ټولنیزه برخه

د اختر خوښي، به نمانځو، خو…

احمدالله احمدزی

بالاخره هغه مبارکه مياشت هم لاړه، چې د الله تعالی له لوري پر مسلمانانو يو ځانګړی فضل او مهرباني وه او دغه مياشت کې مسلمانانو تر خپله وسه هڅه کړې، چې د خپل رب عبادتونه وکړي، د قرانکريم تلاوت، نفلي عبادات، صدقې خيراتو، خپلو خپلوانو، ګاونډيانو او بې وزلانو سره به ان شاءالله هر چا تر خپل وسه همکاري کړي وي، مګر علماء کرام فرمايي، که غواړې، چې پوه شې، چې روژه دې قبوله شوې او کنه، بايد له روژې وروسته خپل اعمال او کړنې وڅارې او بيا پرېکړه وکړې.

که له روژې وروسته مو هم هغو عبادتونو، صدقو، نېکو خويونو او ښو کارونو ته دوام ورکړ، نو پوه شه، چې الله تعالی دې روژې قبولې کړي او که د روژې له ختمېدو سره مو يو ځل بيا شيطاني افکار او عملونه پيل کړل، نو بايد پوه شو، چې روژه مو يوازې او يوازې د لوږې او تندې نوم و.

د دکتور بلال فيلېپس خبره مې يو ځای وليده، نوموړی فرمايي: «که د اختر په ورځو کې مو د ناروا کارونو تياری کاو، نو دا داسې مثال لري، چې شيطان ته ښه راغلاست يا ويلکم پارټي کوې. »

زموږ لويه تېروتنه او ناپوهي دا ده، چې خپل کارونه او اعمال د شريعت په تله نه تلو او نه دا فکر کوو، چې زموږ ټول فعاليتونه د شريعت له لوري تنظيم شوي دي.

په دغو کارونو کې يو هم د اختر خوښي نمانځل دي.

اختر د الله تعالی له لوري خپلو بنده‌ګانو لپاره د هغو عبادتونو مېلمستيا ده، چې دوی خپل رب ته په روژه کې ځانونه په عبادتونو او نېکو کارونو ستړي کړي دي او الله تعالی پر خپلو بند‌ګانو د يوې ځانګړې لورينې له مخکې د خوښۍ دغه ورځې پېرزو کړي دي، مګر موږ تاسې ټول بايد دېته هم متوجه اوسو، چې د خوښۍ په دې ورځو شپو کې خپل بې وزله مسلمانان وروڼه، دوستان او ګاونډيان له پامه ونه غورځوو او د خپل توان په اندازه هر مسلمان سره مرسته وکړو.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ” أغنوهم عن ذُلِّ السؤال في هذا اليوم” د اختر په ورځ غريبان د سوال له ذلته وژغورئ.

اسلام موږ ته امر کوي، چې بې وزله او فقيرانو سره داسې مرستې وکړو، چې هغوی په کې د سوال او فقر له ذلته وژغورو. که موږ رښتيا غواړو، چې د اختر خوښي ونمانځو، نو بايد په خپل چمن ګاونډ کې د کونډو، يتيمانو، بې وزلو او غريبانو له کورنۍ د لوږې په ورکولو کې مرسته وکړو، بايد خپلې خوښۍ ورسره شريکې کړو، خپلو ځانونو او بچيو ته چې کومې جامې او د اختر نور لوازم اخلو بايد تر يو حده خپلو بې وزلو ګاونډيانو، کونډو او يتيمانو ته يې هم واخلو، تر څو د اختر خوښي په داسې حالت کې ونمانځو، چې هم مو زړه ډاډه وي او هم را څخه خپل رب خوښ وي او هم مو له ټولنې د ظلم، وحشت او نا انډولۍ فضا ورکه شي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې د مسلمان مثال د يو جسد په څېر دی، که د بدن يوه برخه په درد وي، نو ټول بدن ورسره تکليف او بې خوبه وي.

که د رسول الله صلی الله عليه وسلم پورتني مثال ته وګورو، نو موږ په دغه تول پوره نه خېژو او راځئ، سر له همدا اوسه فکر وکړو، چې هر مسلمان بايد د خپل بدن برخه وبولو، په خوښي او غم يې بايد شريک اوسو، له لوږې، تندې او هرې ستونزې يې بايد ځانونه خبر کړو او هڅه وکړو، چې ټول مسلمانان د يو جسد په څېر انځور کړو او زموږ په ټولنه کې بايد د اختر په دې مبارکه ورځ هېڅوک داسې پاتې نه وي، چې زموږ تاسې او بچيو پاکو کاليو ته په کتو يې له سترګو اوښکې تويې شي او له شرمه له خپل کوره را ونه وځي.

راځئ، چې دا فکر په خپله هم ومنو او خپله ټولنه کې يې هم عام کړو، تر څو چې زموږ په چم ګاونډ کې يو بې وزله، يتيم، کونډه او بنديانو اولادونه د اختر له خوښۍ بې برخې وي، نو زموږ اختر د خوښۍ پر ځای د غم اختر دی.
موږ څومره بې ضميره او بې احساسه خلک يو، چې خپلو بچيو ته ډول ډول کالي، بوټان او د خوښۍ هر څه پيدا کولای شو، مګر د خپل ګاونډي، بې وزله، يتيم او کونډې له حاله نه يو خبر او ځانونه تر ټولو ښه مسلمانان هم بولو.
راځئ سر له همدا اوسه فکر وکړو، چې خوښي به مو هغه مهال خوښي وي، چې د خپلو بچيو تر څنګ د خپلو ګاونډيانو، يتيمانو، کونډو او بې وزلانو له کورونو د لوږې او غم ټغر ټول کړو او هر يو تر خپله وسه هڅه وکړو، چې خپلې خوښۍ دغو بې وزلانو سره شريکې کړو، نو يو خوا به مو خپل ديني او بشري مسؤوليت ادا کړی وي او بلخوا به مو له ټولنې د ظلم، وحشت او نا انډولۍ فضا له منځه ولاړه شي ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیف اللہ عبدالرحیمزئی

بسم اللہ الرحمٰن الرحیم ھرسہ نہ مخکی دنن ٹکی اسیااجتماعی پانی کارکوونکو تہ دزڑہ لہ کومی دسلامونہ اوداختر مبارکی وڑاندی کوم زہ فکرکوم زما تبصرہ بہ دومرہ مفیدہ نوی خوپہ ھرحال دیو مسلمان زوان پہ حیث باید خپل نظر تاسی سرہ شریک کڑم آیاریشتیاھم امریکا اودامریکا گوڈاگی ریژیم سولہ غواڑي؟ داھغہ پوشتنہ دہ چی کلہ امریکایان او دھغوی ھمغگی ھیوادونہ افغانستان تہ دراتللوسخہ وروستہ داسلامی امارت دمقاومت لہ وجی دوی تہ پیداشوہ داچی دوی ولی داپروسہ تر کارلاندی ونیولہ علت یی دامریکا او داروپایی ھیوادونو استخباراتو دگڈی پریکڑی لہ نتیجہ وہ دوی داسی وانگیرلہ کہ مونگ جنگ پہ ھمدی شکل… نور لوستل »

سیف اللہ عبدالرحیمزئی

زما پہ لیکنہ کی املائی غلطی شتون لری لہ مدیر صاحب سخہ ھیلہ کوم ھغہ اصلاح کڑئ
س ع

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x