سلف او روژه (29/29)

حامد افغان

له روژې وروسته

الحمد لله د روژې مبارکي د پرلپسې لیکنو لړۍ دا ده تر 29 مي پوري راورسیدله، تیري 28 یې د روژې په اړه او دا وروستۍ لیکنه په عامه توګه په روژه او له روژې وروسته حالت باندې کوم، دا عامي خبري د روژې او له روژې وروسته باید څه وکړو؛ په اړه ډېري مهمي او زیات تفصیل ته اړتیا لري خو زه یې په لنډه توګه په (لسو خبرو) کې خلاصه کوم.

لومړۍ: روژه نیول، د قدر په شپه عبادت کول او د د روژې د شپو قیام او د شپې عبادت؛ د دې دریواړو په باره کې حدیثونه راغلي چې څوک یې وکړي الله به یې ګناهونه بښي، کله چې روژه ووځي دا دريواړه کارونه تکمیل شي او مومن ته الله جل جلاله د هغه ټول ګناهونه وبښي، او که چا دا دری کارونه نه یې کړي د هغه عمل او اسلام نیمګړی پاته شو او دا نيمګړتيا یې د خپلي سستي او تمبلي پایله ده، او ځان دي ګرموي.

لمونځ او روژه هغه پیمانې دي چې څوک یې الله ته پوره ورکړي الله به پوره اجرونه ورکوي او که څوک نقصان په کې وکړي اجر به یې ناقص او نيمګړي وي، که څوک د دنیوي شیانو پیمانې خلکو ته ناپوره ورکړي هغوی هلاک دي او د جهنم وړ دي. وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ. الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ. وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ.[سُوۡرَةُ المطفّفِين ]. (په تله او ترازو کي) د کم ورکونکو لپاره تباهي ده: د هغو حال داسي دی چي كله له خلكو څخه په پيمانه څه اخلي، نو پوره پوره یې اخلي؛ او كله چي هغو ته په پيمانه يا تله څه وركوي، نو كم یې وركوي؛ نو څوک چې الله ته د لمانځه او روژې پیمانې ناپوره ورکړي د هغو به څه حال وي، فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ. الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ[سُوۡرَةُ المَاعون ] بيا د هغو لمونځ كوونكو لپاره تباهى ده، چي له خپل لمانځه څخه په غفلت كښي لويدلي دي.

دا خبره د هغه چا په باره کې ده چې په روژه او د روژې په عبادتونو کې یې نقصان کړی وي او که چا بیخي کړي نه وي د هغوی له پاره سخت وعيد راغلی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث یوه برخه کې فرمایي: جبريل راته راغی او ویې ویل: څوک چې د روژې میاشت پیدا کړي او ځان د بښني وړ ونه ګرځوي؛ او اور ته ننوځي نو الله دې ښه وړاندي په کې بوځي، جبريل راته وویل: امین ووایه، او ما امین وويلې. عن أبي هريرة رضي الله عنه ، أن النبي صلى الله عليه وسلم صعد المنبر ، فقال : ” إن جبريل أتاني ، فقال : من أدرك شهر رمضان ولم يغفر له فدخل النار فأبعده الله ، قل : آمين ، فقلت : آمين . حسن صحيح رواه ابن خزيمة و ابن حبان في صحيحه و ابي يعلى الموصلي في مسنده و الطبراني في المعجم الأوسط و البيهقي في الشعب.

دویمه: هر انساني عمل نيمګړتيا او.کمزوري لري نو شرعاً له هر عمل وروسته باید زیات استغفار وویل شي، مومن باید الله ته ځان مقصر وښيي او له هغه نه د خپل تقصیر بښنه وغواړي، په ټولیزه توګه مغفرت غوښتلو اهمیت له دې ایت نه ښه معلومولی شو: فَاعْلَمْ أَنَّهُۥ لَآ إِلٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ۗ [سُوۡرَةُ محَمَّد : 19]، نو [اې پېغمبره (ص)!] ښه وپوهېږه چي له الله څخه پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نشته. او د خپلي ګناه لپاره هم بښنه غواړه او د مؤمنو نارينه او ښځو لپاره هم.

استغفار اصلاً د ټولو ښه اعمالو خاتمه کې باید وي، لکه لمونځ، حج، د شپې عبادت او .. داراز د هر مجلس په پای کې باید استغفار وویل شي، که هغه د ذکر او خیر مجلس وي نو استغفار به د هغه له پاره لکه ختام او مهر داسي وي او که د عبث او چټي خبرو مجلس وي استغفار به یې کفاره وګرځي. عمر بن عبد العزيز رحمه الله خپلو والیانو ته لیکونه ولیږل چې خلکو ته امر وکړئ چې له روژې وروسته سرسایه ورکړئ او له الله نه بښنه وغواړئ، ځکه په روژه کې چې کومي کمزورۍ او نیمګړتیاوي راغلې وي هغه په صدقه او استعفاء سره جبيره کیږي.
د عمر بن عبد العزيز په دې لیک کې خلکو ته د انبیاو د استغفار ویلو جملې وریادي کړل شوې دي او ورته ویل شوې دي چې تاسو هم د هغوی په څیر استغفار ووایئ، د هغه په لیک کې راغلي دي: قولوا كما قال أبوكم آدم (رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) (لأعراف:23) وقولوا كما قال نوح عليه السلام (وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ) (هود:47) وقولوا كما قال إبراهيم – عليه السلام-: (وَالَّذِي أَطْمَعُ أَنْ يَغْفِرَ لِي خَطِيئَتِي يَوْمَ الدِّينِ) (الشعراء:82) وقولوا كما قال موسى عليه السلام (قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ..) (القصص:16) وقولوا كما قال ذو النون عليه السلام (.. لا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) (الأنبياء:87).

دریمه: روژه ونیول شوه، تراوې، د شپې عبادتونه، تلاوتونه، خیراتونه، زکاتونه او دعاوي وشوې او ځینو عمرې او اعتکافونه هم ترسره کړل، ایا دا عملونه به قبول شوي وي او کنه؟ قرانکریم وایي: قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ.[سُوۡرَةُ المَائدة : 27]. هغه وویل: “الله خو یې یوازي د پرهېزګارانونه قبلوي. سلفو به لومړی د عمل په کره والي کې مخلصانه کوښښونه کول او بیا به دا غم ورسره و چې اوس به الله قبول کړی وي او که نه؟ لکه قرانکریم چې وایي: وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَآ ءَاتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلٰى رَبِّهِمْ رٰجِعُونَ [سُوۡرَةُ المؤمنون : 60]، او د هغو دا حال دى؛ وركوي، هر څه وركوي (زکاتونه او خیراتونه) او زړونه یې له دې فكر څخه لړزیږي چي د خپل رب لوري ته زموږ ورګرځېدل دي،
د سلفو یوه عالم ویلي دي: هغوی (سلف) هغوی به له نفس عمل نه د عمل د قبلیدو زیات اهتمام کاوه، ځکه قرانکریم وایي: (..إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ) او د غیر متقیانو به څه حال وي؟! فضاله بن عبید رحمه الله وایي: که زه پوه شم چې د ږدن د دانې هومره عمل مې الله قبول کړ دا به له ټولې دنیا زما له پاره غوره وي، ځکه الله جل جلاله فرمایي: (..إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ). عبد العزيز بن أبي رواد – رحمه الله – وایي: د سلفو مې داسي خلک لیدلي وو چې په ښه عمل کې به یې زیات کوښښ کاوه او له کولو وروسته به دا غم ورسره و چې الله به منلی وي او که نه؟ د سلفو یوه یې د روژې په وروستۍ شپه ویل: کاش هغه څوک مو پيژندلي وی چې روژه یې قبوله شوې وي؛ نو مبارکي ته به ورغلي وو او هغه چې محروم پاته وي نو تسلیت او غمرازي ته به ورغلي وو.

نور بیا