افغانستان

روزګان: د دهراود امنيه قوماندان او مرستيال يې ووژل شول

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي طالب له خپل مرستيال سره په وسله واله نښته کې ووژل شو.

راپورونه وايي، چې د هراود امنيه قوماندان حاجي طالب، د هغه مرستيال قوماندان جان اغا نانی له خپلو څلورو ملګرو سره د طالبانو په بريد کې ووژل شول.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې نن سهار د دهراود ولسوالۍ سيګزي سيمه کې د امنيه قوماندان پر کتار بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې حاجي طالب، جان اغا نانی له خپلو څلورو نورو ساتونکو سره يو ځای ووژل او دوه يې ټپيان کړل.

ځايي خلک وايي، چې جګړه نن سهار شاوخوا اته بجې پيل شوه او د ماذديګر تر څلورو بجو روانه وه.

د ځايي خلکو په وينا وژل شوی حاجي طالب د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی و او له دې وړاندې په چهارچينو ولسوالۍ کې هم درې کاله امنيه قوماندان و.

د حاجي طالب مرستيال جان اغا نانی، د سيمې د اربکيانو مهم قوماندان هم و.

د يادونې وړ ده، چې د نورو اربکيانو په ګډون د روزګان اربکيان هم له ولسي وګړو سره وحشي چلند کوي او وړمه ورځ نن ټکی اسيا يو داسې يو ويډيو کليپ خپور کړی و، چې د روزګان ولايت ګېزاب ولسوالۍ کې اربکيان د ولسي خلکو ږېرې په زوره خريي او ملنډې هم پرې وهي.

راپورونه وايي، چې اربکيان د هېواد په لر و بر کې د خلکو په ږېرو، اوږدو لمنو، پګړيو او تسپو ملنډې وهي.

د پېښو څارونکي وايي، چې اربکيان په لوی لاس د خلکو ديني معقداتو او ناموسونو ته سپکاوی کوي او له همدې امله د حکومت او ولس تر منځ فاصلې نورې هم مخ پر زياتېدو دي.

د کارپوهانو په اند، که حکومت د اربکيانو د ظلمونو او وحشت مخنيوی ونه کړي، نو په لنډه موده کې به ولسي خلک اړ شي، چې د اربکيانو پر ضد سرتاسري پاڅون وکړي او بيا به يې هېڅوک هم د مخنيوي توان ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x