نظــر

طالبان قطر ته څه رنګه او له کومې لارې لاړل؟

څو ورځې مخکې په کابل کې دپاکستان سفیر رویټرز خبري آژانس ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې دوی طالبانو ته یوازې ددې اجازه ورکړې وه چې قطر ته لاړ شي، مطلب یې دا و چې دوی له طالبانو سره پرته له دې نوره کومه مرسته نه ده کړي، په دې معنی چې خبرې کول او نه کول دطالبانو خپل کار دی.

   له دې سره طالبانو دنوموړي څرګندونې دیوې اعلاميې په ترڅ کې ناسمې وبللې، دوی وویل چې مونږ ته قطر ته دتګ لپاره چا اجازه نه ده راکړې، مونږ په خپلو کارونو ښه پوهېږي، مطلب یې دا و چې پر مونږ چې له پاکستان سره دتړاو کوم تورونه دي هغه حقیقت نه لري، ګومان کېږي چې دهمدې مدعا داثبات لپاره یې دپاکستاني سفیر څرګندونې بې ځایه وبللې.

   که حقیقت ته وکتل شي نو کېدای شي دپاکستاني سفیر مطلب به دا و چې مونږ خبر وو چې دطالبانو ځينې کسان قطر ته ځي، خو مونږ یې په هوايي ډګرونو کې مخه ونه نیوله، او را ایسار مو نه کړل، که یې دا مطلب وي، نو بیا نوموړی په تعبیر کې یو څه سهوه شوی، ده باید دا مطلب په څرګندو او ښکاره ټکو کې انځور کړی وای چې مونږ خبر وو مګر مخه مو يې ونه نیوله، او دا خبره چې مونږ اجازه ورکړه غلط مفهوم هم ترینه اخیستل کېدای شي، او هغه داسې چې طالبانو مونږ ته ویلي وو چې مونږ هلته ځو نو بیا مونږ اجازه ورکړه، په دې معنی چې دقطر خبرې دوی زمونږ په مشوره او اجازه پیل کړې دي.

   داسې ښکاري چې طالبانو دې دهمدې خبرې د رد لپاره اعلامیه خپره کړي وي، او ددوی دا ګام پورته کول هم پر ځای و، ځکه چې سفیر د اجازې خبره کړې وه، دا چې ته په یو چا خبر وې چې یو کار کوي او مخه یې نه نیسې، او دا چې ته هغه ته اجازه ورکړې ډېر توپیر سره لري، په اجازه کې دا خبره ضروري ده چې دواړه اړخونه به یو له بل سره په تفاهم کې وي، او دیو چا له یو کار څخه نه ایسارول بیا دا معنی نه ورکوي چې خامخا دې ددواړو تر منځ کوم تفاهم شوی وي.

  دا که اوس طالبان په دې اړه پټه خوله شوي وای نو بیا به ډېرو ډولونه غاړو ته اچول، چې ګورۍ دا دي دقطر خبرې دپاکستان په خوښه پیل شوې او درول شوې دي؛ ځکه خپله پاکستان وايي چې دوی طالبانو ته اجازه ور کړې وه، مګر اوس چې طالبانو دا خبره رد کړه، نو له ځینو سره نورې اندیښنې پیدا شوې دي، دوی وايي که پاکستان طالبانو ته  دتګ اجازه نه وي ور کړې نو بیا طالبان له کومې لارې قطر ته لاړل؟

دا خورا ډېره ساده او وړه اندېښنه ده، سړی نه پوهېږي چې ځینې ولې دومره لوی ببو ترینه جوړوي!؟ لومړی دا چې دطالبانو مهمو او لویو کسانو خپل اسناد په مستعارو نومونو جوړ کړي، داسې چې څوک یې نه پېژني، او له طالبانو سره ددوی په نه پېژندګلوۍ کې دې کار ډېره مرسته کړې چې دوی نه مخکې خپل عکسونه خپاره کړي او نه یې اوس خپروي،  نو دوی نه څوک له نومونو پېژندلی شي اونه یې له څېرو نه، دا دي په جاپان کې چې ددوی استازی راښکاره شو، لومړی ځل دی چې خلک يې عکس ګوري، دا که همدا اوس له عکس ښکاره کولو نه مخکې هر ځای ته تللی وای نو چا به پېژندلو؟ همدا رنګه یې نور مشران هم، او ددې خبرې لپاره یو واضح دلیل تېر کال دجعلي منصور کیسه ده، ټولو ولیدل چې نه امریکا، نه انګلستان، نه کابل او نه نورو وکولای شول چې دجعلي او اصلي منصور تر منځ توپير وکولی شي، او علت یې همدا و چې له دوی سره داصلي منصور په اړه پوره معلومات خصوصا عکسونه يې نه وو موجود، که نه له داسې لویې رسوایۍ سره نه مخ کېدل.

   ځینې معلومات ښيي چې قطر ته دطالبانو استازي دمختلفو هېوادونو له لارې تللي دي، څوک له پاکستان نه، څوک له افغانستان نه، او څوک بیا له نورو هېوادونو نه، کوم چې دوی مخکې له مخکې هلته تللي وو، بل دا چې طالبانو په هغه وخت کې ځانونه قطر ته رسولي وو کوم وخت چې له امریکایانو سره ددوی دخبرو اترو مسله رسنیو ته نه وه را وتلې، داسې ښکاري چې دوی مخکې له مخکې دهر څه لپاره تدابیر نیولي وو، او دا یو ځل بیا ښيي چې طالبان له حالاتو او پېښو سره ډېر بلد دي، دهر کار لپاره مناسب او وړ ځای، وخت او کسان برابروي.

   له دې هم که را تېر شو او ومنو چې پاکستان په دې خبر و چې طالبان قطر ته ځي، او ددوی له هوايي ډګرونو نه تللي وي، او دوی يې مخه نه وي نیولې، نو آیا دا داجازې په معنی کېدای شي؟ کله که یو څوک دکوم هېواد له هوآيي ډګر نه په استفادې سره بل کوم هېواد ته لاړ شي، اوهغه هېواد يې نه وي خبر کړی چې زه ستا له هوايي ډګر نه پلاني ځای ته ځم، فکر نه کېږي چې څوک دې دیته دهغه هېواد له خوا داجازې نوم ورکړي، که داسې شي نو بیا خو چې دنړۍ په ګڼو هېوادونو کې دګڼو ملکونو مخالفین دګڼو هېوادونو له هوايي ډګرونو نه استفاده کوي باید هغوی یو له بل نه ګیله من شي، او یا یو له بل نه توضیحات وغواړي چې پلانی زمونږ مخالف و، او ستاسو له هوايي ډګر نه تېر شوی دی، باید تاسو نیولی وای، او دا چې نه مو دی نیولی نو معنی یې دا شوه چې تاسو هغه ته اجازه ورکړې ده، او په دې سره تاسو له مونږ سره ناروا کړې ده!

فکر نه کېږي چې څوک به په دومره ساده تفکیر باندې یا ځان وغولي او یا به يې دنورو په تېر ایستلو کې هڅې کومه دپام وړ لاسته راوړنه ولرلای شي.

احمد شاه ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x