نظــر

دامریکا ولسمشر: امریکا بشري حقوق تر پښو لاندې کوي!

( دبشري حقونو دنړیوالې اعلاميې له ۳۰ مادو څخه ۱۰مادې دامریکا حکومت تر پښو لاندې کړې دي، ډرون حملې، په بهرنیو هېوادونو کې دخپلو امریکايي اتباعو په شمول دخلکو ترورول، تر نامعلومې مودې په بند کې دمشکوکو کسانو ساتل، او شکنجه کول، او پرته له کوم حکم نه دخلکو الیکټرونیکي اسناد پلټل، دامریکا حکومت په نړۍ کې دبشري حقونو ددفاع دیو ځواکمن ملاتړي له رول نه پښې سپکوي )

   دا دامریکې دیو مخکني دیموکراتک ولسمشر جیمي کارتر خبرې دي، نوموړی دامریکې ۳۹ ولسمشر دی، په ۱۹۲۴ م کې دامریکې په جورجیا آیالت کې زېږېدلی،

چې اوس ۸۸ کلن دی، په ۱۹۷۷ م  کې واک ته ورسېد، او په ۱۹۸۱ کې یې دواک نېټه پای ته ورسېده، هغه داسې چې په ۱۹۸۲م کې انتخابات ریګن ورنه وګټل، له ده مخکې ګیرالد فورد ولسمشر و، او له ده وروسته ریګن ولسمشر شو.

   نوموړي دغه پورتنۍ څرګندونې په نیویارک ټایمز مجله دیوې لیکنې له لارې کړې دي، همدا رنګه یې لیکلي  چې په اوسني حال کې په سیمه کې ولسي پاڅونونه راپورته شوي، دامریکې حکومت ددې پر ځای چې دنړیوال قانون او انصاف اصول کمزوري کړي باید ددغو پاڅونونو دځواکمنولو هڅې وکړي.

   کارتر زیاته نیوکه دالقاعدې پر مشکوکو کسانو د ډرون حملو پر پروګرام کړې ده، کوم چې دبوش په وخت کې پیل او داوباما له راتګ سره یې نور هم زور ونیو، نوموړی وايي چې پر یو مشکوک کس باندې برید وشي، او په څنګ ګڼ ښځې اوماشومان ورسره له منځه لاړ شي، او بیا ویل کېږي چې نو دوی خو به سر وسره خوړلو!

   جیمي کارتر وايي چې ددغو حملو دتلفاتو په اړه چې امر چې دامریکايي حکومت دلوړو مقاماتو له خوا منظورېږي، مونږ هېڅ معلومات نه لرو چې څو سوه ولسي خلک پکې له منځه تللي دي، نوموړی زیاتوي چې دا هغه څه دي چې دامریکا دتېرو حکومتونو پرمهال یې چا سوچ هم نشوای کولی.

   کارتر زیاتوي چې ددغو حملو په نتیجه کې ځورېدلې کورنۍ دده په خوله له ترهګرو ډلو سره ملګرې شوې دي، دعامو ولسي خلکو احساسات زمونږ پر ضد را پارېدلي دي، او ددې تر څنګ دنړۍ ولس ځپونکو نظامونو ته یوه بانه په لاس ورغلې چې دډرون بریدونو په یادولو سره پر خپلو ظلمونو پردې واچوي.

   دا که له ېوې خوا یو خوشحالوونکی خبر دی، له بلې خوا ګڼې پوښتنې هم راولاړوي، خوشحالوونکی ځکه دی چې دنړۍ په کچه دیو لوی او ستر ملک پخوانی ولسمشر او وتلې څېره را پورته کېږي دخپل حکومت په ظلمونو نیوکه کوي، په دې اړه لیکنې کوي، او ټولې نړۍ ته دخپل حکومت ظلمونه او جنایتونه په ګوته کوي، دخپل حکومت هغه بشري جنایتونه تاییدوي کوم چې ټوله نړۍ یې دسر په سترګو هره ورځ ګوري.

   خو دتاسف ځای بیا په دې دی چې دغه ښاغلی دا لس کاله چېرته و؟ هغه وخت چې ددوی حکومت پر افغانستان یرغل کولو آیا ده یې په اړه کوم ښکاره او څرګند غبرګون وښود؟  هغه وخت چې پر عراق یرغل کېدلو آیا هلته یې خپل مسولیت ادا کړ؟ دغه لس کاله چې دامریکا دظالم او وحشي حکومت لخوا په افغانستان اوعراق کې پر مظلومو ولسونو باندې سره اورونه اوري، ښځې، ماشومان او بوډاګان نه یوازې په ډرون حملو کې له منځه ځي، بلکې هغه چې په نورو ړندو بمباریو کې له منځه تللي او لا پسې ځی، خصوصا دشپینو عملیاتو په ترڅ کې دډرون حملو دبریدونو له تلفاتو نه په سلهاوو ځله زیات او دردوونکي دي، آیا ده دا دومره لوی لوی جنایتونه ایله په ایله اوس ولیدل؟

    دا چې نوموړي ته دخپل حکومت دړې وړې کېدل او په نړۍ کې یې تور تاریخ لیکل دزغم وړ نه دي، او که یې پر مظلومانو زړه درد کړی؟ لومړی احتمال ځکه قوي ښکاري چې که یې پر مظلومانو زړه درد کولی نو له اولې ورځې نه به یې ددغه رنګه ظلمونو په وړاندې یو منظم حرکت پیل کړی و، او ده دا کار تر بل هر چا ښه کولی شوای، ځکه چې نوموړی په خپل ولس کې ډېر محبوبیت لري، خو دا چې اوس يې خپل حکومت دزوال پر مورګو تر سترګو ورغی نو يې پر خپلو خلکو او ولس او یا حکومت زړه درد وکړ، په هر صورت هر څه چې وي، مهمه خبره دا ده چې دغه لس کاله په عام ډول ټول مظلومان خصوصا افغان ولس او جهادي قیادت یې نارې وهي چې امریکا ظالمه ده، وحشیانه جنایتونه تر سره کوي، دبشري حقونو او انساني ارزښتونو ناقضه او توهېنوونکې ده، یوازې او یوازې  خپلو شومو موخو او ناروا اهدافو ته درسېدو لپاره انسانیت وژني، دمظلومانو وینې تویوي، په خلکو کې وحشت او بربریت خپروي، په سیمه او نړۍ کې ګډوډي جوړوي، مګر چا نه منله، دا دي اوس ددوی خپل مشران دا خبره کوي.

او ډېره دپام وړ دا چې دبشري حقونو دنړیوالې اعلاميې ددریمې برخې مادې دهغه چا له خوا تر پښو لاندې کېږي، کوم چې په ټوله نړۍ کې ځان دبشري حقونو ساتونکي او ژغورنکي بولي! له دې معلومېږي چې دغرب ددیموکراسۍ پلرونه په حقیقت دیموکراسي دخپلو ګټو لپاره زیږولې ده، کله چې خپلې ګټې په خطر کې وویني بیا نه بشر پېژني او نه یې حقوق، نه انسانیت پېژني او نه یې کرامت، دغه اوس هم ځينې ځينې کارونه چې غرب دبشري حقونو په نامه کوي په حقیقت کې ددوی ګټې پکې خوندي دي، که همدغه حقونه ددوی له ګټو سره په ټکر کې شول، بیا هېڅ اهمیت نه لري، او نه دوی کوم اهمیت ورکوي، ددوی دژوند ټوله  فلسفه په مادیاتو او شخصي ګټو ولاړه ده، نه ارزښتونه پېژني اونه بشریت او انسانیت.

   تاریخ ته په کتو سره دیونظام مشران هغه وخت دغه رنګه سپېنې څرګندونې کوي کله چې دخپل نظام په لمنځه تلو باوري شي، کله چې پوه شي چې نور یې نو دظلم ماڼۍ را پرېوزي، دوی په دې توګه له یوې خوا دخپل ځان سپیناوی کول غواړي چې په دغو جنایتونو کې یې لاس نه درلود، تر څو په تاریخ کې په ښه نوم یاد شي، او له بل پلوه یې نیمګړې هیلې تنخوي چې که یې دهېواد نظام له پاشل کېدو وژغورل شي، هیله ده چې ددغه رنګه ظالمانو یو آرمان هم پوره نشي.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x