دیني، سیرت او تاریخ

زما د ژوند یوه جالبه خاطره د یوه عیسایی ملا سره زما عقیدوي مناقشه

انجنیر سید احمد شاه سادات

د ۱۹۸۰ میلادی کال آخیری لسیزی وی او د استاذ سیاف د پبو پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی محصل وم، خدای ج راته یو چانس برابر کړ او د انګلیستان په لور روان شوم.

اوس چه شاوخوا یو لک پنڅوس زره (۱۵۰۰۰۰) افغانان په انګلستان کی اوسی په هغه وخت کی ټول ټال د افغانانو تعداد د ۳۵۰ تنو په شاوخوا کی وو.  هلته د افغانانو یوه سوسایټی (په لندن کی د افغانانو ټولنه) موجوده وه چه سرمشري یی سید جان کاروانی کوله. د اخترونو پر ورځ به افغانان دغه ټولنی ته ورتلل او د یو بل سره به یی لیدل او د افغانستان خبرونه به سره شریکیدل.

انټرنیټ په هغه وختونو کی نه وو چه د خپل هیواد په هکله خبرونه تر لاسه شوي واي. تیلیفون هم په پاکستان کی زمونږ د کور خواته نژدی نه وو او د لیک تګ او راتګ پوره یوه میاشت نیوله.

د اوړی شپی او ورځی وی او د روژی میاشت په ختمیدو وه او زما لمړنۍ اختر پس له دی چه د اول ځل لپاره د خپل کوره مسافر وم په لندن کی را ورسید.

همیشه به د افغان په لټه کی وم چه پیدا یی کړم او ورسره کښینم او د خپل هیواد په هکله ورسره خبری او احوال شریک کړم. د ډاکتر نجیبالله د ریاست شپی ورځی وی او په هیواد کی د جنګونو زور وو.

په لندن کی هغه افغانان چه له ما هم وړاندی هلته تللی وو چه به ورسره کښیناستم نو ډیرو به د خپل کار او د پیسو خبری به می تری اوریدلی. د درس علاقه او خبری به تری چندان نه اوریدل کیدل.

په دی به نور هم ځوریدلم چه تعلیم می نیمګړی دی او په خپل قام کی د تحصیلاتو رقابت موجود وو او دا فکر به راسره وو چه خپل پلار او نږدی کورنۍ ته ټیټ را نه شم.

ما هم د اختر راتلل غنیمت وګاڼه او د اختر د میلی د اشتراک لپاره د افغان سوسایټي (دافغانانو ټولنه)  په اختریز پروګرام کی برخه واخیسته او د یو او بل سره د روغبړ او تبریکی نه وروسته د هیواد او د افغانانو د لندن د ژوند په هکله پوښتنی کولی.

دا چه زه هلته په اوږده مسافرۍ نوی ورغلی وم نو هر افغان به را باندی داسی خوږ لګیده لکه چه د خپل فامیل عضوه می وی.

زما چه د انجنیری پوهنځی تعلیمات نیمګړی پاتي وو نو همیشه به د تحصیلاتو د تکمیل په لټه کی وم او د داسی کسانو په لټه کی وم چه ماته سالمه مشوره راکړي. نو همغه وو چه یو تن د سرخرود په نامه د سید سرور پاچا، په بی بی سی کی نطاق انجنیر شیرآغا کریمی او د کابل یو تن اوسیدونکی چه هلته په یو بل افغان دفتر کی یی کار کاوه عبذالجلیل سره مخ او د خپلو تحصیلاتو د تکمیلولو په هکله می تری مشوره وغوښته. په دغه د اختر مجلس کی دغو کسانو سالمه مشوره راکړه او دی ته یی وهسولم چه که درس وایی نو د لندن څخه دباندی ښارونو ته ولاړشه او لندن صرف د کار او د پیسو ټولولو ځای دۍ.

د دغو دوستانو د مشوری نه وروسته همغه وو چه د لری پراته ښارونو په لټه کی شوم او واقعآ چه د تحصیل لپاره د کامبریدج او د اکسفورد ښارونه مشهور دي، نو له همدی کبله د دواړو ښارونو پوهنتونو ته می درخواست ورکړ او د اکسفورد پوهنتون کی داخل شوم.

د سپتمبر میاشت وه او د پوهنتون د شروع کیدو ورځی په را نژدی کیدو وی نو د اکسفورد په لور روان شوم. هلته می یوه کوټه په کرایه کړه. خو په دی لا پوه نه وم چه دلته به د تنهایی ښکار ګرځم او همغه وو چه د تنهایی ښکار شوم. په درست اکسفورد ښار کی د بل افغان څرک نه لګیده. یوه ورځ راته د پوهنتون د بهرنیو محصلینو د کومک میز تر شا چه یوه ښځه ناسته وه او پس له یو څو پوښتنو چه پوهه شوه چه زه افغان یم نو راته یی وویل چه دلته په دغه تیلیفون نمره یو بل افغان په نامه د سید عسکر موسوی هم شته.

خدای شاهد ده چه هغه ورځ ډیر خوشحاله شوم او د دغه افغان نمره می تری په عجله را واخیسته او تیلیفون می ورته وکړ او د جوړ تازه نه وروسته می ورته وویل چه زه هم افغان یم او غواړم چه له تاسي سره وګورم. وخت او ځای د ملاقات مو سره وټاکه او د ټاکلی وخت سره د ملاقات لپاره ورغلم. چه ګورم پس له یوه وخته یو تن په وړه ګیره او څوړو بریتونو چه په خوله کی یی ور تاو شوی وو را ښکاره شو. د روغبړ نه وروسته او د لږو خبرو نه وروسته چه ګورم دغه شخص ایرانی را وخوت.
بیا نا هیلي شوم او د تنهایی شپی ورځی می صبا کول او د شپی لخوا چه ټول دماغ په آرامیدو شي خو زما سوچونو او فکرونو به راوخیستم او سوچونه او فکرونه به می د افغانستان په لور رانه را والوتل.

د سوچونو د شپو نه یوه شپه می په ذهن کی را وګرځیدل چه راشه په دی انګلستان کی یو نصرانی ته خو د اسلام مشرف دین د قبلولو دعوت ورکړه. او په ذهن کی می دا هم را پریوته چه راشه دعوت د نصرانی ملا نه یی شروع کړه.

همغه وو چه د کور خواته د عیسویانو کلیسا می په نښه کړه او د څه سوالو او ځوابو د اماده ګۍ نه وروسته د مازدیګر ۵ بجی وی چه د کلیسا په لور وخوځیدم.

د کلیسا ته د داخلیدو سره یوه انجلۍ چه غالبآ د دغه کلیسا خدمت کونکی وه پر مخ راغله او دا می تری وغوښتل چه زه افغان یم او غواړم د کلیسا د ملا سره وګورم. دغه انجلۍ سمدواره د کلیسا د ملا په لور ولاړه او ماته یی وویل چه ته دلته ودریږه چه زه تری پوښتنه وکړم چه وخت لری او که نه. له لږ ځنډ نه وروسته ګورم چه انجلۍ زما خواته راغله او ماته یی په ورین تندي وویل چه هو عیسوی ملا تاسره د لیدلو وخت لري او سمدستی یی د ملا دفتر په لور بوتلم. د زما وروسته تحلیل څخه چه دغه انجلۍ امکان لری چه دغه ملا ته یی ویلی وی چه یو افغان او مسلمان د ستا لیدو ته راغلی دی او هغه ملا هم دا فکر کړی وی چه خامخا به خپل مذهب بدلوی نو ځکه خو سمدلاسه زما د لیدو ته بی له ځنډه یی اجازه ورکړی وه.

د عیسوي ملا خواته چه روان شوم که ګورم چه د دروازی مخی ته یو تن د چپن په شان په تورو جامو کی ولاړ دی. ده هم په ورین تندی روغبړ راسره وکړ او ماته یی وویل چه زما نوم جوناتن اندرسن دی. ما هم ورته خپل نوم ورکړ او راته یی وویل چه لطفآ کښینه او د اوبو یا جوس چښلوخواست یی وکړ.

بیا یی راته وویل چه څنګه کولای شم چه ستا مرسته وکړم ( هو کن آی هیلپ یو) دا هغه جمله ده چه هر رسمی دفتروتو کی د تللو سره سم درته وایی.

نو ما دغه نصرانی ملا ته بی له درنګه وویل چه زه مناقشی ته راغلی یم او تا اسلام ته دعوتوم.

نو دغه نصراني ملا زما ددغی جملی په اوریدلو سره یی وویل چه څه څه (وټ وټ!!). نو ما سمدستی ورته وویل چه بسم الله الرحمن الرحیم او همدغه بسم الله وه چه د مناقشي دروازه پری خلاصه شوه. سمدستی یی راته وویل چه څه دی وویل او داسی عجیبه شان یی راته کتل. ما ورته وویل ددی معنی دا ده چه شروع کوم په نامه د هغه خدای چه رحم کونکی او مهربانه دی. او زه مسلمان یم.

عیسوی ملا راته وویل چه ته محمدآ (محمدآ ځینی یهودیان او عیسویان مسلمانانو ته وایی)  یی او ستاسی خدای الله دی او زمونږ خدای جدا دی. عیسویان وایی چه ددوی خدای له دری برخو جوړ دی چه یو یی نعوذبالله د خدای زوی دی چه عیسی ع سلام ته وایی او بل یی مقدس روح ته وایی نعوذبالله (هولی سپیرټ) او بل خپله خدای پاک دی.

ما ورته وویل چه زما او د ستا خدای یو دی (د عیسی ع په وخت کی هم د یو خدای عبادت کیده) او زما خدای هغه څوک دی چه دغه درست جهان یی پیدا کړی دی او زما خدای هغه څوک دی چه جنت او دوزخ یی پیدا کړی دی او زما خدای هغه څوک دی چه زه او ته او ټول مخلوقات یی پیدا کړي دي، او د آدم ع خدای زما خدای دی، د ابراهیم ع خدای زما خدای دی، د نوح ع خدای زما خدایی دی، د داود ع خدای زما خدای دی، د سلیمان ع خدای زما خدای دی،  د موسی ع خدای زما خدای دی او بلآخره همدا شان د عیسی ع خدای زما خدای دی.

نو ده راته وویل چه عیسی ع خپله د خدای زوی دی. ما ورته وویل چه خدای واحد دی او نه د چا زوی دی او نه د چا پلار دی.

او د انسان او د خدای په منځ کی د بیشماره توپیرو تر څنګ یو توپیر دا دی چه انسان محدودیت او محوه کیدل لری او هر څه نشی کولای او خدای ج محدودیت نه لری او نه محوه کیږي، او چه ووایی کن فیکون چه وشه هغه کیږي. ما ورته مخکی له دی چه سوال را څخه وکړی ورته وویل چه که خدای زوی لری نو اولاد همیشه د پلار په شان صفات لری او محدودیت او محوه کیدل نه لری او حال دا چه عیسی ع زمونږ په شان محدودیتونه لرل، او اوس دلته پر ځمکه نشته. هغه وویل چه عیسی مړي به ژوندی کول نو ما ورته وویل چه هغه معجزی وی چه الله ورته ورکړی وی لکه څنګه چه نوح، داود، سلیمان، موسی او ابراهیم علیه السلام ته ورکړل شوي وو.

نو بیا هغو ته هم ولی د خدای ځامن نه وایی؟ او چه څوک اولاد لری نو دا هم ثابته ده چه پلار هم لري. نو بیا د خدای پلار څوک دی او که پلار یی وی نو د پلار پلار یی څوک دی او همداسی مخ پورته… په دغو خبرو عیسوی ملا په سوچو شو او بیا می ورته وویل چه دغه معجزی چه خدای ج  پیغمبرانو ته ورکړی دی دا معجزی هم د الله په اراده او رضا کیدل. هر څه چه کیږی د بنده او د الله په اراده کیږی. په ټولو کارونو کی د بنده اراده او د الله اراده مهمه ده چه وشي. او الله ج د بنده د ارادی نه بغیر هم چه یو شی وکړی کوی یی. ځکه هغه کن فیکون دی.

په نیکو کارونو کی د الله اراده او رضا دواړه موجود دي او په بدو کارونو کی د الله اراده شته خو رضا یی موجوده نه ده.

ځکه خو الله راضی او نا راضی خلکو ته جنتونه او دوزخ پیدا کړی دی. او انسان یی پر دی دنیا آذاد او خود مختاره پیدا کړی دی او لاره یی په هر وخت او هر قوم ته د خپلو انبیاوو پواسته ښودلی ده. که دغه آذادی نه وایی نو بیا انسان د ګناهونو ملامت نه وو او هر څه به خدای پاک د انسان د هلوڅلو پرته کول (باید وویل شی چه خدای که وغواړی د د انسان د هلو ځلو پرته هم یی کوی او خدای کن فیکون دی).

او دا هم می ورته وویل چه دغه لړی د آذادۍ حتی د شیطان (چه اصلی نوم یی عزازیل دی او شیطان او ابلیس چه د بدی وسوسه اچونکی او رټل شوی ته وایی دغه نومونه وروسته ورته ورکړل شول چه کله ورټل شو) لپاره هم وه چه کله به ده عزازیل فرشتو ته درس ورکاوه.

او چه کله د غزازیل اراده غلطه شوه او د الله دحکم نا فرماني یی وکړه او انسان ته یی د سجدی کولو نه انکار وکړ، چه په دی د نه سجدی کولو کار کی د شیطان اراده او د خدای اراده وه،  خو د خدای رضا نه وه او همغه وو چه ورټلی شو او ځمکی ته را ګزارکړل شو.

د قران شریف دغه آیت د ترجمی سره می عیسوی راهب ته تکرار کړ چه ان الله لا یغیرما بقومٍ حتی یغیروا ما با نفسهم.

او الله ج تر هغه یو قوم خلکو ته تغیر نه ورکوی چه تر څو هغوی په خپلو نفسونو کی تغیر را نه ولي.

او دا می ورته په آخره کی وویل چه زما او ستا خدای یو خدای دی او هغه خدای دی چه د ټولو انبیاوو خدای دی او هغه د محمد ص خدای دی او د عیسی علیه السلام خدای دی، او خدای ج ځوی نه لري او ضرورت ورته هم نه لري، او عیسی ع  پیغمبر دی او دا ټول پیغمبرانو خلک د الله ج لور ته رابلل او مختلفو قومونو ته په مختلفو وختونو کی د الله پیغام راوړونکی وو. عیسی ع خدای او یا د خدای یوه برخه نه شی کیدلای.

همغه وو چه د عیسوی ملا په زړه کی می د نیکۍ د فکر وسوسه واچوله او ورته می وویل چه زه ځم او ته په دی عقیدوی مسلی ټوله شپه ښه سوچ وکړه او صبا ته بیا مازدیګر راځم چه یا ماته زما د دغو ټولو پوښتنو ځواب راکړه او یا خو د اسلام په مشرف دین سمبال شه.

چه صبا شو په هماغه ټاکلی وخت مازدیګر د کلیسا خواته روان شوم او په زړه کی وایم چه دغه عیسوی ملا به حتمآ یو څه پوښتنی او څوابونه ماته تیار کړی ویی، مګرچه کله د کلیسا مخی ته ورسیدم خبره داسی نه وه او عیسوی ملا د کلیسا دروازی مخی ته ولاړ وو او دا ځل هم په توره چپنه کی او چه خواته یی نږدی شوم نو عیسوی ملا مسکی شو او ماته یی وویل چه ما فیصله کړی ده چه اسلام قبول کړم. همغه وو چه ور په غاړه شوم او د ډیر احساساته او خوشحالۍ نه زما په سترګو کی هم اوښکی را جمع شوی او د جاناتن اندرسن هم. واقعآ چه الله مقلب القلوب دی او په یوه شپه کی یی د جاناتن زړه ور ګرځولی وو.

سمدستی عیسوی ملا په همدغه تور لباس کی می د ستنلی په نوم نژدی مسجد ته ویوړ او هلته د امام او یو د دری څلور  تنه لمونځ کونکو تر مخ د شهادت کلیمه او کلیمه طیبه یی د امام پسی تکرار کړه او په تکبیرونو او الله اکبر بدرګه شوه او د یوسف په نوم په اسلامی نوم ونومول شو.

د ستنلی جومات امام به بیا هره ورځ یوسف ته د اسلام د فرایضو، واجباتو او سنتو ټول اصول هره ورځ ور ښودل.

عیسویان معمولآ د یکشنبی پر ورځ د عبادت لپاره کلیسا ته ځی او ددغه کلیسا چه یوسف پکی عیسوی ملا وو دروازه بیا تر څه وخته پوری بنده وه او دا ځکه چه نور ددوی جانتن تری تللی او مسلمان شوی وو.

د یادونی وړ ده چه په نړۍ کی په شمول د اروپا او امریکا په کال کی په زرهاوو خلک مسلمانی ژي.

والسلام

د اکسفورد ښار، انګلستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x