نظــر

په جاپان کې طالبان!

له پرون راهیسي په خبري رسنیو کې جاپان ته دطالبانو دیو استازي دتګ او هلته په یوه څېړنيز کنفرانس یې دګډون خبره ډېره توده ښکته پورته کېږي، طالبان وايي دجاپان په کیوټو ښار کې د دوشیشا پوهنتون دوی ته بلنه ور کړې وه چې په نوموړي کنفرانس کې ګډون وکړي، دوی دهغوی بلنه ومنله، او خپل یو استازی یې ور ولېږلو، دوی وايي په کنفرانس کې له ګډون کولو نه ددوی موخه دا وه تر څو دافغانستان دپېښو او موضوعاتو په اړه نړیوالو ته مخامخ په خپله خپل دريځ روښانه کړي.

که دقیق نظر وشي، معلومېږي چې دا په حقیقت کې داسلامي امارت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ، او ډېر مناسب فرصت و، کوم چې دوی په خپل وخت ښه او سمه ګټه ترېنه پورته کړه،

دا په دغه لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې اسلامي امارت له نړۍ سره مخامخ لیده کاته کوي، نړیوال طالبانو ته په یوه آرامه او آزاده فضا کې غوږ نیسي او دوی خپل دريځ ورته بیانوي، ددغه لسو کلونو په جریان کې پر اسلامي امارت له هرې خوا نه ګڼ بندیزونه لګېدلي وو، تر دې چې دبیان دآزادۍ په چوکاټ کې چې د نړۍ ټول هېوادونه، ګوندونه، ټولنې او افراد یې حق لري، اسلامي امارت ورنه بې برخې وو، هر چا به دطالبانو په نامه کله یو څه کله بل څه ویل، او دښمنانو به هم پر امارت ګڼ تورونه لګول، خو په مقابل کې امارت ته چا ددې اجازه نه ورکوله چې کم ترکمه پرې دلګول شویو تورونو په اړه خپل نظر څرګند کړي.

   مګر له دې سره سره اسلامي امارت بیا هم له خپلو  په لاس کې موجودو محدودو امکاناتو نه په ښې استفادې سره هڅه کوله او کوي يې چې دخپل ځان او خپل ولس او هېواد په اړه نړیوالو ته ریښتیني حقایق وړاندې کړي.

   جاپان ته داسلامي امارت داستازي دتګ په اړه ځینو رسنیو سرچپه خبرونه خپاره کړل، چا ویل چې هلته دکرزي د ادارې له استازي، او دګلبدین له استازي سره یې دسولې په اړه خبرې کړي دي، ځینو ویل چې مخکې یې په فرانسه کې سره لیدلي وو اوهلته یې دبیا ليدو لپاره جاپان ټاکلی و، ځینو بیا ویل چې  دجاپان په ناسته کې یې په راتلونکي کې دیو کمیسیون دجوړېدو پرېکړه کړې، مګر اسلامي امارت همغه یوه خبره کوي چې نه له چا سره دسولې په اړه دلیدو لپاره تللي او نه له امرېکې نه مخکې له چا سره دسولې په اړه خبرې اترې کوي، او په دې اړه یې یوه اعلامیه هم خپره کړه، په کومه کې يې چې فرانسې ته دخپل هیئت او یا کوم استازي له لېږلو نه چورلټ انکار کړی، او دجاپان په کنفرانس کې ګډون یې دفرانسې له کنفرانس سره بې تړاوله بللی.

په هر صورت داسې ښکاري چې ورو ورو داسلامي امارت سیاسي خوځښت دنظامي خوځښت ترڅنګ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي، او امارت په دې پوهېدلی چې دیو قوي اسلامي نظام دراتلو لپاره یوازې په نظامي اړخ تکیه نشي کېدی، داسمه ده چې نظامي اړخ اصل او اساس دی، مګر دسیاسي اړخ  اهمیت هم باید له نظر نه ونه غورځول شي، ځکه داهدافو په تر لاسه کولو کې سیاسي اړخ دپول حیثیت لري، له همدې کبله خو امارت مستقل سیاسي دفتر جوړ کړی، او سیاسي دفتر هم داسې ښکاري چې په خپلو چارو کې بریالی دی، په دې کې شک نشته چې جاپان ته تګ او هلته نړیوالو ته داسلامي امارت نظر او دريځ وړاندې کول دسیاسي دفتر دهڅو نیتجه ده.

له دې سره به اسلامي امارت په نړیواله کچه په سیاسي ډګر  کې عملا برخه ولري، خپل نظر به ولري، کوم څه چې دغه لس کاله یې نه درلودل،  جاپان ته داسلامي امارت داستازي له تګ سره به نور هغه طلسم مات شي کوم چې چا به طالبانو ته نه دعوت ورکولی شوای، نه یې خبرې ورسره کولی شوای، او نه یې اړېکې ورسره نیولی شوای، کېدای شي له دې وروسته دجاپان په څېر نور هېوادونه، خصوصا اسلامي هېوادونه اسلامي امارت ته بلنې ور کړي، که داسې وشي نو ګویا چې امارت نور ورځ تر بلې له سیاسي انزوا نه را وزي، له مطبوعاتو سره به په خپله مخامخ خبرې کوي، خلکو او نړیوالو ته به خپل نظر مخامخ په هغه ډول رسوي کوم چې يې دوی غواړي، نور به هر څوک ددوی په ناسم او خپل سري استازیتوب ددوی دخبرو او غوښتنو سرچپه تعبیر نه شي کولی.

که څه هم چې په جاپان غوندې هېواد کې دطالبان را ښکاره کېدل یوه حیرانوونکې پېښه ښکاري، مګر که دنړۍ حالاتو ته وکتل شي نو ډېره دتوقع او معمول خلاف نشي بلل کېدای، ځکه  نړیوال اوس دې حقیقت ته رسېدلي چې دافغانستان ستونزه پرته له دې چې له امارت سره اړیکې ونیول شي، دهغوی غږ په سړه سینه واورېدل شي، غوښتنو ته یې مثبت ځواب وویل شي بله لار نشته، هغه کار چې په خبرو او ناستو پاستو تر سره کېږي هغه نه په بمباریو تر لاسه کېدی شي اونه په ټانکونو او جازونو.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x