نړۍ

سعودي د «حماس» بندیان خوشې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د حماس جهادي تنظیم د سیاسي دفتر مشر «خالد مشعل» سعودي عربستان ته سفر وکړ، دغه هیواد پرېکړه کړې چې د سعودي له زندانونو څخه به د حماس ډلې بندیان خوشې کوي.

خالد مشعل د روژې په ۲۹مه سعودي عربستان ته تللی و، چې په خپل دوه ورځني سفر کې یې عمره ادا او په مسجد حرام کې د اختر لمونځ وکړ. نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره هم کتلي.

د (العربي الجدید) په نامه یوې لندن مېشتې ورځپاڼې د با خبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې له پاچا سلمان سره د خالد مشعل د کتنې په پایله کې سعودي عربستان پرېکړه کړې چې هغه بندیان به ازادوي چې دغه هیواد له حماس جهادي تنظیم سره د تړاو په تور نیولي دي.

په دغو ازادیدونکو بندیانو کې د حماس یو جګپوړی مشر، چې پخوا د امریکا په غوښتنه له تروریزم سره د مالي مرستې په تور نیول شوی، هم شامل دی.

سعودي عربستان ته د خالد مشعل دا سفر له درې کلن ځنډ وروسته لومړی سفر دی، چې کتونکي یې د سعودي او اخوانیانو ترمینځ د ښو اړیکو په رامینځ ته کولو کې ګټور بولي.

ویل کېږي چې خالد مشعل په دې سفر کې له پاچا سلمان څخه غوښتنه کړې چې د «فتح» او «حماس» ګوندونو ترمینځ د روغې په پروسه کې منځګړتوب وکړي.

د حماس ګوند د یوې اعلامیې په ترڅ کې له سعودي عربستان څخه مننه کړې چې د خالد مشعل په مشرۍ یې د دوی د یو پلاوي تود هرکلي کړی. دغه راز یې له فلسطیني ولس سره «د سعودي عربستان مرستې» ستایلي، خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

وروسته له هغه چې په سعودي عربستان کې پاچا سلمان بن عبدالعزیز واک ته رسېدلې، د دغه هیواد په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې پاموړ بدلونونه لیدل کیږي.

د نوموړي په اړه ویل کېږي چې د حماس له مشرانو سره یې همیشه روابط ساتلي او آن د پخواني پاچا «عبدالله» د واک په موده کې هم نوموړي له حماس سره ښې اړیکې درلودې.

د عربي چارو کتونکي په دې باور دي چې سعودي عربستان ته د خالد مشعل سفر او د دغه هیواد له زندانونو څخه د حماس بندیانو د ازادولو پرېکړه د دې ښکارندويي کوي چې دغه هیواد هڅه کوي د حماس د ملاتړ په مټ په غزه کې د ایران د نفوذ مخنیوي وکړي.

د حماس سیاسي دفتر مشر خالد مشعل په خپلو څرګندونو کې په ډاګه مني چې له ایران څخه مرستې ترلاسه کوي، نوموړی وايي چې د «جهاد» د بریا لپاره د هر چا غیرمشروطو مرستو ته اړتیا لري.

د حماس له ملاتړ څخه د سعودي عربستان په څیر هیوادونو لاس اخیستل دغه ګوند اړ ایستلی و چې له ایران سره ښې اړیکي وپالي، خو اوس چې سعودي عربستان له دغه ګوند سره د ښو اړیکو جوړولو هڅې پیل کړي، یو شمیر کتونکي د حماس هغه سیاست اغیزمن بولي چې له شیعه ایران څخه یې د مرستو په اخیستلو د سني اسلامي هیوادونو توجه ځان ته ورجلب او هغوی په خپل ارزښت وپوهول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x