امريکا: په يو وسله وال بريد کې څلور سمندري پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ټينسي ايالت امنيتي چارواکي وايي، چې د سمندري عسکرو پر نظامي مرکز بريد کې د يو بريدګر په ګډون پنځه سمندري عسکر وژل شوي دي.

د ټينسي پوليس وايي، چې تېره شپه يو وسله وال سړي د سمندري پوځيانو پر دوو ودانيو بريد وکړ، چې له امله څلور پوځيان وژل شوي او دوی د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

امنيتي ځواکونو منلې، چې دواړه بريدونه يو سړي کړي او نوموړی د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
اسوشيټېډ پرېس ادعا کړې، چې وژل شوی بريدګر محمد يوسف نومېده او کويت کې زېږېدلی و، مګر تر اوسه دا نه ده روښانه، چې نوموړي امريکايي تابعيت هم درلوده، کنه.

د ټينسي پوليس وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته هڅه کوله، چې په تېښته بريالی شي، مګر پوليسو د تېښتې پر مهال وواژه.

د امريکا سمندري ځواکونه وايي، چې په دغه بريد کې لږ تر لږه څلور سمندري پوځيان وژل شوي او يو ټپي دی.
د ټينسي ايالت چارواکو دغه پېښه غندلې او زياتوي، چې دوی به هڅه وکړي، چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره منظمې لارې چارې ولټوي.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر بارک اوباما له پېښې خبر شوی، مګر د پېښې په اړه د نوموړي څرګندونې تر اوسه رسنيو ته نه دي راوتلي.

په دې وروستيو کې د امريکا په لر و بر کې وسله وال بريدونه او مرموزې وژنې د پخوا په پرتله ډېرې شوي او امريکايي چارواکي وايي، چې دغو بريدونو دوی اندېښمن کړي دي، مګر امريکايي چارواکي تر اوسه د دغسې بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د