شعـــــرونه

آزادئ

وتاته کړی انتظار مي نورله واکه وزي

زلمیه ووړنه دی لوی ښار مي نورله واکه وزي

یامی آزاد کړه یامی پرېږده چي مي زړه خالي کړم

دنه ژړابې باک اقرار مي نورله واکه وزي

راشه بس ژرپری بیا دغشو ګزارونه وکړه

دغلیم پوزه کی مهار مي نورله واکه وزي

ښه به وی داچی دیدن خوږی پیالی دی نوش کړم

آزادئ ستا دعشق خمار مي نورله واکه وزي

خپه پدې یم هسی نه وي رانه لارکړې چپه

داچي رضا دکردګار مي نورله واکه وزي

بس یو پدی راباندی رحم لږپه بیړه وکړه

دصابرصبرسترکردار مي نورله واکه وزي

پاڅه ته څنګه بیاویده شوی دالهام غیږه کی

 قسمته تاراکړی یار مي نورله واکه وزي

 سیداحسان الله الهام .چرخ لوګر

 لوګر ۴/۴/۱۳۹۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x