شعـــــرونه

سپوږمۍ سپوږمۍ ته په ژړا شوه!

دزوی په څېر دپلار دلاس امسا وه!
پلار هم ورته دامید سترګې وې نیولې
هرسهار به له پلار سره پټو ته شوه روانه!
غرمې ته به یې موراو وړو وروڼو پټو ته ډوډۍ راوړه.
دوی به داوړه ښه وو ستړي شوي.
دمور او وروڼو په لیدو به سپوږمۍ شوه را ژوندۍ
سملاسې به یې ددوی لوري ته کړه منډه

پلار ته بې آواز کړ:
پلارجانه! پلارجانه!
راځه مورجانې ډوډۍ راوړه!
پلار به هم راغی دپټي کونج ته.
دې به ورته هوار زوړ څيرې لمڅی کړ.
ټول به ډوډۍ ته کښېناستل سره یو ځای!
سپوږمۍ به ډېره شرمېدله
په دوه ګوتو به یې لږ وچه ډوډۍ کړله را نیمه
همغه به یې ورو ورو کرپوله!
ډېری وخت به له یخوشړومبو، تریخ پیاز سره وچه ډوډۍ!
خوراک و ددغه غریبې کورنۍ!
کله کله به یې ترسپږمو شولو بوی دشورواګۍ!

وخت غلی غلی تېرېدلو!
سپوږمۍ نوره دپیغلتوب په باغ ور ګډېدله
یوه ورځ سهار چې له کور نه شوه روانه!
پښې یې سمې نه تلې!
هر څو چې به يې ګړندي کړل قدمونه!
ځمکې ښکته کشوله!
ډیر يې فکر و خراب،وه سر ګردانه!
پلار چې یې دپټې په کونج کې غمېدلې ولیدله!
پرې یې غږ کړ:سپوږمۍ! سپوږمۍ لورکۍ!
نن بل شانتې را ته ښکارې چې دا ولې؟
داسې یې لکه یو څه چې درنه ورک وي؟
راته ښکارې ډېره سرګردانه؟

دې ویل: نه، پلارجانه! ښه یم
پلار يې ویل: نه لورکۍ! ښه خو نه یې،‎! وایه ولې؟
دې په نیمه خوله کړل:پلار جانه! نه پوهېږم؟
زړه مې دی ډېر تنګ!
لکه چا چې ټینګ په لاس کې وي نیولی!
داسې یم لکه په ویښه چې خوب وینم؟
ګرځم ويښه، په رڼو سترګو ویده یم؟
د وحشت ښامار مې ترسترګو سترګو کېږي ؟
ځان مظلوم مظلوم راته ښکارېږي؟

پلار ېې ویل: نه لورکۍ!
دا دي خوا ته دې زه شته یم!
مور دې شته، وروڼه دې شته دي!
مونږ ټول درسره، یوځای یو!
سپوږمۍ ویل: پلارجانه!
په دې ټولو ښه پوهېږم!
خو بیا مې هم زړه نه قرارېږي؟
نه پوهېږمه چې ولې؟

مازدیګر شو، وخوت لمر دغرو سرو ته!
سپوږمۍ او پلار یې په بیړه بیړه دکور په لور روان وو.
دماښام تورې پردې سر کړ له ښکته نه راپورته!
ورو ورو دآسمان څنډې سرې کېدلې!
په سوروالي کې یې یوبل شان انګیزه وه!
کرار کرار سوروالی تورېدلو! تورېدلو! تورېدلو!
تپه تیاره شوه، تکه توره!

سپوږمۍ داسې وه روانه!
لکه له چانه چې بېرېږي!
کله به دپلار شاته،کله مخ ته شوه روانه!
بیا به یې یو څنګ اوبل څنګ ته ځان ور لنډولو!
لکه څوک چې ور پسې وي!
له هر لوری یې رانیسي!
هر ځل به یې کتل، شاوخوا ته!
بیا بې په پلار پسې ګړندي کړل قدمونه

چې را ورسېدل کورته!
سوړ یې وکیښ اوسیلی!
زر زر دواړو اودس وکړ!
دماښام لمونځ یې کړ ادا.
لږ سر غوندې یې کېښود.
پلار یې هم ډېر وستړی شوی.
دخونې په یو کونج کې یې، ډه ډه ووهله.
مور یې ډوډۍ تیاروله!
وروڼه یې په لوبو وو لګیا!

مور چې یې ډوډۍ کړله تیاره!
ټولو ته یې آواز کړ،شول را ټول
خو سپوږمۍ لا سر همغسې و ایښی.
مور یې کړ ورغږ:
سپوږمۍ! وو سپوږمۍ راځه ډوډۍ شوله تیاره!
دې وې: مورجانې! زه مړه یم!
هېڅ مې نه کېږي وخواته!
تاسو ډوډۍ وخورۍ، زه به لږ وکړمه آرام!

دمور زړه یې کله صبرېدلو!
بیا یې کړ ور غږ:
ولې داسې یې؟
څه دې دي خوړلي چې مړه یې؟
رنځوره خو به نه يې؟
سپوږمۍ ویل نه، ښه یم، رکه روغه.
پلار یې ویل: لورکۍ راشه راشه!
بیا زه خوابدی کېږم.
پورته زما لپاره یوه ګوله کړه!
نور مونځ دې وکړه بیا بیده شه.

سپوږمۍ ناچاره شوه را پورته.
پښې یې ورو ورو کشولې.
لکه څوک چې یې راکاږي په وچ زور!
دستر خوان ته کېښناستله!
زړه نا زړه یوه ګوله وچه ډوډۍ یې کړه را پورته!
مور یې وې شوروا وخوره لورکۍ!
وې مورې! غوړي نشمه خوړلی!
خوا مې بدوي، همدا وچه ګوله ښه ده.

له ډوډۍ وروسته ټول سره بیده شول!
سپوږمۍ هم سر و ایښی په بالښت!
مګر خوب کله ورتللو!
په سوچو سوچو کې نیمه شپه شوه!
دآسمان منځ ته بله سپوږمۍ راغله!
سپوږمۍ سپوږمۍ ته په کتو شوه!
یوه بره بله ښکته!
هرې یوې دبلې په مخکې ځان کتلو!
یوې بلې ته خندل!
سپوږمۍ له سپوږمۍ سره مجلس کړلو شروع!
د حال په ژبه یې د دردیدلي زړه حال ورته ویلو!
ویل: بختورې!
څه لوړ ځای الله درکړی!
له ستونزو کړاوونو یې بې غمه!
بې پروا له ټول عالمه!
هر څوک دې ګوري نوراني مخ ته!
په ډېر درناوي اوخوږه مینه!
کاش! زه دې ناسته وی تر څنګ !
خوږې خوږې کیسې به مو کولې!
زه به هم ستا له برکته!
وم خلاصه له غمونو، کړاوونو!

په دې ترڅ کې یوناڅاپه!
دکور له دیواله نه، چا سر کړلو را پورته!
سپوږمۍ هکه پکه په ځای کې شوه حیرانه!
یو په یو داسې وارخطا شوه!
چې په مخه ښه هم شوه ترېنه پاتې!
خو پاسنۍ سپوږمۍ لا همغسې په خپل حال!
ځلانده هسکه، مسکه وه ولاړه!
د سپوږمۍ سیل يې کاوه!

دسترګو په رپ کې شرمښان له هرې خوا!
شول را پیدا رمه رمه!
څوک پاس پر بامونو! څوک پر دیوالونو!
څوک په سرای کې! څوک په برنډو!
څوک په لویه دروازه کې! څوک دخونو په کړکیو!
څوک نېغ ودرېدل دخونو ورو ته!
بړېدل لکه اوښان!
غورمبېدل، لکه پړانګان!
غپېدل خوړولي سپیان!
ځغلېدل په هره خوا لکه لېوان!

په دې وخت کې مور اوپلار شول را بیدار!
ماشومان شول په چېغو په ترپکو له مور نه چار چاپېر!
مور کړه چيغه: وو دسپوږمۍ پلاره!
سپوږمۍ څه شوه؟
ته یې چېرته؟ دا څه بلاوې کور ته دي راغلې؟
ته ور ووزه! چې دا څه دي؟
لکه ځناور داسې دربېږي!
انسانان خو نه را ته ښکارېږي!
ګومان مې شي امریکایان دي!

له همدې سره یو ګررررررررررررررررررشو دمرمیو!
په تپه تیاره کې یوازې دومره آواز وشو:
اخخخخخی… سپوږمۍ!سپوږممممم! الله الله الله!
سپوږمۍ د وره په لوري کړه ورمنډه!
ټيکری یې نیم په سرنیم یې په غاړه:
لکه چې پلار مې یې شهید کړ، وی ادکې مورې!
چې څنګه یې دهلیز ته ګام کړ پورته!
پلار یې پروت وو! پاس سپوږمۍ څراغ ورته نیولی!
سپین مخ او سپینه ږیره یې وو په سرو وینو لړلي!
دې غوښتل چې ځان پرې ور ګوزار کړي!

 یو وحشی له مټ نه ټینګه ونیوله!
لکه شرمښ په غورمبېدا شو!
کش یې کړه بهر ته!
دې وې: وای ټیکری مې ولوېدلو! شوم سرتوره!
هاغه بل وې: بس! بس!بس! *
چآپ! چآآآپ! چآآآآپ!

دې چې ښکته وکتل ټیکری یې ولیدلو!
چې دځناور په پښو کې لوغړېدلو!
سملاسي یې هڅه وکړه!
چې ټيکری سر ته کړي را پورته!
ځناور یو په یو په ملا کې کلک ګوزار پرې وکولو!
له همدې سره راپرېوته دخوني وحشي په پښو کې!
سملاسي يې له کمڅیو ټینګه ونیوله!
نور یې کشوله! کشوله ! کشوله!

چې يې کله بهر ته وایستله!
دځناورو یوه رمه شوه پرې راټوله!
چا له یوې خوا چا له بلې خوا سکونډله!
څوک غورمبېدل! چا ورته خندل!
څوک بړېدل! چا ورته غپل!
یوه له کمڅیو وه نیولې!
دې په چېغو چېغو زارۍ ورته کولې!
وې: پلار مې څه شو؟ مور مې څه شوه؟
واړه واړه مې وروڼه!
خیر! داسې مه کړۍ!
یو ځل مې کور ته پرېږدۍ!
چې مور مې ووینمه!
دپلار له مخ مې سرې وینې پاکې کړمه!
دوړو وروڼو مې اوښکې وچومه!
خیر! ګورۍ! هېڅوک نه لرمه!
آخر مې ګناه څه ده؟!
په څه مو داسې وکړل؟
ما خو څوک نه دي آزار کړي!
نه مې څوک دي ځورولي!

یو وحشي پر نازک مخ!درنده څاپېړه ووهله!
خوله یې له وینو شوه را ډکه!
پر مخ یې روان داوښکو و باران!
هغه بل له پېکې نه ونیوله!
ټیک یې په ځمکه ولوېدلو!
بل یې ګرېوان ته لاس ور واچولو!!!
دغاړې غاړه کۍ یې شوه را غوڅه!
سمدستي دانې دانې شوه!
مرۍ یې تیت پرک شوې په ځمکه هرې خوا ته!
پر سینه دلونګو ځونډی يې شو دخړو موزو لاندې!
خوږو وږمو یې فضا ټوله ونیوله!
څيرې څيرې يې ګرېوان شو!
شهید یې نازک ښکلی آرمان شو!

بل وحشي يې په پنجو کې ورمېږ ټينګ کړ!
له ها خوا بل کړې پرې رامنډې!
دخره په شان په غبرګو لتو یې له شا نه ووهله!
کمیس یې څېرې څېرې، څو ټوټې شو!!!
په پنجو کې دوحشیانو یې نارې کړي:
اې الله! اې الله! اې الله!
عزت یې ځوانیمرګ کړ؟
وحشي درنده ګانو!
دپاسه پرې ولاړ دي، کرامت یې تر پښو لاندې؟
عفت ته داړې چیچي!ته خو ممدګار شې!

مظلومه وه بې خوده! له ځان نه نا خبره!
نور یې ټانګ ته کړله پورته!
په خنداوو! په چکچکو! په شپېلکو!
ښکار یې وکړ، شول روان!
شرمښان خپلو اډو ته!

دسپوږمۍ ملګرې سپوږمۍ!
له پاسه دا ټول منظر په خپله ولیدلو!
په سلګو او په ژړا شوله روانه!
وې نور به زه نو دلته څه کړم؟
هو، ګواهي به ورکومه خامخا
ستا لپاره سپوږمۍجانې! په ورځ دقیامت!
داسې ظلم خو څوک نه کړي!
لکه چې وکړ دغو ظالمانو!
دا دي زه نور ځم له دې تپو تیارو نه!
لږ وروسته لمر راخېژي، صبر وکړه!
دا تورې تیارې به پسې واخلي له یوې مخې!
بیا به تکه سپینه رڼا ورځ وي!
دظلم او وحشت سترګې به ړندې شی!
چې پرې ولګي دلمر زرینې وړانګې!
په پښو، لاسو به شل او شوټ شي!
چې دلمر دتورو ګوزار وخوري!
ژبې بې ګونګۍ شي،غوږونه یې کاڼه!
چې ملکوتي نعره دتکبیر واوري:
الله اکبر، الله اکبر!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x