ورزش

غوراوی جام: نمیبیا د جرسي او هالینډ د کاناډا لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۴ل): نن د غوروای جام ۳۰مه لوبه د جرسي او نمیبیا لوبډلو تر منځ او ۳۱مه لوبه د هالینډ او کاناډا لوبډلو تر منځ وه.

جرسي د نمیبیا په وړاندې:
نمیبیا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د جرسي لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. د جرسي لوبډلې توپ وهوونکو غوره لوبه وکړه او یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

د جرسي لوبډلې لپاره جېنر تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. جېنر په یوازې ۵۲ توپونو د اتو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نمیبیا لوبډلې توپ اچوونکي د جرسي توپ وهوونکی جېنر په وړاندې پاتې راغلي ول. د نمیبیا لپاره سکالټز دوه، ډیویډسن او سمیټ یوه یوه ویکټه واخیسته.

نمیبیا د جرسي لخوا ټاکل شوی هدف په تعقیب کې هم حیرانوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. نمیبیا د جرسي لخوا ټاکل شوی هدف یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

نمیبیا په یوازې ۱۶.۳ اورونو یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره د بارډ او سنېمن غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې سنېمن په یوازې ۴۳ توپونو د اتو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۸۲ منډې جوړې کړې او د «کې» په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

بارډ دغې لوبې کې د نمیبیا لپاره په ۴۴ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

هالینډ د کاناډا په وړاندې:
هالینډ لوبډلې هم د لوبې پچې ګټلو سره د کاناډا لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. کاناډا لوبډلې د ګوناسېکرا او حمزه طارق غوره توپ وهنې په مرسته په ټاکل شوو شلو اورونو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې.

د کاناډا لوبډلې لپاره ګوناسېکرا په ۴۴ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۱ او طارق حمزه په یوازې ۲۰ توپونو د یوې څلوریزې او پنځو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

د هالینډ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې سوارټ دوه، ګګټېن، ډېر میروي او ریپن یوه یوه ویکټه واخیسته. د هالینډ په توپ اچوونکو کې سوارټ تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو. نوموړی خپل څلورو اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې.

هالینډ هم په ځوابي توپ وهنې کې د مېبرغ غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته د کاناډا لخوا ټاکل شوی هدف یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۷.۳ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د هالینډ لپاره میبرغ په ۳۰ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې. باریسي دغې لوبې کې ۳۳ منډې جوړې کړې.

سوارټ د توپ وهنې په برخه کې په ۳۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کاناډا لوبډلې لپاره پرویز او کوما دوه دوه ویکټې واخیستې. د کاناډا په توپ اچوونکو کې دیندسا تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو. دیندسا خپل دریو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې خو د ویکټ په اخیستلو بریالی نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x