
نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د مصر پخوانی ولسمشر، محمد مرسي له زندانه خپل ولس ته لنډ اختریز پيغام استولی. ښاغلی مرسي چې د کودتايي رژيم له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی لیکي: «د دوی پرېکړې او اعدامونه ماته د دوی د کرغېړن نظام وروستۍ سلګۍ برېښي، هغه نظام چې هېواد یې د اور لمبو ته ټېل واهه، شتمنۍ يې لوټ کړې، ولس یې بېوزله کړ او د هېواد سپېڅلتیا یې تر پښو لاندې کړه».
ښاغلی مرسي په دې لنډ پيغام کې له خپلو هېوادوالو څخه د کودتايي رژيم پر ضد د پاڅون د دوام غوښتنه کوي: «ستاسو پاڅون کې د نورو ولسونو لپاره درسونه پراته دي، خپل پاڅون ته ادامه ورکړئ، ستاسو په پاڅون کې د هېواد نجات نغښتی دی».
د مصر لومړنی منتخب ولسمشر، چې اوس د زندان مېلمه دی، خپل ولس ته د کودتايي رژیم د چارواکیو په اړه لیکي: «په زندان کې ورځ تر بلې د پاڅون پر داعیې زما باور زیاتېږي، موږ به د پاڅون لار تر پایه تعقیبوو، د هرې شپې په تېرېدو سره دغه بې ارزښته خلک زما په سترګو کې خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکوي».
د مصر پخوانی ولسمشر وايي: «موږ به خپل پاڅون بریالیتوب ته رسوو او مصر به د ظالمو پوځي واکمنو له پنجو ژغورو».
ښاغلی محمد مرسي چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په زندان کې دی، د خپل ځان په اړه وايي: «زما همت نه دی کمزوری شوی، هوډ مې نه دی نرم شوی، پر بریالیتوب زما باور هېڅ پولې نه پېژني».
ښاغلی مرسي خپل پيغام داسې پای ته رسوي:
اختر مو مبارک شه او پاڅون مو خوندي او بریالی اوسه
محمد مرسي
د مصر عربي جمهوریت ولسمشر
دته د هم اختر مبارک وی الله د اجرونه ورکړی او الله(ج) د مسلمانان د دونیا په هر کونج کناره کی ژوندی او سر لوړی لری
ژوندی د وی غیرتی او میړنی مسلمانان