افغانستان

واشنګټن پوسټ: حامد کرزي ارګ پرېښود خو واک نه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستي تحرکات، غونډې او سفرونه ښيي چې نوموړی د افغانستان په سیاست کې یو ځل بیا د یو مهم سیاسي رول په لټه کې دی، او چې څومره اوسنی حکومت کمزوری کیږي، حامد کرزی د خپل بیرته را ګرځېدو فرصت روښانه ویني.

د امریکا د پلازمینې څخه خپرېدونکې ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې لیکي چې دوی د کرزي د وروستیو تحرکاتو په اړه له نوموړي سره د مرکې غوښتنه وکړه، که څه هم حامد کرزي له مرکې انکار وکړ، خو د نوموړي نږدو ملګرو واشنګټن پوسټ ته وویل چې حامد کرزی نه غواړي د اشرف غني او ډاکټر عبد الله حکومت ته ګواښ رامنځ ته کړي، خو د یو افغان په حیث حق لري چې د افغانستان په اړه مثبت سوچ او فکر ولري او د افغانستان په مسایلو له مختلفو اړخونو سره بحث وکړي.

د نوموړي نږدي ملګري او د ولسمشرۍ دفتر پخواني رییس «کریم خرم» واشنګټن پوسټ ته ویلي: «کرزي متوازي حکومت نه دی جوړ کړی او نه یې د جوړولو فکر لري، کرزی حتی د اپوزیسیون جوړولو اراده هم نه لري».

خو بل خوا ته د کرزي مخالفین وایی چې اصلا حامد کرزی اوسنی حکومت د دې وړ نه بولي چې اپوزیسیون دی ورته جوړ کړل شي، بلکې حکومت د ورځو په تیریدو سره خپل ځان پخپله خوري.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې له کله نه چې اشرف غني او عبد الله ته حکومت ورپرېښودل شوی، له هغه راهیسي کرزی د پخوانیو وزیرانو، والیانو، د پارلمان غړو او قومي مشرانو سره لیدني کتني کوي، پخواني او اوسني اکثره چارواکي د ده پر کور باندي په لین کې له نوموړي سره ملاقاتونو ته انتظار باسي، خصوصا هغه کسان چې د اشرف غني او عبد الله په اوسني ګډ حکومت کې ځان بې برخي بولي، د کرزي د کور په خوا ډیر ګرځي را ګرځي.

ورځپاڼه زیاتوي چې پخواني مجاهدین، پیاوړي قومندانان، پوځي افسران او يو شمیر پخواني چارواکي د داسي یو پلان هیله لري چې د کرزي په مشرۍ په هیواد کې یو عبوري حکومت را مینځ ته شي او اوسنی ناکام حکومت له مینځه یو وړل شي.

حامد کرزی اوس هم له بهرنیو دیپلوماټانو او سفیرانو سره لیدني کتني کوي، بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي چې په هغه کې روس، چین او هند ته سفرونه د یادوني وړ دي، چې نوموړي د یو ولسمشر په توګه د دغه هیواد له ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اړه بحثونه او ملاقاتونه کړي.

نوموړي په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کرملین ماڼۍ کې ملاقات وکړ او په افغانستان کې د طالبانو او داعش په اړه له نوموړي سره د نظر تبادله کړې، د هغه د حرکاتو او تشریفاتو څخه داسي نه برېښېدل چې کرزی دې یو عادي افغان وي، بلکي د یو ولسمشر رتبه ورته ورکول کیده.

د یادونې وړ ده چې ولادیمیر پوټین د ګډ حکومت له مشرانو څخه یې تر کتنې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي وو.

د حکومت چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې دوی له دې څخه ډار نه لري چې کرزی روسیې او بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي، بلکي په حکومت کې دننه له هغو کارمندانو څخه ویره لري څوک چې له کرزي سره لاره لري، نوموړی په حکومت کې په ګومارنو او د پالیسیو په جوړولو کې لاسوهني کوي.

دغو چارواکو څرګنده کړې چې کرزی اوس هم په پارلمان کې ډیر نفوذ لري چې له کبله یې د اشرف غني ډیر نوماند وزیران ونه توانېدل چې د پارلمان څخه د باور رایه تر لاسه کړي.

د ډاکټر عبدالله یوه جګپوړي ملګري د نوم نه څرګندولو په شرط ورځپاڼي ته ویلي چې حامد کرزی د پردې تر شا ډیر کارونه کوي، خو په ظاهره وايي چې د حکومت استحکام غواړي.

نوموړي وویل چې اوس هم په حکومت کې ډیر کسان شته چې حامد کرزي ته وفاداره دي، او له حکومت څخه د دغو چارواکو ایستل به وخت ونیسي.

حامد کرزي د اشرف غني او عبدالله د ګډ حکومت په ډیرو پالیسیو او پریکړو سختي نیوکي کړي، چې په هغو کې امریکایي ځواکونو ته یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو اجازه ورکول، په امنیت شورا کې د بهرنیو جنرالانو ګډون، له امریکا سره ستراتیژیک تړون، له هند سره اړیکي خرابول او پر ځای يې پاکستان سره اړیکي سمول د یادونې وړ دي. دغه راز کرزي په ډیر ټینګار غوښتنه وکړه چې له پاکستان سره دې د اشرف غني او عبدالله د ګډ حکومت لاسلیک کړی تړون لغوه اعلان شي، د کوم له مخي چې به د پاکستان استخبارات په افغانستان کې دننه له بندیانو څخه تحقیقات کولای شي او د افغانستان د ملي امنیت پټو معلوماتو ته به لاسرسی لرلای شي.

په داسي حال کې چې اشرف غني د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له کبله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي په پیښو له احتیاط څخه کار اخلي، حامد کرزي په زغرده د خوست هغه بې پیلوټه برید وغانده چې په ترڅ کې تر ۳۰ زیات ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي: کرزی د سیاست یو چالاک لوبغاړی دی، نوموړی پوهیږي چې د امریکا او پاکستان په ضد اواز اوچتول په افغانستان کې مقبولیت لري، او کرزی له همدې ځایه استفاده کوي.

د ورځپاڼي په وینا حامد کرزي د اشرف غني په پرتله کاریزما (شخصي تاثیر) زیات لري، او د افغانستان د غټو ښارونو په لارو کوڅو کې اوس هم د حامد کرزي پلویان زیات لیدل کیږي. له ځینو افغانانو سره له مرکو وروسته واشنګټن پوسټ ته دا جوته شوه چې اوس هم زیات افغانان ګمان لري چې حامد کرزی باید یو ځل بیا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې نوماند شي.

مصطفی حیدري چې د سړک په غاړه جامې خرڅوي، وايي: زما کاروبار د حامد کرزي په حکومت کې ډیر ښه وو، ما ډیري پیسی ګټلې، خو اوس چې د اشرف غني او عبد الله ګډ حکومت تشکیل شوی، زما کار متاثر شوی، دوی د حکومت کولو پر ځای په خپلو کې سره اړم وي.

د سمنګان ولایت یوه قومي مشر عبد القادر وايي: سل سلنه د حامد کرزی حکومت تر اوسني ګډ حکومت ښه وو، باید د حامد کرزي په مشرۍ یو عبوري حکومت جوړ شوي، هر څوک به یې ملاتړ وکړي.

د اشرف غني او عبد الله ملګري د کرزي زیاتیدونکی ملاتړ مني، خو زیاتوي چې دوی ته له کرزي څخه یو فاسد او بې ادارې حکومت ور پاتې شوی، په داسي حال کې چې بهرني پوځونه او کومکونه هم له هیواد څخه په وتو او کمېدو دي.

د عبد الله یو ملګری د نوم نه ښودلو په شرط وايي: خلکو د حامد کرزي په وخت کې دندې لرلې، دوی په خپلو کلیو او سیمو کې ډیر بهرني پوځیان لرل، مګر اوس هر څه بدلیدونکي دي، ځکه خو خلک بیرته حامد کرزی غواړي.

بل خوا یو بهرنی دیپلومات د نوم نه څرګندولو په شرط وايي چې اوسنی حکومت هم تر ډیره حده د کرزي د حامیانو د زیاتیدو سبب دی، دوی د کرزي په وخت کې ټاکل شوي ډیر موظفین له خپلو کارونو وشړل، دوی ونه توانېدل چې د هغو پر ځای اهل خلک راولي، او نه هم وتوانېدل چې په خپله یوه کلنه دوره کې داسي توره وکړي چې د خلکو نظر ور واوړي.

نوموړي وویل چې د کرزي د حکومت زیات شمېر چارواکي ښه مدیران وه، او اکثره له کرزي سره تړلي نه وه بلکي ډیر کم داسي وه چې له کرزي سره یې قومي یا فکري تړاو درلود، خو اوسني حکومت ټول هغه قوي سیاسي لوبغاړي له حکومته وشړل، کرزی به حتما د حکومت له دغې کمزورۍ څخه استفاده کوي.

په داسي حال کې چې د حامد کرزي شهرت ورځ په ورځ زیاتیږي، د ګډ حکومت مشران اشرف غني او ډاکټر عبد الله هم خپل لاسونه او پښې وهي. ډاکټر عبدالله د پخوانیو مجاهدینو په یوه لویه غونډه کې په ښکاره له کرزي څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په سیاست کې دي نور مداخلت نه کوي، او تیره اونۍ یې په حامد کرزي تور ولګاوه چې د هیواد په اوسني اقتصادي شاتګ کې لاس لري.

بل خوا غني هم د حامد کرزي ولایت «کندهار» ته د سفر پر مهال غونډې ته په وینا کې د حامد کرزي وروستیو تحرکاتو ته په اشاره سره وویل چې دی به هیڅکله د متوازي حکومت اجازه ورنه کړي.

واشنګټن پوسټ وايي چې اشرف غني په خپل ذات کې د حامد کرزي له شخصیت څخه ډیر متاثر دی، او حامد کرزي هم دغه تاثیر د ځان لپاره یو ښه فرصت بولي چې د حکومت د پالیسیو په جوړولو کې ځینې کار اخیستلای شي، خو اشرف غني اوس حامد کرزي ته د شک په سترګه ګوري، خصوصا هغه وخت یې شک زیات شو کله چې حامد کرزي په کلکه لهجه د اشرف غني د حکومت او د پاکستان د آی ایس آی تر مینځ تړون وغانده.

بهرنی دیپلومات او د عبدالله یو نږدې ملګری وایی چې د حکومت دواړه غاړې اوس له حامد کرزي سره د مقابلې لپاره خپلمنځي هماهنګي زیاتوي.

د اشرف غني کشر ورور حشمت غني واشنګټن پوسټ ته وویل: اشرف غني اوس پوه شو چې د حامد کرزي احترام ورته په ګرانه تمام شو.

واشنګټن پوسټ د خپل اوږده راپور په پای کې لیکي: «د حامد کرزي د حکومت یوه چارواکي ته د ګډ حکومت لخوا د یوې وظیفي وړاندیز شوی وو، خو هغه په خندا سره ورځپاڼي ته وویل: زه به یو ځل له کرزي سره په دې اړه مشوره وکړم».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x