غوراوی جام: نیو ګانا د نیپال او هانګ کانګ د ایرلینډ پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د غوراوی جام ۲۹مه لوبه د پاپوا نیو ګانا او نیپال لوبډلو تر منځ او ۳۳مه لوبه د ایرلینډ او هانګ کانګ لوبډلو تر منځ وه.

ایرلینډ د هانګ کانګ په وړاندې:
ایرلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنې پریکړه يي وکړه چې وروسته دغه پریکړه غلطه ثابته شوه. د هانګ کانګ لوبډلې لومړۍ توپ وهنې سره په ټاکل شوو شلو اورونو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۹ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره چپمن تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو. چپمن په ۲۴ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د هانګ کانګ لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې نزاکت خان په ۲۱ توپونو ۲۵ او انشومان رات په ۳۵ توپونو ۳۲ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. د ایرلینډ لپاره د توپ اچونې په برخه کې اوبراین درې، ډوکرېل دوه، موني دوه او یانګ یوه ویکټه واخیسته.

که څه هم د ایرلینډ لوبډلې غوره توپ اچونه وکړه خو د توپ وهوونکو خرابې توپ وهنې د ایرلینډ لوبډلې د ماتې لامل وګرځید. ایرلینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د پنځو منډو په توپیر وبایلله.

د ایرلینډ لپاره سټرلینګ په ۲۶ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۴ او پورټرفیلډ په ۴۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره غوره توپ وهوونکي ثابت شول.

د هانګ کانګ لوبډلې توپ اچوونکو حیرانوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او وتوانیدل خپل د لوبډلې له ټیټ او کوچنی هدف څخه دفاع وکړي.

د هانګ کانګ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې عرفان احمد درې، حسیب امجد دوه او اعزاز خان یوه ویکټه واخیسته. عرفان احمد خپل څلورو اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکولو سره د هانګ کانګ لوبډلې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی شو.

پاپوا نیو ګانا د نیپال په وړاندې:
نیو ګانا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او ډګر ساتنې پریکړه وکړه چې د دغې لوبډلې توپ اچوونکو خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه غوره او پر ځای پریکړه ثابته کړه.

د نیپال لوبډلې توپ وهوونکي د نیو ګانا لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې پاتې راغلل. نیپال په ۱۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۹۳ منډې جوړې کړې.

د نیپال لپاره د توپ وهنې په برخه کې ایري تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهوونکی شو. ایري په ۲۸ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډې جوړې کړې.

د نیو ګانا لوبډلې توپ اچوونکو غوره لوبه وکړه او د سیالې لوبډلې توپ وهوونکو ته يي د زیاتو منډو جوړولو چانس ورنکړ. د نیو ګانا لوبډلې لپاره ریوا، دای، والو دوه دو ویکټې او وانوا یوه ویکټه واخیسته.

نیو ګانا لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۴.۱ اورونو کې د اورا او والوا غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

اورا دغې لوبې کې په ۲۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې او د ریګمي په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

والوا نننۍ لوبې کې په ۴۴ توپونو د دوه څلوریزو او یوه شپږیزې په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیپال لوبډلې لپاره سومپال کامي او ریګمي یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Fayaz safi
میلمه

دكركت به اره معلومات