افغانستان

محقق له هزاره ګانو د وسله وال پاڅون غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د دوهم مشر دوهم مرستيال حاجي محمد محقق په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې هزاره ګان اړ دي، چې د خپل ځان د دفاع او طالبانو پر ضد وسلو ته لاس کړي.

د اجراييه رياست دوهم مرستيال محمد محقق تېره ورځ د پلازمېنې کابل په لويديځ کې خپلو اتباعو ته د اختر د ورځې په مناسبت وينا کې وويل، چې طالبان ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان دي، حکومت او بهرني عسکر بايد هزاره ګان مسلح کړي، چې له خپل ځانه دفاع وکړي.

محقق په خپلو خبرو کې وويل، چې د طالبانو سربېره يوه بله بلا د داعش په نوم هم راپورته شوې او د افغانستان په خلکو کې يې اندېښنې خپرې کړي دي.

محقق زياته کړه، چې ده پخوا هم له خپلو خلکو غوښتي و، چې وسلې حکومت ته ونه سپاري او بايد په اويا پردو کې يې ونغاړي؛ ځکه چې راتلونکي وخت کې دغه وسلې په کاريږي.

«د سولې په نوم روانه پروسه هېڅ معنا نه لري او دا يوازې او يوازې د طالبانو د سپيناوي يوه نوې هڅه ده او دوی به هېڅکله طالبانو سره د سولې دخبرو ملاتړ ونه کړي».

حاجي محقق ګواښ وکړ، که حکومت، امريکا او ايساف هزاره ګانو ته وسلې ور نه کړي، نو دوی اړ دي، چې له پټو لارو ځانته په خپل سر وسلې پيدا کړي او خپل ځان پرې وساتي.

د اجراييه رياست دوهم مرستيال دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د روژې په وروستيو ورځو کې د ميدان ښار جلرېز ولسوالۍ خلکو د هزاره اربکيانو پر ضد ولسي پاڅون وکړ، د اربکيانو ټولې پوستې يې له منځه يوړې او لسګونو اربکيانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د جلرېز ځايي خلکو ويل، چې دغې ولسوالۍ کې پراته اربکيان د يو ځانګړي پلان او د سيمې خلکو د ځپلو په موخه له باميانو او ډايکنډي راوستل شوي وه.

د جلريز يو قومي مخور نن ټکی اسيا ته ويلي، چې له باميانو او ډايکنډي راوستلو شوو اربکيانو د سيمې پښتنو او کوچيانو سره ډېر ناوړه او وحشي چلند کاوه، د خلکو د ناموسونو سپکاوی يې کاوه، چې بالاخره ځايي خلک اړ شول، د طالبانو په ملاتړ د اربکيانو ټولې پوستې ونړوي او له اربکيانو د خپلو وژنو او ظلمونو کسات واخلي.

محقق دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د مزار خپلواک والي عطاء محمد نور له جنرال دوستم سره په ګډه پرېکړه کړې، چې شمال کې به د طالبانو پر ضد په ګډه ملېشې جوړوي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد شمال کې د طالبانو فعاليتونه د پخوا په پرتله ډېر شوي او طالبان غواړي، چې د نورو سيمو په ګډون بلخ، فارياب، بدخشان او نورو شمالي ولايتونو کې د خپل ځواک سيمې نورې هم پراخه کړي.

وروستي راپورونه وايي، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني اول مرستيال او جنګسالار جنرال دوستم له خپلو زرګونو ملېشو سره جوزجان ته رسېدلی او هلته يې د طالبانو په نوم د ځايي خلکو په ځانګړې توګه پښتنو پر ضد سخت ظلمونه پيل کړي دي.

ځايي خلک وايي، چې ازبک ملېشې د خلکو ځمکې، کورونه او شتمنۍ لوټي او هېڅوک يې د مخنيوي نه شته.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت چارواکي په لوی لاس هڅه کوي، چې ولس کې د ژبې او قوم په نوم جګړه پيل کړي او دا هېواد يو ځل بيا داسې حالت ورسوي، چې د بيا راګرځېدو چانس ونه لري.

د کارپوهانو په اند د ګډ حکومت چارواکي په هېڅ خبره کې په اتفاق نه دي، ډېری يې هڅه کوي، چې د طالبانو او پښتنو پر ضد جګړه نوره هم پراخه شي، په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني په خپل اختريز پيغام کې د طالبانو د مشر هغه وينا وستايله، چې د هېواد او ملت په ګټه يې د سولې ملاتړ کړی دی.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې د حکومت اوله درجه مشران د هېواد راتلونکي په اړه ځانګړې پاليسي نه لري، ځينې يې د سولې او ډېری يې د جګړې پلوي کوي، نو داسې حالت کې طالبانو سره سوله ناشونې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habib amin

وایی مار چی کوژ شی خپل غار ته سمیزی نو جاسوسان او دایران ######### که د ایرانی فاشیستو اخندانو او مشرکو شیعه گانی ##### هر وقت له خپلو هزاره چنایت کار سر مشر او شورای نظار غلو او داله مارانو په یو قسم ددغو غلو سره هم غزی لری او په یو نه بل قسم ####### کوی دغه ##### د سپاه پاسدار ###### د اشرف غنی ##### نه پو هیزم ددغه ####### دی چه د ایران شپاه پاسدار د هزاره نارینه د عراق سوریه مذهبی چنگو نو ته لیژی او جنازی یی په ایران کی خاوروته سپارل کیژی حتی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x