دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه

ژباړه: محمد لقمان حامد

دمور او پلارحقونه:

بیشکه چې پر مور او پلار خپل اولاد ‌ډېر ګران وي. اولاد ته د هر تکلیف په رسیدلو سره مور او پلار ډېر خوابدي کیږي.

او د خپل اولاد ښه پالنه کوي. څنګه چې په مور او پلار خپل اولاد ډېر ګران وي همداسې پر اولاد باندې هم د مور اوپلار حقونه دي. او پر اولاد د مور او پلار حق ادا کول فرض دی. خو اولاد د مور حق هیڅ کله هم نشي پوره کولی ځکه چې مور د اولاد په زیږدنه او د اولاد په پالنه باندې څومره تکلیفونه ګاللي دي د هغې په بدله کې د اولاد سره هیڅ یو شی نشته چې د خپلې مور حق ورباندې پوره کړي.

الله تعالی په قران کریم کې وایي: وَاعبدوا الله ولا تشركوا به شياً و بالوالدين احساناً وبذي القربى واليتمى والمسكين والجارذی القربی والجارالجنب والصاحب بالجنب وابن السبیل.[الآيه]

ژباړه: او تاسو د الله تعالی بندګي وکړﺉ، او هیڅ یو شی د الله تعالی سره شریک مه نیسی(شرک مه کوﺉ) او د مور او پلار سره ښه چلند کوﺉ، او تاسو له خپل نیږدې ملګري، او یتیمانو، فقیرانو، او نیږدې ګاونډي، او د کور تر څنګ ګاونډي، او همداسې ستا سره د ناستې ملګری، او له مسافرو سره نیکي او ښه چلند کوﺉ.

په دې ایة کې له مور او پلار سره د نیکي کولو په اړه یادونه شوې چې له مور او پلار سره ښه چلند کوﺉ د هغوﺉ احترام او عزت کوﺉ .

له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی. دی وایي چې ما یو ځل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو کار الله تعالی ته ډېر خوښ دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: لمونځ په خپل وخت سره اد‌‌‌ا کول، ما بیا ترې وپوښتل چې بیا کوم یو کار الله تعالی ته ډېر غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: له مور او پلار سره نیکي او ښه چلند کول.ما بیا په دریم ځل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې بیا کوم یو کار الله تعالی ته ډېر غوره دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: د الله تعالی په لاره کې جهاد کول.(بخاري،مسلم)

تشریح:

د قران کریم له ایت او حدیث څخه د مور او پلار د حقوقو اهمیت معلوم شو. لومړی دا چې په قران کریم کې الله تعالی د توحید څخه وروسته د مور او پلار د حقوقو یادونه وکړه. دوهم دا چې په حدیث کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په جهاد باندې د مور او پلار د حقوقو یادونه مخکې کړه.

نو له دې څخه معلومیږي چې باید هرمسلمان د مور او پلار ډېر زیات احترام وکړي. او پلار ته ښه په عاجزۍ سره خپله خبره وکړي او له خوشکو او جنجالو څخه ځان وساتي.که چرته د مور او پلار له خوا اولاد ته کوم تکلیف وي نو اولاد ته پکار ده چې شه په ادب سره خپل تکلیف مور او پلار ته وړاندې کړي او له بې ادبي څخه ډډه وکړي. او د زیات صبر کولو لپاره باید هغه خپل وړکیتوب ورپه زړه کړي چې له ماسره یې په وړکیتوب کې څومره تکلیفونه ګاللي دي او باید په هر وخت کې د مور او پلار لپاره دا دعا وکړي(رب ارحم هما کما ربیانی صغیرا)خدایه ته په دوئ باندې داسې رحم وکړې لکه څنګه یې چې په ما باندې په وړکیتوب کې خپله مهرباني کړې ده.

دکورنۍ د غړو حقونه:

څنګه چې د مور او پلار حقونه په هر مسلمان فرض دي نو همدا راز د کورنۍ د نورو غړو حقونه هم باید هر مسلمان پر ځای کړي. الله تعالی په قران کریم کې وایي: یاأیها الذین امنوا قوا انفسکم واهلیکم نارا وقودها الناس والحجارة علیها ملائکة غلاظ شداد لا یعصون الله ما امرهم و یفعلون ما یؤمرون ٬

ژباړه: ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل خپلوان له هغه اور څخه وژغورئ چې په انسانانو او ډبرو باندې بلیګي او بدخو‌ئی ملائکې پرې ګومارل شوې دي.او الله تعالی چې د کوم کار امر ورته وکړي نو یواځې هغه کار کوي.

تفسیر:

اهلیکم کې د کورنۍ ټول غړي شامل دي چې په هغو کې خپله مېرمنه اولاد او مینځې ټولې یادیږي. په یوه روایت کې راغلي دي چې کله دا ایت را نازل شو نو حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه وویل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! له دوزخ څخه د خپل ځان د ژغورلو چل خو مي زده کړ(چې له ګناهونو څخه ځان وژغورو او د الهی حکمونو پابندي وکړو) خو د خپلې کورنۍ غړي له دوزخ څخه څنکه وژغورو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : د دې چل دادی چې الله تعالی تاسو له کومو کارونو څخه ژغورلي یئ دوئ هم له هغو کارونو څخه وژغورئ. او د کومو کارونو حکم چې الله تعالی درته کړی تاسو د هغې حکم خپل اولاد ته وکړئ نو دا عمل دوی ته د دوزخ له اور څخه د ژغورلو ذریعه ګرزيږي.

له حضرت عمر بن ابي سلمه رضي الله عنهما څخه روایت دی، وایي چې زه ماشوم وم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زما پالنه کوله، ماخپل لاس په لوښي کې تاواو رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته وویل: ای ماشومه بسم الله ووایه ،او په ښي لاس ډوډۍ ،خوره او له خپل لوري څخه خوراک کوه، له دې څخه وروسته به زما د خوراک طریقه همداسې وه. (بخاري،مسلم) علما‌‌ء کرام وایي په مور او پلار د خپل اولاد درۍ حقونه دي:

لومړی: کله چې ماشوم پیداشي په هغه شه نوم ایښوول.

دویم: د ماشوم ښه پالنه کول او په اسلامي طریقې سره د ماشوم روزنه کول.

دریم: کله چې ماشوم ځوان شي د هغه واده له یوې نیکې او دیندارې کورنۍ سره پکار دي باید د ماشوم شپه او ورځ په سنتو برابر وي، یعني خوراک، څښاک،تلل،ویده کیدل،خرچ کول،جامې اغوستل،ټول باید سم په اسلامي او مسنونې طریقې سره پلي کړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x