او سولې نوښت تر یوې اندازې پورې د وسله والو مخالفینو لاس ته لویدلې دی. وسله وال مقاومت که له خپل اوسني دریځ نه په احتیاط، دقت او واقعبیني کار وانخلي جګړه د مقاومت په تاوان دوام مومي.

موږ دلته د مقاومت په وړاندې د جګړې د  دوو اصلي اړخونو یعنې امریکا او پاکستان چال چلند ته لنډ نظر اچوو:

امریکا

امریکا د پاکستان د غولونکې دیپلوماسي تر اغیز لاندې د خپل فوځ د وتلو په درشل کې، د افغانستان د قضیې دوسیه پاکستان ته سپارلې وه. خو په وروستیو وختونو کې څو لاملونو امریکا دېته اړه کړه  چې پخپل دریځ باندې له سره کتنه وکړي:

ــ  د پاکستان له خوا د داعش تر نامه لاندې د افغانستان د اشغال نښې نښانې څرګندېدل. پاکستان د افغانستان په مختلفو سیمو کې  د داعش تر نامه لاندې د پاکستاني ملېشو د  ځای په ځای کولو په هڅه کې غوښتل چې د بهرنیو عسکرو له وتلو نه وروسته په کابل باندې په خپله خوښه یو اسلامي بنسټپال نظام چې د پاکستان تر کنترول لاندې د هندوستان په ضد  د استفادې وړ وي، وتپي.

 ــ امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په موده کې د هند او پاکستان سره په ستراتژیکو معاملاتو کې نا انډوله چال چلند ولري. د پاکستان له خوا د افغانستان غیر مستقیم اشغال د هند په وړاندې د امریکا دشمني تعبیرولی شي.

ــ   د «سین کیانګ» او «ګوادر» تجارتي دهلیز د جوړېدو په موخه د  چین او پاکستان تر منځ  د اټکل ۶۰  ملیاردو  ډالرو  معامله. په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې دوام که عملي بڼه راپیدا کړي،  افغانستان په غیر مستقیمه توګه د پاکستان له لارې د چین ژیوپولتیکې حوزې ته تړل کیږي. په سیمه کې ستراتژیک انډول د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان په تاوان بدلون مومي. امریکا د سیمې نه په بشپړه توګه شړل کیږي.

ــ    پاکستان جګړه  د ډیورنډ د کرښي په شاوخوا کې د خپل امنیت د پاره ګواښ ګڼي.  پاکستان په وروستیو وختو کې په دې لټه کې شو  چې د نړیوال نظامي ائتلاف («ن ، ن ، ا»)  په ضمني موافقت ، جګړه د افغانستان شمالي سیمو ته منتقل کړي. ورپسې  شمالي سیمو، مرکزي آسیا ته د جګړي د صدور د پُله په توګه وکاروي.  وسله وال مخالفین چې له کلونو راهیسې شمال ته د « فتوحاتو» د پراختیا په لټه کې وو له موقع نه په ګته اخیستنې سره ځان شمالي سیمو ته ورساوه. په شمالی سیمو کې  د مقاومت جګړه ایز حضور دوی د روسانو د جغرافیائي لاسرسي په نږدیوالي کې ځاي په ځاي کړل.  پدې حساب مقاومت په ډیره آساني  د تاجکستان له لارې د روسانو لوژستیکي او استخباراتي مرستې تر لاسه کولای شي. داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې د روسې استخبارات د داعش د نوم تر استخباراتي پوښښ لاندې  د مرکزي آسیا ګن شمیرو اجیرانو (مرسونرانو) چې د مرکزي آسیا بنسټ پالو اسلامي ګوندونو سره تړاو لري، د افغانستان شمالي سیمو ته ورلیږلې. که د سولې پروسه وځنډول شي، مقاومت دېته اړ کیږي چې  په جګړه کې د دغه مرسونرانو نه د قوت الظهر په توګه ګته پورته کړي. په دغه حالت کې افغاني مقاومت چې د اسلامي اعتدال په بنسټ باندې ولاړ دی د اسلامي بنسټ پالنې په چاپیریال کې بند پاتې کیږي.

له بلې خوا د مقاومت سره د امریکا او د کابل ادارې  د جوړ جاړي روانه پروسه  شمالي ټلوالې ته (چې تر نږدې وختو پورې د طالبانو سره د دښمني په منطق باندې د بهرنیانو ملاتړ له ځان سره درلود) دا انګیزه وربښي چې د روسانو او ایرانیانو سره په توافق  د  «ن ، ن ، ا»  په  ضد د مخالفینو نه د یوې  واحدې جبهې د جوړیدو په پلان باندې  ګډ کار وکړي. شمالي ټلواله په دې چُرت کې ده چې د مقاومت سره د سولې د پروسې د پرمختګ سره جوخت روسان او امریکائیان سره په ټکر او تقابل کې واقع کړي.  په پروان کې د جګړه مار  جان  احمد  د وسلو په زیرمتون باندې د امریکائي «ډرون» برید، باید په همدغه چوکاټ کې وارزول شي.

لنډه داچې! اوسمهال د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته د جګړي د صدور د خیالي  پلان نه زیاتره روسان ګټه پورته کوي نه «ن ، ن ، ا». دلته د امریکا په مشري د  «ن ، ن ، ا»  دریځ د پاکستان د موقف سره په تقابل کې  قرار نیسي. پاکستان دېته اړ کیږي چې د افغانستان ورسپارل شوې دوسیه بیرته یرغلګرو  قوتونو ته وسپاري او پام د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته واړوي.

په وروستیو میاشتو کې  د وسله وال مقاومت او «ن ، ن ، ا»  په دریځونو  کې لږ تر لږه په دوو مواردو کې نږدېوالی رامنځته شوی دی:

ــ د  داعش سره مقابله

ــ  د جنګسالارانو او لوټمارانو په ضد ګډ دریځ. د جان احمد  د وسلو په زیرمتون باندې د «ډرون»  بمباري د امریکا سیاستونه د طالبانو د مخکني «اسلامي امارت» د هغې کړنلارې سره رانږدې کوي چې په ترڅ کې يې د جګړه مارانو سره چې د جهاد د نوم تر پوښښ لاندې په جنایتونو لاسونه پورې کړل جهاد اعلان شي.

د امریکايي چارواکو په قَول د  جان احمد د وسلو په  ډیپوګانو باندې د برید لامل  هغه ګواښ و چې له درکه یې  په بګرام کې د امریکا نظامي هډه ورسره مخ وه . نو دا ضمانت نشو کېدلی چې امریکا چې د افغانستان د تباهي او وراني په موخه ملآ تړلې د ورته بریدونو په تکرار د  جنایت کارانو د ملاتړ نه لاس په سر شي.

 د جګړې په ساحه کې د وسله والو مخالفینو پرمختګ او دا احتمال چې هغوی  د  «ن ، ن ، ا» په ضد د سیمې د سیالو هیوادونو نه د لازیاتې جنګي مرستې د ترلاسه کولو په نتېجه کې په جګړه کې د قواوو انډول ته پخپله ګته بدلون ورنکړي،  «ن ، ن ، ا» دېته اړ کړل چې له دوي سره د روغې جوړې زمینه برابره کړي. البته د سولې په شاوخوا کې تبلیغ نور لاملونه هم لري.

پاکستان

پاکستان په دریو لسیزو کې د یرغلګرو په وړاندې د افغاني مقاومت کوربه و. پاکستان د دېرشو کلونو راهیسې افغانستان او افغانان د یرغلګرو په وړاندې د خپل امنیت او بقآ لپاره د مقدمې جبهې په توګه کارولې.

 په افغانستان باندې بهرني یرغل په مختلفو درجاتو دواړه هیوادونه اغیزمن کړې دي. د جهاد او مقاومت د لسیزې راهیسې افغاني مقاومت تل په دې هڅه کې و او دی چې پاکستاني چارواکو ته وښیي چې د وینې هغه سیلابونه چې د افغانستان د آزادي په خاطر بهېدلي په عین حال کې پاکستان ته  بقآ او سلامتیآ وربښلې ده. خو پاکستان د افغانانو د مجبوریت نه په سؤ استفادې سره افغاني مقاومت د ځان پوروړې بولي. د دوی په حضور یا غیاب په جګړه او سوله کې، وکالت خپل طبعي حق ګڼي.

 خو د آی، اس، آی له خوا د افغانانو د مقاومت د  «ټیکه داري»  دعوه  د جهاد او مقاومت په لسیزه کې د ځینو الزاماتو او مجبوریتونو په بنسټ باندې ولاړ وه چې نن ټول له منځه تللې. له هغې جملې نه:

ــ پرون مجاهدین په مختلفو او متخاصمو تنظیمونو ویشل شوې وو. د پرېکړو یو واحد مرکز موجود نه و. نن وسله وال مقاومت یو موټی دی او واحد مشرتابه لري.

ــ  پرون مقاومت د پاکستان په د باندې د استازیتوب دفتر نه درلود. نن په دوحه کې د خپل دفتر له لارې له نړۍ سره اړیکې ټینګوي او په نړیوالو غونډو کې برخه اخلي.

ــ  پرون له کمونیزم سره اغیزمنې مقابلې لویدیځوال دېته اړ کړل، چې د یو واحد دریځ په بنسټ باندې د پاکستان تر شا ودریږي. خپل استخباراتي او لوژستیکي او نظامي عملیات په پاکستان کې متمرکز کړي.  د جګړې (جهاد)  په برخه کې د پاکستان په مرسته اسلامي بنسټ پالنه د لاسوند په توګه وکاروې.

 نن د ناتو جنګي ماشین په افغانستان کې لنګر اچولې دی. لویدیځوال، په سیمه کې پاکستان د  سیاسی اسلام او تروریزم د صدور د مرکز په حیث پیژني او ورسره په  غیر مستقیمه جګړه لګیا دي.

خو«ن ، ن ، ا» د اشغال په اوږدو کې د افغانستان د لاندې کولو په موخه د پاکستان ملاتړ ته اړتیا هم لري.

ــ  پرون مجاهدینو بهرنۍ پولي او تسلیحاتي  مرستې د آی، اس، آی له لارې تر لاسه کولې . خو نن دوی ته مرستې  د عشر او ذکات نه نیولې تر وسلې پورې له لمړي لاس نه رسیږې. مالي استقلال مقاومت ته سیاسي اتونومي وربښلې.

د یادو  واقعیتونو په نظر کې نیولو سره پاکستان باید دا ومني چې د پنځه دېرشو کلونو په اوږدو  کې د پاکستان، افغانستان، سیمې او نړۍ حالاتو  بدلون موندلی او افغاني اوسنی مقاومت د  پنځه دیرشو کلونود بدلونونو زیږنده دی. مقاومت د جهاد د لسیزې د غلطیو نه چې په کې پاکستان ته د خپل سیاسي  واک په سپارلو کې د افغانستان په ناورین کې نوی فصل پرانیست، ځان ګناهکار او ګرم بولي.

د پاکستاني چارواکو دا هلې ځلې چې د سولې په مذاکراتو کې  په هره بیه د افغاني مقاومت قیمومیت ځانته وساتي له کانکرت واقعیتونو سره اړخ نه لګوي. دا د افغانستان په اړه  د آی، اس، آی  د وارخطايي نښه ده چې افغاني مقاومت ته لاندې ناوړه سیاسي پایلې درلودلای شي:

ــ  مقاومت د پاکستان په لاس یوه  مزدوره ډله خلکو ته ورپیژندل کیږي او  باور يې  د یوه ترورستي بانډ په کچه رالویږي.

ــ  په کونړ کې د توغندیو بریدونه ، د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې ناقانونه مالکانه تصرف، په وروستیو کې د پکتیکا په( انګور هډه ) او … تیری، د افغانانو عامه ذهنیت د پاکستان د چارواکو په ضد  راپارولې دی. هغه سیاسي او نظامي جوړښت چې د آی، اس، آی تر قومانده لاندې فعالیت وکړي د افغانستان په راتلونکې سیاسي ژوند کې د ګډون چانس له لاسه ورکوي.

ــ  مقاومت چې باید د پاکستان او هندوستان ترمنځ ناپېيلی  چلند ولري، د پاکستان په لاس د هندوستان په ضد  د یوه ضربتي قوت په توګه مطرح کیږي.  د سولې نه په رازیږیدل شوي نظام کې د برخه اخیستو خپله  لاره بندوي.

له بلې خوا د پاکستان د حکومتي چارواکو دعوه چې د سولې په خبرو اترو کې  هرو مرو د افغاني  مقاومت وکالت او ټیکه داري له ځان سره ولري د تاریخي ورته پیښو سره سمون نه خوري:

ــ   د  فرانسوي ښکېلاک په وړاندې د الجزایر «ملي آزادي جبهه» د تونس او مراکش له خوا ملاتړ کېده. خو د سولې په هغو  مذاکراتو کې  چې مقاومت د فرانسویانو سره درلودل هیڅ یو بهرني قوت د دوی په وکالت ګډون نه درلود.  د پاریس تړون ( ۱۹۶۲ ) چې له اتو۸ کالو جګړې وروسته د الجزایر استقلال اعلام کړ د مقاومت او فرانسوي چارواکو له خوا لاسلیک شو.

ــ  په اویایمه لسیزه کې چین د ویتنام د مقاومت (ویتکنګ) کوربه و. خو هیڅکله یې د مقاومت د استازیتوب او وکالت احمقانه دعوه مطرح نه کړه. د پاریس په هغه غونډه کې چې د ویتنام د خپلواکي د اعلام په موخه جوړه شوې وه ( ۱۹۷۳)  د ویتنام مقاومت یوازې او مستقل حضور درلود.

ــ   د فلسطین دآزادي بښونکي سازمان له نیمې پیړۍ راهیسې د ګن شمېرو هغو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي چې د اسرائیلو سره دښمن دي. خو د اوسلو په غونډه کې چې د  ۱۹۹۴ کال په  تړون او په فلسطین کې د یو اتونوم حکومت د جوړېدو په پرېکړه  پای ته ورسېده  کوم بهرني هیواد ګډون نه درلود. لامل يې څرګند دی: هغه خوځښت چې د آزادي په خاطر سرونه قربانوي په هیڅ  بیه دېته نه حاضریږي چې «ټیکه والا» د اشغالګر ځای ونیسي.

وسله وال مخالفین د مقاومت په بهیر کې د خپلې کله شخۍ له کبله تل د  آی، اس، آی له خوا د شکنجې، زندان او مرګ تر ګواښونو لاندې وو. په دوی باندې مخکنیو فشارونو فزیکي بڼه درلوده. خو نن فشار سیاسي رنګ موندلی چې په ترڅ کې يې دوی ته په پاکستان کې د  آی، اس، آی تر واکمني لاندې د استازیتوب څانګه پرانستل کیږي. دقطر دفتر ته چې د نړیوال باور د راجلبولو په موخه  په ښه دریځ کې قرار لري د بطلان کرښه کښل کیږي.

 د مقاومت او کوربه هیواد پخواني اختلافونه په فرعي تخنیکي مواردو کې مطرح وو. خو نن منازعه د کابل لاسپوڅي حکومت د بقا او فنا  د برخلیک په محور باندې څرخي: پاکستان د کابل مزدور حکومت په رسمیت پیژني او ورسره یې له خیانت نه ډک استخباراتي تړون لاسلیک کړ. مقاومت حکومت د امریکا د سفارت د تشکیلاتو یوه برخه ګڼي.  د حکومت ګورنر ته دنده سپارلې شوې چې د پاکستان په ملګرتیا د افغانستان اشغال ته دوام ورکړي. د اشغال دوام د مقاومت د جنګي اجنډا سره په ټکر کې راځي.

موږ د مقاومت د هغو غړیو چې د فشار، شانتاژ او ګواښ د مجبوریتونو له مخې یې د پاکستان تر قومانده لاندې د «مري»  په مذاکراتو کې ګډون وکړ تر سوال لاندې نه راوړو. خو دا هیله مندي لرو چې په هغو موضوعاتو کې چې د جګړې، سولې او د افغانستان برخلیک په کې مطرح وي د پرېکړو بنسټیز محور د قطر دفتر پاتې شي.

پاکستان ته په کار ده چې د افغاني مقاومت د حق  وکالت له دعوې نه چې په هیڅ ډول اخلاقي، سیاسي، حقوقي او تاریخي د توجیه وړ بنسټ نلري تېر شي او د  قطر دفتر د مقاومت د استازېتوب د  یوازني مرکز په حیث وپیژني.

د قطر دفتر د سیاسي او دیپلوماتیک باور او پیاوړتیا د ټینګېدو په موخه امریکا بنسټیز رول لوبولی شي. په دې مانا چې هر څومره ژر چې کیږي د دفتر د پرسونل سره خپل پُټ غیر رسمي تماسونه په رسمي خبرو اترو بدل کړي او د سولې په اړه خپل صداقت (! ؟) وښیي.

افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې په بدترین حالت کې قرار لري. په اوسنۍ  بده ورځ کې له موږ سره د ګاونډیانو ښه یا بد چلند د افغاني ټولنې په حافظه کې ثبتیږي. راتلونکي حکومتونه د عامه ذهنیت د اغیزمنتوب نه ځان لرې ساتلې نشي. په دې لړ کې  پاکستان د ورورولۍ او حساب او کتاب په سخته آزموینه کې  قرار لري. که  پاکستاني چارواکي نن له موږ سره د ورورولي د اثبات په خاطر د قطر دفتر په وړاندې سياسي کودتا ونه دروي  ځان باید راتلونکي حساب او کتاب ته چمتو کړي.

فرانسه

ډاکتر م، عثمان تره کي

2015/07/16

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دير عالي

داكتر صيب ستاسو اخلاقي او افغانی مسوليت ده چی د مقاومت لپاره د یو ارشد مشاور په رول کی شپه او ورز کار وکرى.

حق جو

د اوریدو له قراره د مقاومت رهبري د تره کي صاحب مشورو ته ډیره زیاته اعتنا کوي او تر ډیره یي سیاسي سفر د نوموړي له لرلید سره سم روان کړی دی

دَاوُدَ محمدى

ستاسو په شان اصیلو افغانانو ته همیش دخیر او سعادت دعا کوم. پاک الله دي تاسي راته ژوندۍ لره . آمین

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x