افغانستانخبرونه

له اوږدو ناندریو وروسته، ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون رييس وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له ډېرو ناندریو او اوږدو اختلافونو د ګډ حکومت دواړه لوري پر دې وتوانېدل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون رييس او غړي يې وټاکي.

پخوا، ولسمشر اشرف غني، د ولسي جرګې غړې، مېرمن شکریه بارکزۍ د دغه کمېسیون رييسه ټاکلې وه چې د ګډحکومت د اجراییه رييس له مخالفت وروسته آغلې بارکزۍ مخکې له دې چې کار پیل کړي، له کاره ګوښه کړای شوه.

یو ځل د اجراییه رياست سلاکار، فاضل سانچارکي، جانداد سپين غر د دې کمېسیون د رييس په توګه اعلان کړ؛ خو داسې ښکارېده چې د ولسمشر له مخالفت سره مخ شو.

ولسمشر غني اوس وتوانېد چې د یوه فرمان له لارې شاه سلطان عاکفي د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون د رييس په توګه وټاکي. ښاغلي عاکفي د دې ګومارنې په غبرګون کې ویلي و، چې په تېرو کلونو کې د ده د بې پرې کار له امله د ولسمشر له خوا دې دندې ته معرفي شوی.

شاه سلطان عاکفي په ۱۳۳۷ کال کې د افغانستان په دایکندي ولایت کې زېږېدلی دی. د کرنې په څانګه کې د فوق لیسانس سند لري. ښاغلی

شاه سلطان عاکفي په ۱۳۳۷ کال کې د افغانستان په دایکندي ولایت کې زېږېدلی دی. د کرنې په څانګه کې د فوق لیسانس سند لري. ښاغلی عاکفي په قوم سادات دی.
شاه سلطان عاکفي په ۱۳۳۷ کال کې د افغانستان په دایکندي ولایت کې زېږېدلی دی. د کرنې په څانګه کې د فوق لیسانس سند لري. ښاغلی عاکفي په قوم سادات دی.

عاکفي په قوم سادات دی.

د ولسمشر د نوي فرمان له مخې شاه سلطان عاکفي د رييس، صدیق الله توحیدي د مرستیال، علي امیري، عبدالقدیر کریاب، بشیر فاروق، محمد امین احمدي، فیض الله ذکي، کاوون کاکړ، صبرینا ثاقب، ګل احمد مددزی، عزیز الله رفیعي، عبدالمجید غني زاده، د عدليې وزارت مرستیال، تادامیچي یاموتو د ملګرو ملتونو استازی د غړو په توګه وټاکل شول.

د هغه هوکړه لیک له مخې چې د جان کېري په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او پر بنسټ یې د ملي يووالي په نامه حکومت رامنځ ته شو، یو مهم بند ټاکنیز سمونونه وو. دا لا نه ده جوته چې دغه غړي به تر کومه بریده وکولای شي د ټاکنو کمېسیون کې داسې بدلونونه او سمونونه راوړي چې د ګډ حکومت دواړو لوریو ته د منلو وړ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x